د فبروی ۱۱، کال۲۰۰۹
زما د څلورو لسیزو یار، رسول امین، د اسټرالیا نه د امریکا په دوره راغلی و. کلیفو نیا کې، د ډاکټرحسن کاکړ او نورو دوستانو سره د څو شپو د بنډارونو نه پس دلته ویرجنیا ته راغی. زه ویرجنیا کې اوسم چې د اوباما ګدۍ ته ورلنډ دی، بې هغې هم له درو لسیزو راهیسې په یوه یا بله بهانه افغانان ورمات وي. له مولوي خالص نه نیولې تر ډاکټر صمد حامد، ایمل پسرلي، حاجی دین محمد، قوماندان عبدالحق، د طالبانو چارواکو پورې شخصیتونو، یو خل سر راښکاره کړی دی. په دوی کې د جهادي مشرانو د ذره نوازۍ لوی علت خېټه وه چې مرکزي ټکي یې یو شراب، بل د خوګ غوښه. دوی له روس نه دومره نه وېرېدل لکه د خوګ (بدځناور) نه یې چې زاره چاوده وه. وېرېدل چې کفار به، که نور څه نه وي، مازې د دوی د نفس د پلیتولو دپاره هم د خوګ غوښه یا شراب ورکړي. په خالص خو، قسم مې دې نه وي، (که څه هم چې په خپله خوګیاڼي او دا لا څه چې ورکې
خربونی هم و،) همدا اندېښنه غالبه وه، ځکه چې پرون یې په جمهور رئیس رېګن د مسلمانېدو بلنه لورولې وه، خو هغه بد بخت په رڼا ورخ دې وړاندیز پورې خندلي و، نو خامخا به یې د شرابو او خوګ د غوښې توطئه ورته جوړوله. د مولوی صاحب سره د عطاالله په نامه یو چړي هم و چې خالص ورته ویلي و چې د حرام حلال مشوره به له شپون نه غواړې. ما مشوره ورکړه چې عطا جانه، د رستورانو غوښه چندانې په سور برابره نه ده، نو پام به کوې. تر ټولو آسانه لار دا ده چې که خوند یې درکړ، نو حرامه ده، مه یې خوره او که بېخونده وه نو کش ورکړه. وروسته خالص په غوسه و خو ما ورته وویل چې دا افغانان ولې بس همدې دوو خبرو ته خري دي؟ خوګ او شراب. دا مازې یوه فوبیا ده، لکه چې ځینې یې د تیارې او یا د ژور ګړنګ نه لري. کفار په نور کار نه لري، بس مسلمان ته به په پټه شراب او د خوګ غوښه ورکوي؟ ستا فوبیا خو، مولوی صاحب، تر عطا نه هم اغلظه ده. افغانانو واشنګټن ته را استولی یې چې ګوندې د امریکا نه د روس په ضد څه وسله ترلاسه کړې، او ته لګیا یې، خواره کې رېګن دې راګیرکړی کلیمه ورسیخوې. د خالص ځواب به مې هېح هېر نه شي، «زه افغانانو نه یم راستولی، خپله راغلی یم.» تر خالص نه د طالبانو د استازي، فوزي خبره لا په زړه پورې ده چې د حداد ماما د خوشالۍ د پاره یې وویل، «بېشکه چې موږ د اسلام د پاره کار کوو، خو په اسلام کې عصب او نسب مهم نقش لري او پیغمبر د خدای هم د خپل قوم، عربو، په ژبه غږېده او قرآن هم د خلکو په ژبه راغلی دی. موږ هم د افغانانو د اکثریت په ژبه خبرې کوو» حداد ځیر ځیر ورته وکتل او بیا یې وویل «حق ده پیره»
د فبروري ۱۳ د جمعې ما ښام:
د ویرجنیا د اور وژنې (اطفائیه) انګړ یو لوی سالون لري چۍ د جمعو په شپو یې افغانانو ته په کرایه ورکوي. افغانان دوه قسمه مجلسونه لري، یوه ته «شب عرفان وايي» بل ته «شام دروېشان» چې اوونۍ تر مینځ غونډې لری، یوه بله «ملي ټولنه» درې میا شتینی مجلس جوړوي. شام دروېشان د پښتنو او دري والو ګډ دی چې ما امین صیب ور وست، هغه بل یوازې د دري ژبو، ټلوالو او افغانستانیانو دی.
شام دروېشان:
امین صیب چې زما په شان په زړو زرګوړو پسې ګرځي په دې مجلس کې هم د پوهنتون دوه استادان وموندل، صفدر پنجشېري او سمندر غوریاني او بلا نورو ګډون کوونکو هم وپېژاند. نو ښه په تبه (طبعه) کې و انونسر یې په درنګ و درونګ نوم اعلان کړ. امین صیب، لکه عادت یې چې دی، سندره په اوږده آلاب شروع کړه، په مدار مدار اصلي راګ ته راغی، او نه پوهېږم څه کمال لري چې پښتو یې په دري ژبو هم ښه لګېږي. د مقاومت ښکلي کالونه یې یاد کړل، بیا اولو کالونو ته راغی. په نامه یې نه برام دین یاد کړ نه ګلب دین، خو پټ په پټ یې د افغانستان غمیزه رابرسېره کړه، زخمونه یې برالا کړل او د علاج د پټیو او خاملېټیو مجربې نسخې یې داسې وړاندې کړې چې که دریوال و یا پښتوپال، ټولو د آمنا سرونه وخوځول. ځینو اعتراضونه وکړل چې د جهادي مشرانو داد یې ور نه کړ. امین صیب وویل چې بېشکه چې مشرانو جهاد کړی، خو د افغانستان واړه زاړه ټول مجاهد و. دا مشران چې اوس د ځپلو ډل ود پاره غتټې څوکۍ او نور امیازونه غواړي نو آیا د جهاد مزد غواړي که څنګه؟ که همداسې وي نو د جهاد في سبیل الله لافې ولې وهي، دوه هندواڼې په یوه لاس کې نیسي؟ امین صیب وویل چې جهاد داسې وي لکه د حوت د دریمې د «الله اکبر شپه» چې په سبا یې د ښوونځیو او جوماتونو دروازې د ځوانانو په وینو لړلې وې. چا یې نه بدله وغوښته، بلکې دا د نوم ورکو افغانانو جهاد و چې بلند منزلونه او جګې رتبې یې نه غوښتې او باید په همدې نامه څلی ورته ودرول شي. (همدا خبره، زما پیر، ډاکټرصمد حامد راته په تېلفون کې په دومره تفصیل سره کړې وه چې د پنځو ډالرو تیلفون کارډ یې، چې یوسل شل دقیقې یې لرلې، تقریبا راته تش کړ. که ژوند وفا وکړه د حامد صیب کیسه به که خیر و، په تفصیل بیان کړم.
بیا نو زما نوبت شو چې یو څه بابولالې مې په فارسي وغږولې (چې ځینو یارانو راباندې نیوکې هم وکړې) خو آخره خاتمه مې د «درقد مه هېروئ» په عنوان په یوه دېرش کاله پخواني نظم وکړه چې د ملي یووالي او وطن پالنې تومنه ورکې وه. درقد په آمو سیند کې یو ټاپو دی چې سېلاونه یې، زموږ او کله پورې غاړه د شوروي امپراتورۍ د قلمرو پورې نښلوي. ما افغانانو ته خبرداری ورکاوه پام «چې یې اوبه درنه را لاندې نه کړي» هغه وخت دا د شوروي ضد تبلیغ ګڼل کېده، پرچمیان یې سخت غوسه کړي وو. د دې نظم په لوستلو کې زما بله موخه دا وه چې واشنګټن مېشتو پدرام خېلو ته ووایم جې درقد د هر افغان کور دی، نه د کوم خاص قوم. دوه اوونۍ دمخه زه په خپله همدې «شام دروېشان» کې مېلمه وم. تازه د افغانستان نه راغلی وم او ځوانانو په لېوالتیا وربللی وم. خو چې کتل مې، زیاتره د بوډا او بوډا فکرو مجلس و، په داسې عنوانونو لکچرونه وو لکه، «اجل مطلق او معلق» «حقیقت د اسلام له نظره»، «تصوف د بېدل په کلام کې». ما ته یې یو امریکایي فلم را یاد کړ چې نوم یې و«د مړو شاعرانو ټولنه» چې زما تر راتګه دمخه شام دروېشان د هغې افغاني انډول و.
بس د بېدل، رومي مولینا، او د دقیانوس د وختو نور پاړسي شاعران او حکیمان و چې نظمونه یې په قلقلو لوستل کېدل، بوډاګانو په مړو مړو اوښکو بدرګه کوله. د مجلس زلمو به اوږده ارږمي اېستل خو مازې د لویانو په احترام یې غوږ ایښی و. نو چې ما ته نوبت ورسېد، د قاآني دی که خاقاني که بلې بلا، دا فارسي شعرمې تکرار کړ، فسانه ګشت و فسون شد حدیث اسکندر+ سخن نو آر که نورا حلاوتېست دګر. دا څه لکه ګورګوټۍ، د زړو استادانو په ورستو هډوکو شخوند وهئ، ولې ورته د خیر دعا نه کوئ چې ګوندې یې ارواوې یو څه په کرار شي. په همدې امریکا او اروپا کې هم ستر ادیبان تېر شوي دي خو خلک لکه څرۍ ورپورې نښتي نه دي. ابن سینا لوی طبیب و، خو که اوس ژوندی هم وای ډېرو لږو به یې کلینیک ته ناروغ وروستی و. ما وویل، زموږ باباګانو خو موږ ته یوه میراثه پرې ښوده خو نمت یې دا نه و چې موږ په هغې بسیا شو، خپله مو نورو ته د سوال کچکول نیولی، وایو به،«اصیل خلک یو، بېځایه ځای ولاړ یو، خیر راوړئ نړېوالو.» ما ورته د کابل حالات بیان کړل چې هلته نوي شاعران او لیکوالان را ټوکېدلي چې د کیفیت له نظره لرغونو استادانو نه کم نه دي، هلته نوي ارزښتونه، نوې تجربې او نوې اندېښنې دي چې د لیکوالو دپاره الهام جوړوي. د قلم او بهیر د ټولنو مثالونه مې ورکړل، د نوو شعرونو نمونې مې ورکړې، خو بوډاګانو نه منل او زیاتره ځوانان، چې په مټه یې فارسي او پښتو یاده وه پرې نه پوهېدل. پښتنو لا یو څه ګوزاره کوله، ځکه چې په دوی باندې د باباګانو دیکتاتوري لږه وه، او(که د زیاریاتو له زهریاتو تېر شو) د لیک ژبه لا هم د خبرو ژبې ته نژدې پاتې ده. خو پاړسي درهم بر همه وه، نه نوی خیال، نه نوې استعاره او نه نوی تخیل. داسې نه ده چې دوی استعداد نه لري او پښتانه یې لري. غم دا دی چې د دوی د باباګانو زنځیرونه او دوربلونه ډېر قوي دي، د پرمختګ لاره یې پرې تړلې ده. بل غم د ایران دی چې ایراني شاعر ښه شعر وینی دوی فکر کوي چې سکه دوی ویلی، ګویا هنري تخلیق یې ورته مشکل کړی دی.
یاد مې نه دي (ځکه چې زه د کاغذ له مخې و نه غږېدم) لکه چې دا مې هم وویل چې ملي یووالې په ژبې نه دی ولاړ. د مولانا رومي وینا مې تکرار کړه چې: ای بسا ترکي و هندو همزبان+ ای بسا دو ترک چون بېګانګان. پس زبان یک دلي خود دیګر است+ همدلي از همزباني بهتر است.
په بله ورځ نو د امین صیب په ویاړ مېلمستیاوې شروع شوې، د ده په خپلې وینا، تر کلیفورنیا یې په واشنګټن کې سات زیات تیر شو.