تاند – د جرمني د فوټبال نامتو لوبغاړی فرانز بیکن باور ۲۰۲۴ د جنورۍ په اتمه (د مرغومي ۱۸مه) د ۷۸ کلونو په عمر ومړ.
هانس یواخیم واڅکه، د جرمني د فوټبال اتحادیې مرستیال، د دې پخواني روزونکي د مړینې په اړه وویل:”فرانز بیکن باور بې له شکه د ټولو وختونو تر ټولو ستر جرمنی فوټبالر و، او له دې ټولو پورته، هغه یو له هغو لویو انسانانو و چې ما پېژندلي دي.”
د جرمني د فوټبال اتحادیې د بیکن باور په مړینه په یوه بیان کې وویل چې نوموړی یو له هغو درې آلماني ورزشکارانو څخه و چې د لوبغاړي او روزونکي په توګه یې د فوټبال د نړیوال جام اتلولي خپله کړې ده.
بیکن باور، چې د ۱۹۷۰مو کلونو په لسیزه کې د جرمني د فوټبال د ملي لوبډلې کپتان و، د ژوند په وروستیو کلونو کې له روغتیايي ستونزو ځورېده او ډېر وخت یې له خلکو ګوښه د سالزبورګ په سرحدي سیمه کې ژوند کاوه.
بیکن باور په جرمني کې، چې د فوټبال مینهوال هېواد دی، د “قیصر” یا امپراتور په نوم پېژندل کېده. هغه د دې هېواد په ځینو سترو ورزشي بریاوو کې کلیدي رول درلود.
د جرمني د فوټبال افسانوي څېره فرانز بیکن باور، د ۱۹۷۴ کال د نړیوال جام اتلولي د کپتان په توګه د خپلې لوبډلې لپاره وګټله او وروسته په ۱۹۹۰ کال کې د ملي ټیم د روزونکي په توګه، جرمني ته د نړیوال جام درېیمه اتلولي ور په برخه کړه.
بیکن باور د هغو کم شمېر روزونکو له ډلې څخه و چې ټیم یې په پرلهپسې ډول په ۱۹۸۲، ۱۹۸۶ او ۱۹۹۰ کلونو کې د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته ورسید.
بیکن باور په فوټبال کې یو له وتلو شخصیتونو څخه و او د لوبغاړي، روزونکي، کارپوه او مدیر په توګه یې له ۵۰ کلونو ډېر د فوټبال په ډګر کې کار وکړ.
فرانز بیکن باور څلور میاشتې د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو وروسته، د جرمني په مونیخ یا مونشن ښار کې، چې هغه مهال ویجاړ شوی و، زیږیدلی و.