Homeخبرونهټرمپ د طالبانو حکومت ته د میلیاردونو ډالرو لیږنه د نه منلو...

ټرمپ د طالبانو حکومت ته د میلیاردونو ډالرو لیږنه د نه منلو وبلله

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۹ مه) د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر پرون (سې شنلې) په یوه خبري غونډه کې وویل چې هیواد یې “میلیاردونه ډالر طالبانو ته لیږي” خو دا ورته د منلو نه ده.

ټرمپ وویل چې له طالبانو سره باید مرسته ونه شي.

نوموړي په فلوریډا کې د یوې خبري غونډې پر مهال د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې افغانستان ته د امریکا د مرستو په اړه خبرې وکړې، هغه موضوع چې د جمهوريپال ګوند غړو او همداراز د امریکا د حکومت د لګښتونو د کمولو سلاکار ایلن مسک پرې سختې نیوکې کړې دي.

د کانګرس جمهوریپال غړي تیم بورچټ په یوه ښکاره لیک کې له ټرمپ څخه وغوښتل چې طالبانو ته د امریکا د نغدو مرستو د سمدستي بندیدو امر وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې متحدایالتونه باید په بهر کې د خپلو دښمنانو مالي ملاتړ ونه‌کړي.

ټرمپ هم د کانګرس د جمهوریپالو غړو له نیوکو سره موافقه وکړه او ویې ویل: «موږ افغانستان ته میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر ورکوو، او په اصل کې طالبانو ته. دا د نه منلو ده. داسې څه باید ونه‌شي.»

امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له ۲ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پیسې په افغانستان کې پر بشري چارو لګولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا مرستې یوازې د بشري مرستو او خیریه پروګرامونو لپاره دي او د افغانستان عادي خلکو ته ورکول کیږي چې له قحطۍ، لوږې او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

امریکا د افغانستان د اوسني وضعیت مسووله بلل کېږي او د ډېرو په باور اخلاقي او انساني مسوولیت لري چې افغانانو ته بشري مرستې ورکړي.

له افغانستان څخه “احمقانه” وتل

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ته د خپلې دندې د پیل لپاره تر دوو اوونیو کم وخت پاته دی. نوموړي د سې شنبې د ورخې په خبري کنفرانس کې د کورنیو او بهرنیو سیاستونو په اړه خبرې وکړې، خو په افغانستان کې یې د خپلو سیاستونو او تګلارو په اړه وضاحت ورنه کړ.

هغه بیا د امریکا د وتلو پر طریقه نیوکه وکړه او ویې ویل: «موږ غوښتل چې له افغانستان څخه په عزت او ځواک سره ووځو، نه دا چې داسې ښکاره شو لکه د احمقانو ډله چې ۱۳ تنه مو ووژل شول او ګڼ نور په ډاروونکې توګه ټپیان شول.»

ټرمپ یو ځل بیا د بایډن حکومت د دې لپاره وغانده چې له وتلو وروسته یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې په افغانستان کې پرېښودې.

هغه زیاته کړه چې له افغانستان څخه د امریکا ګډوډ وتلو روسیې ته دا جرأت ورکړ چې پر اوکراین برید وکړي، ځکه د ټرمپ په وینا، امریکا له افغانستان څخه له وتلو سره خپل اعتبار له لاسه ورکړ.

د ټرمپ څرګندونې او د هغه د ملي امنیت ټیم دریځونه ښيي چې واشنګټن به ښایي افغانستان ته د بشري مرستو په لیږلو بیاکتنه وکړي. ځکه د هغوی په اند، طالبان دغو مرستو ته لاسرسی لري.

خو له دې سره سره دا احتمال هم شته چې ټرمپ د چین او روسیې په وړاندې له طالبانو سره لا نژدې شي.

1 COMMENT

  1. هر پریکړه د ټرمپ تر صلاحیت لوړه ده مګر یوه خبره شته چې پدې سره په امریکا کې زیاتې نیوکه او اختلاف نظر پیدا شي
    خو بل طرف د جبهی مقاومت کسان چې امریکا د ګانګریس له غړی سره اړیکه نیولی ګمان کوی چې کیدای شي امریکا د طالبانو پر ځای له موږ سره مرسته وکړی دا چې همدا جبهه د وزارت دفاع کې یې دندی وی او زیاتره صلاحیتونه له دوی سره وو دومره ونشو کړلی چې اشرف غنی پرته هیواد وساتی چې هغه وخت کې د امریکا مرسته هم ورسره نو امکان نشته اوس وخت کې چې طالبان مکمل په افغانستان کنټرول لري بیا ځلی د دولت چارو واګی لاس کې واخلی ځکه تیرو څیرو څخه ولس متنفر دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...