تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۸ مه) د راپورونو له مخې، د بایډن اداره له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي چې په افغانستان کې ۳ نیول شوي امریکایان، د ګوانتانامو په زندان کې له یوه زنداني سره تبادله کړي. ګومان کېږي چې دا بندي د اسامه بن لادن نژدې ملګري و.
د “وال سټریټ ژورنال” د راپور له مخې، د تېر کال له جولای راهیسې دا خبرې دوام لري، چې په کې د القاعده له مشکوک لوړپوړي مرستیال محمد رحیم الافغاني سره د درو امریکایي اتباعو جارج ګلیزمن، ریان کوربیټ، او محمود حبیبي د تبادلې وړاندیز شوی دی. دغه درې امریکایان په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې نیول شوي وو.
د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ د نوومبر په میاشت کې دا تبادله وړاندیز کړه، خو طالبانو په ځواب کې داسې یو وړاندیز وکړ چې رحیم او دوه نور کسان د ګلیزمن او کوربیټ په بدل کې خوشې کړي.
د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې غړو وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۱۷ مه، د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان په یوه پټه غونډه کې هغوی ته وویل چې بایډن لا هم د طالبانو د وړاندیز په اړه غور کوي. یوه ګډونوال زیاته کړه چې د غونډې په ترڅ کې د کمېټې مشر، د ټکساس د جمهوریپال ګوند استازي مایکل مککال، اندېښنه څرګنده کړه چې د طالبانو وړاندیز د امریکا لپاره مناسب معامله نه ده.
د ملي امنیت شورا ویاند، شان ساویټ، وال سټریټ ژورنال ته ویلي: «د بایډن-هریس د ادارې لپاره د امریکایانو امنیت او خوندیتوب په بهر کې تر ټولو لوړ لومړیتوب دی، او موږ شپه او ورځ کار کوو چې جارج، ریان، او محمود په خوندي ډول راستانه کړو.»
وال سټریټ ژورنال زیاتوي چې ګلیزمن او کوربیټ د بهرنیو چارو وزارت له خوا په ناحقه نیول شویو اعلان شوي، خو طالبان د حبیبي له نیولو انکار کوي.
حبیبي د القاعده د مشر ایمن اظواهري د وژل کېدو په تړاو نیول شوی دی. ځیني راپورونه وايي چې طالبانو نوموړی القاعده ته سپارلی دی.