پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبشعرظلم زغمونکي .../ عصمت الله زهیر

ظلم زغمونکي …/ عصمت الله زهیر

د شپې په ژوره چوپتیاکي یوازي د سپوغپا رارسي

د ټول کلي د کورونو څراغونه مړه دي

د لوی ویالې پرغاړه د څراغ رڼا

د بزګرانو نن شپه د اوبو وار دئ

د شپې ژوره چوپتیا د محلي پولیسو د موټر د حربو

وحشي ږغ ریز مریز کړه

په لو کوڅه کي څراغونه سو ،خبري سوې

چي وګوري دا څنګه مړی د کلي په لاره پروت دئ

٫٫ شپاړس کلنه پېغله په تن پوري یې جامې نه وې

پولیسو خپل توس ورباندي اچولی وو

څېره یې ټوله په وینو خیشته وه …

یوه سپین ژیري وویل  په ډېر وحشت یې

وژلې ده او…

مړی یې تازه نه ښکاري

دا مړی د پوري کلي کېدلی سي موږپه توروي …!

د پولیسو امر ږغ کړو

مړی درواخلئ ٫٫ مرکز،، ته …

ـــــــــــــــــــــ

د شربت خان راکړی ناول (بله نسته یا فردوس)

بیرته ورکولو مهال مي ورته وویل …

٫٫د دې ناول او  د دې نجلۍ کرکټر بیخي سره یو دي ،،

شربت خان غونډو تورو بریتو ته پیچ ورکولو مهال

راته وویل …

دې نجلۍ سره سترجنایت او غټ ظلم وسو

دمیني او خپلوۍ ړانده باور په شیطاني لوبه واړوله

هغه بدقسمته د هم هغه سپین ژیري لور وه

چی ویل یې

دا مړی د پوري کلي دی توریې په موږ پوري کوي

اخ! بې وسه مسې

شربت خان خپل ورغوي سره وموښل

د ژړګل لور خو یې هم دا ډول مړه کړه

زور ور! زورور!

هم دا زور ور دي د بې وسو پرذهنونو غوړیدلي

موږ د بې وسانو لښکري ورته روزو …

یو پلار وایي ، په لوړ ږغ وایي

دا مړی د پوري کلي دئ

خو په پټه یې د ٫٫مرکز،، د ٫٫مرده خانې،، مړی راوړي

په شپه کي یې د بې وسو اوښکو

په څراغوکي مړی ښخوي

هسي نه وي په لمن یې ٫٫لور،، یو تور داغ پاته نسي …

ــــــــــــــــــــــــــــــ

شربت خان په راز دارانه لهجه کي راته وویل

د٫٫ زورورو اوبه همېش پر لوړه خیژي،، …

د میني په لوته سوې تلکه یې ښکار کړه

ځواني او عظمت یې ټول ور تار ،تار کړه

د هوسونوړندو سوداګرو

یوه بله بې وسه چیغه خاموشه کړه

د پولیسو د مرکز یوه ملګري مي ویل

٫٫ یوازي دا نجلۍ نه ، داسي بې شمېره انجوني

په خصوصیت مکتبي انجوني

ترجنسي تېري وروسته

په شکنجو سره ووژل سي  ،،

ته ګوره! دا خواره بدقسمته نجلۍ

پولیسو کلي ته راوړه

پولیسو مرکز ته یوړه

پولیسو یې  سپین ژیري پلار ته مړی

په دا شرط ور وسپارولو

چي …

٫٫ خوله به ګنډلې ساتې کنې په لورپسي به یې واستوي ،،

شربت خان په تګ، تګ کي

په بیرته کتو کي وویل …

 ظلم زغمونکي په چوپتیاکي ظلم تائیدوي

بې وسي یې نوموي …

1 COMMENT

  1. The protest of third world , the meaningful writing of great Ismatullah Zaheer , really , a best effort , it deserves to be appreciated

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب