جمعه, مې 17, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونښه به یې شل کړې/ استاد شپون

ښه به یې شل کړې/ استاد شپون

زه جنت ته راغلم، خو لاس مې تور سپي څټلی و، هیڅ کار نه سمېږي. اختر هلته سنګک شو. اشرف غني ستن خوړلی کله لر درومي کله بر، مقصد په ارګ کې نه ټینګیږي.

ما ویل خپل خوروړي ورانکاري به یي ګسه کړي، یا  لږ تر لږه تړلي وي خو ټول، یو نه بلکه ټول مست ګرځي، لایې لکه چینجي کوڼي اچولي. دا ځل د نوو نیښونو سره، فاکولته، ډاکټري او ما سټرۍ سره. د ملا بورامودین ځای ناستی اوس ډاکټردی، ښه به سوله راولي، ښه به یې راولي!٬!!. دا نور پیت سري یې هم همداسې بویه. ګناه د سر نه ده نه د چونګو سترګو نه د چنګې پوزې. نه مولویانو ده. بلکه د کمپیوټر سري د بیوزلۍ کسر دی چې داهسې دیوانه او مجنون ګرځو. دا لافه نه شم وهلی چې زه به کمپیوټر سری راټینګ کړم. انرژي نشته. له لکړې سره کړوپ روان یم. که ما مقرر کړي نو عجبه به یې راټینګ کړم!. پاړسي کې یې ځوږه وایی: ګشنه ده … تشنه در آمد، دل هردویش زوف کد.

مګر لکه نور شیخ فانیان، د مشورو پړانګ ضرور یم.، اول دا چې په پښتنو دې نه شرمیږي. زه و خدای په دوی کې داسې وګړي ډیر دي چې بیکچه یې ملا ورتړي. چې یې په انتخاباتو رووست اوس یې ملا هم ورتړلی شي. د ملي اتحاد آیت په ټولو ځوانانو راغلی ، نه په یوه قوم.

که امید شته یواځې په ځوان نسل کې دی. نور مې څه نه دي زده چې له کمپیوټر سري  مې جار کړي وای،

اختر؟ کوم اختر؟ چې مبارکي ورکم، وطنوالو ته

8 COMMENTS

  1. Baba ji is baba ji , an idealist , but please be optimist , you are our guide ,mashar and duhago , we should seek the solution of our problems , we want your hope , not disappointment , be careful in your words . Wali chi gila la mashrano au pohano kezhi .

  2. سلامونه،
    شپون بابا ، یاره دغه د دري ضرب المثل دې بیل خوند وکړ!.
    مشورې مو خو ډېرې ښې دي؛ هاغه نوی استاد ظریف امینیار خان هم وءرته ورته مشورې ورکوي ؛ او بل دوی هر یو ېې دا درځن-درجن مشاورین چيشي ته ساتلي؟ ، خو چیرته دي شنوا غوږونه؟؟ ، ډیریو قصداََ کاڼهء اچولي دي او بیا له خولو لکه د سامري وزګوړي بع-بع د درواغو …… خېژي.
    اختر دې هغو کوڼډو، یتیمانو ،یسیرانو ته یوه مسکا راولي چې د ماښام ڼنګولی ېې د اوښکو سره خوړ.
    او چاچې پر بېګناهو دا د بیوخته یتیمۍ څپېړې وهلي، خدای ج. دې دا اختر ورته مختورن واړوي! آمین ثم آمیین.په درناوئ.

  3. سلام
    محا فظه کاره ولس د خاورې، ملي حاکميت، کلتور او فرهنګ په وړاندې ډير مسول دى. دې محافظه کاره ولس په يوه وخت کې مچ لا په پزه نه پرېښود خو بيا لکه د شهيد داود خان ځينې کاسه ليسان چې د مزو او چړ چو، باټو او لاپو په وخت کې ېې د با ناموس، غيرتمن داود خان تر څنګ ولاړ وو خو کله چې د سره غوايي انډيوالانو ،دې کاسه او کپړيو ته په ناڅا پى ډول قدرت لاس ته ورغي بيا څه شول او چيرته لاړ ؟ ولې يي داودخان يواځې پريښود دوى خو د خاورې لپاره سوګند کړي وه څنګه به ېې شل کړو کله چې مونږ ته له ملي ګټو شخصي ګټې ډيرې نژدې دى
    څنګه يي به شل کړو کله چې د ملا برامودين کودئ د بهرنيو چارو د وزير په توګه د ملت په ډيرو حساسو شيبو او ګړيو کې د سهامي شرکت په نمايندګي ټاکل کيږي او د پوهې او مسلک خلاف مسوليت ور په غاړه کيږي د نجيب ازاد د ليکنې په حساب دا څه رخ،فيل،پياده دئ يا د شطرنج هغه لوبه ده چې دايمي بنه لري کشت او مات نه مني؟
    هوس ، پلمو، خوشال ډزو او له هوا څخه ګزول دغه هېواد له سترو ستونزو سره مخامخ کړ دغه ډول خلک نن سبا د فس بوک، تلويږن، ورځپاڼو له لارې دومره ددولت په مهمو برخو کې دخيل دې چې دارګ عينکي مساله ډوله سخن ګويان، ،د مدني ټولنې فعالان، د سياسي چارو کار پوهان يې لا نصوار هم نه دى او يا د پارلمان ځيني غړي چې جنګ په پيسو اخلي داهم شوه ددمبو کراسي هغه برخه چې په ١٩ کې کلکه نښتې او شل نه شوه
    بې فرهنګه تلويږنونونه څه واېې نيم نوم ېې عربي او بيا نيم انګريزي دا بيا هغه دلې دى چې د افغانستان د کړکېچ په وخت کې
    په بهر او په هېواد کې دننه راټوکيدلي دي دخپل فرهنګ په برخه ډيرمحدود معلومات لري د څا رنوال او سارنوال په توپير نه پوهيږي کږې وږې ږيرې او کوټي ويښتان لکه د ستاره افغان د پيښو او تقليد ستر بد ماشان ١٩ خو لاجګ دي ان د د ١٢ په شاوخوا کې نښتي دي نو څنګه به يې شل کړي؟
    بله برخه لکه د ښاغلي جهاني په شان دومره د شعر اوشاعري او ادبياتو په مرغانچه ننوتلي خلک دى چې هم يوويشتمه پېړۍ نه پېژني او نه ١٩ ځينې بيا په فلسفي برخو کې ورک دي ځينې بيا دومره کمزوري دي چې هېڅ ډول نيوکه نشي ځغملي ډير ژر په قاريږي لکه داکتر اشرف غني احمدزى داهم په ١٩ کې پاتې خلک دي
    واىې چې عقل افغان دير ميايد. د افغانستان د بن د معاهدې ولس مشر کرزى دومره عالم اسباب وويل چې هيڅ وخت په ١٤ کلنه کرغېړنه دوره کې لسو ته هم رانږدې نه شو په هېواد کې دننه او بهر کې ډير سترګک وواهه خو شل ېې نه کړه ځکه چې بار يي کوږ وه او کوږ بار تر مزله نه رسيږي
    د سولي شوروا چې ځينې خلک ېې سړيدو ته نه پريږدي هغه خلک دي چې د هرې کاسې ما لګه يي کتلې ده سوله نه پيژني او نه په تعريف پوهيږي وايي چې پهلوان زنده خوش است داډله ېې هېڅ وخت شل کولاى نشي ځکه پوهه او انساني ابتکار نه لري
    شپونصاحب له سيا ست څخه هسې ببړو جوړ شوي بهرني ملکونه هم نه غواړي چې د افغا نستان کړکېچ، لوبه له ١٩ شلوته واړوي ځکه که داکار وکړي نو د ١٩ لوبه ختميږي او په شلو کې يې ګټه نشته
    مونږ نورو ته هم سياست ښيو او هم ورته غاښونه چيچو سره ددې چې موږ په خپلو کې لا دير مشکلات لرو داهم د شپون استاد په قول په ١٩ کې پاتې يو او ځنګه به يي شل کړي؟
    دا خو د رياضي په چوکات کې د شلو خبره ده خو د شلو شاته نورې ډېرې مسلي شته چې هغه هم کار اهل کار ته سپارل دى او هسې د ټوکې خبره نه ده

  4. استاده.که رښتیا سره ووایو لصلا اختیار دنورو دی.(که زوری جانکیری نباشد) دغه به چا اجرایه مشر کاوه رايې خو غنی په غټ اکثریت وکټلي.چې ګټل يې نړیوالو څارونکو هم ومنل.خو جانکیري خپل نازولی په زورپه اوږو ورکیناوه.اول دزخرو غړپ یی د دوستم ورباند په زور وکړ بیا د دې بل

  5. شپون صیب ! ټول ښه پوهېږي چې غوا توره پۍ یې سپینې ةګر راځۍ چې یو خوځښت ټول پیل کړو !!!
    یو لی حرکت او خوځښت دټولو کاردي نه د یوه ،دوو،در
    ېیو….

    • محترم شپون صاحب دافغانستان زړور او باتوره ولس د1393 هه ش کال په ولسمشریزی ټاکونو کی په ډیر شهامت سره وښودل چی دا د 19 عدد په ډیره میړانی سره و 20 ته پورته کړی ولی په افسوس ډاکتر صاحب اشرف غنی بیاهم د 19 عدد ته لاش واچاوه په هغه وخت کی ولس ددی کار سره سخت مخالفت وښووه ولی بیاهم چایی ږغ وانه وریدی

  6. شپون صیب :سلامونه خبری ډیری سریی یو که اشرف غنی ستاسو مشوره ومنی هرومروبریالی کیږی ګنی همداسی به دزوال سره مخ وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب