یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاله اوبو، هوا، خوړو او خوب پرته څومره ژوندي پاتې کېدلای شو؟

له اوبو، هوا، خوړو او خوب پرته څومره ژوندي پاتې کېدلای شو؟

ژباړه: افضل محمد وقار –

که څه هم انسان کولای شي له خورا سختو غرونو او کړنګونو څخه عبور وکړي او په سختو او بې رحمه دښتو او بیابانونو کې ژوند وکړي، خو سره له دې بیا هم د انسان ژوند ډېر نازک دی، تر دې چې د ژوند لومړنیو ضرورتونو لکه اوبه ،هوا او حتی خوب ته نه لاس رسی انسان له پښو غورځولای شي.

اوبه، هوا، غذا او خوب د انسان د لومړنیو ضرورتونو له جملې څخه دي، دلته زموږ اصلي موضوع هم دا ده چې پوه شو یو انسان تر څومره وخته پورې د پورتنیو شیانو په نشت کې ژوند ته ادامه ورکولای شي؟

د بشر د تجربو او څېړنو په اساس دا موضوع مطلقا ثابت حالت نلري، بلکې ثبت شوي پېښې ښیې چې د مختلفو کسانو لپاره بېل بېل نتایج لري. د تېرو ثبت شویو پېښو په نظر کې نیولو سره کولای شو هریو په لاندې ډول واضخ کړو.

۱) له هوا پرته (د اکسېجن پرتهwith out oxigen):

په عمومي ډول یو انسان کولای شي تر درو دقېقو له اکسېجن پرته ژوندی پاتې شي، تر درو دقېقو ورهاخوا ساه بندېدل، خطرناکې پایلې لرلای شي، یا هم د مرګ سبب کېدلای شي، او یا یې هم دماغو ته کلک اسیب رسیږي، او ممکن د دماغي سېستم توازون ګډوډ کړي.

خو په استثنایې شکل داسې انسانان هم شاید وي چې تر پورته وخت زیاته خپله ساه بنده کړي، تردې چې په ۲۰۰۹م کال کې سټېفن میسفاد وکولای شول په اوبو کې ۱۱ دقیقې او ۳۵ ثانیې ساه بنده کړي، خو دا ريکار‌ډ په ۲۰۱۲م کال تام سیتاس مات کړ، نوموړي لومړی د زیات اکسېجن په اخیستو وکولای شول۲۲ دقېقې او ۲۲ ثانیې په اوبو کې ساه بنده کړي او یو نوی ريکارډ جوړ کړي.

۲) له اوبو پرته with out water:

په عمومي صورت څېړنې ښيې چې تر درو ورځو د اوبو نه څښاک انسان مرګ ته رسوي، اما په دې اړه نتایج بیا هم فرق لري، ځکه د انسان وجود هغه اندازه اوبو ته ضرورت لري چې د انسان د بدن د اوبو توازون برابر کړي. اوبه د بدن څخه د ډول ډول عواملو په اساس کمېږي لکه د خولو، تبخیر، مستقیما دفع کولو او نورو لارو … .

Drinkin Waterسخت فعالیت اوشرایط د اوبو ضیاع هم زیاتوي، لکه تر تود لمر لاندې یو ساعت ناستی، د بدن څخه د ۱،۵ لېتره اوبو خوله کېدو یا تعریق سبب کېدلای شي، او که همداسې پاتې شي ممکن په ورځ او یا له دې کم وخت کې ژوند له لاسه ورکړي.

خو په یو معتدل محیط کې یو انسان تر هفتې یا اووه ورځو هم ژوندی پاتې کېدلای شي. د استرالیا پلیس په ۱۹۷۹م کال تر ۱۸ ورځو پورې د اوبو له څښلو پرته په زندان کې ژوندی پاتې شو

۳) له خوړو پرته with out food :

انسان کولای شي نسبت تېرو دوه حالاتو ته د اوږدې مودې لپاره له خوراکه پرته ژوند ته ادامه ورکړي، او دلته دوه موارد شته: یو دا چې انسان داسې تکامل کړی چې دغذا د نشتون یا کمښت سره ښه مبارزه کولای شي، دوهم دا چې دا کار د اخلاقي زاویې له اړخه هم مهم دی. ځکه د خوړو اعتصاب په نړۍ کې د مطلوباتو او حقوقو د لاسته راوړلو لپاره یوه ښه لار ده.

لکه د ۲۱ ورځو لپاره د هند د ازادی اتل مهاتما ګاندي د خوړو اعتصاب وکړ، خو د تاریخ تر ټولو اوږد لوږتړ یا اعتصاب په ۱۹۲۰ مېلادي کال کې  یوه آیرلندي زنداني ترنس مکسویني وکړ چې ۷۴ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې د ده په مرګ پای ته ورسېده.

۴) د خوب نشتون with out sleep :

خوب هم د انسان د حیاتي ضروریاتو له جملې څخه شمېرل کيږي چې داوامداره خوب نه کول د انسان د دماغ د له کاره لوېدو سبب کېږي.

ګارنررکوردار هغه کس دی چې د بې خوبه کېدو ريکارډ لري. نوموړی۱۹۶۵م کال هغه مهال چې اوولس کلن وه ،په یوه ازمایښت کې تر ګډون وروسته ۲۶۴ ساعته (۱۱ ورځې) ویښ پاتې شو.څوک چې دب ې خوبه کېدو په مرض اخته دي، د درملنې به نه کولو سره یې دماغي سېستم او عقلي کمښت سره مخ کېدلای شي. دا چې ولې انسان خوب ته اړتیا او ضرورت لري تر اوسه دقېقه معلومه نده ،خو دومره ویلای شو چې د انسان ددماغي سکون او ارام سبب کېږي.هغه چې وایې:

د خوب نه کول به درته ګران تمام شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب