شنبه, جنوري 18, 2025
Homeخبرونهمولوي کبیر د ایران سفیر ته: هیڅوک زموږ اړیکې نه شی خرابولی

مولوي کبیر د ایران سفیر ته: هیڅوک زموږ اړیکې نه شی خرابولی

تاند (چهارشنبې. د مرغومي/ جدي ۱۹ مه) د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې وویل، په افغانستان کې داسې کسان نه شته چې د ایران او طالبانو اړیکې خرابې کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې د اوبو د حق مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم له لارې حل شوې ده.

ارګ د چهارشنبې په ورځ، د جدي په ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي په دې کتنه کې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل چې د چابهار بندر فعالول او پرانیستل د ایران د اسلامي جمهوريت د هڅو په سر کې ځای لري.

په وروستیو ورځو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې له افغانستان څخه ایران ته د اوبو حق ورکړي او په دې برخه کې خنډونه لرې کړي. د دې وزارت ویاند ویلي چې د ایراني چارواکو د طالبانو له چارواکو سره په اړیکو کې خپلې اندیښنې او اعتراضونه په جدي توګه وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د اوبو پر محدودیتونو یا د اوبو د مسیر پر بدلولو.

عبدالکبیر ویلي چې طالبان له ایران سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو پراختیا غواړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، عبدالکبیر زیاته کړې: “په افغانستان کې داسې عوامل نشته چې د ایران او افغانستان اړیکې خرابې کړي.”

عبدالکبیر همداراز ویلي چې طالبان به اجازه ورنه کړي چې د دوی اړیکې له نورو هېوادونو سره د نورو اړخونو تر اغیز لاندې راشي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره هڅه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې ایران څو ځله، په ځانګړې توګه له رسمي او ډیپلوماتیکو لارو، افغان اړخونو ته ویلي چې د اوبو له سرچینو او حوزو څخه باید په داسي حال کې استفاده وشي چې د ایران د اوبو حق رعایت شۍ، دوه اړخیز تړونونه، عرفي اصول، د ښه ګاونډیتوب اصل او چاپېریالي ملاحظات په پام کې ونیول شی.

عبدالکبیر دا هم ویلي چې په افغانستان کې د مخدره موادو کر او قاچاق له منځه تللی دی. هغه له ایران څخه غوښتي چې افغان کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او له هغوی سره “نرمه” رویه وکړي. هغه همدارنګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بندیدو غوښتنه کړې ده.

3 COMMENTS

  1. خیټوره: ایران دی څومره ځوانان درته شهیدان کړل، اوبو کی واچول، ویی سوځول هره ورځ به سلګونو نور له ایران څخه وباسی. د خره ځویه سړی شی.

  2. جناب مولوی صاحب!
    په تخمینی طور ژوندی او وژل شوی فاطمیونو شمیر که ۵۰٫۰۰۰ وی څومره یی وژل شوی او کوم تعداد یی اسیران شوی او ایران خپله ملیشه راوویسته او فاطمیون څه شول ؟ هغوی هم د افغانستان د ملت برخه دی ، د دې پوښتنه ته کوی که محقق؟
    نور له خپل کور تښتیدلی افغانان په ایران ،پاکستان او ترکیه دری واړه په نامه اسلامی هیوادونو کی ولی له بد او رذیلانه سلوک سره مخ دی او آیا له تښتیدلو سفری اسناد غوښتل، حماقت ندی ؟
    دهغوی سپکه ،تحقیر او توهین ستاسی سپکه او تحقیر ندی ؟
    که هغوی خپل نه بولی او یا د مومنانو له تعذیب او تحقیر نه لذت وړی؟ لدی دون همتی سره بیا هم د کامل ایمانداری دعوا کولی شی؟
    لږ به د امراوو مسؤلیتونه په اسلام کی هم څیړو ورنه امرا بیا غیر مسؤل واجب الاحترام مفسدینو کندی ته ورلویږی لکه نور چي یواځې ځان ته یی پام وی او فقط ځان مستحق د ټولو امتیازاتو بولی او نور ملت د بغارې وهی او تښتی !!!!!که څنګه؟
    اسلام د عزت او انسانیت دین دی ،انسانیت کی انحصار،تحقیر ،ظلم او داړل ځای نلری دا د بشریت دین دی نه د وحشی داړونکو، چیرته چي انسانیت مړ وی هلته اسلام نشته ،ځکه رسول الله فرمایی :انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق.

  3. دا بویناکه خیټوری ږیری غلامان تربیه شوی دی لدی کبله ډیر په چابکی سره هر مملکت ته د خپل بادار په اجازه خپلی غلامی نښانی تمثیلولۍ شی ، پردی کثیفو قادیانیو چړیانو اعتبار کول د افغان غیرتی ملت سره ستر خیانت دی دا مردار قادیانی خیټور چړیان او د غلیسی امریکا په امر تښتیدلی ساختګی تنظیمونه او د غلیسی امریکا له خوا خاص تربیه شوی خائین عناصر د ملی خائینو قاتلو غلامو کمونیستانو زهرناکه میوه دی او دا خائین کمونیستان اوس د غلیسی امریکا په خدمت کښی دی او اوس د کمونیستی چینل افغان جرمن کښی د افغان ملت ځلانده تاریخ تخریب باندی لګیا دی او دا شیطان کمونیستان دومره سپین سترګی شوی دی چی خپلی چټلی خائینی څیری د غازی امان الله خان تبلیغاتو سره پټوی او د پخوا په شان د نادر غدار چرندیاتو باندی ئی بیا شروع کړی دی او همدی ملی خائینینو د مرحوم محمد ظاهرشاه دوره کښی د هر ډول مفاد خاوندان وو بلی داسی کثیف خائین خصلتونه کمونیستان لری !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب