جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+د جنورۍ ۱۳ مه د جیمز جویس مړینه

د جنورۍ ۱۳ مه د جیمز جویس مړینه

تاند- د ۱۹۴۱ كال د جنورۍ ديارلسمه د نړۍ د داستاني ادبياتو د يو ه لوى ليكوال (جېمزجويس) James Augustine Aloysius Joyce د ژوند وروستۍ ورځ وه. جويس د مرګ په وخت اته پنځوس كلن ؤ. د هغه تر ټولو مهم ادبي اثر اوليسس Ulysses) نومېږي.

(A Portrait of the Artist as a Young Man يا په ځوانۍ كې د هنرمند انځور)، (Finnegans Wake) ناول، د لنډو كيسو ټولګه (ډوبلينيان Dubliners) او شعري ټولګه (Pomes Penyeach (1927 د هغه نور مهم آثار دي.

جويس په ۱۸۸۲ كې د آيرلند په دوبلين ښار كې دنيا ته سترګې رڼې كړې. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې په دوه وخته ښوونځي كې چې هم د شپې او هم د ورځې پکې تدريس کېده، سرته ورسولې. په دوبلين پوهنتون كې يې بېلې بېلې ژبې لكه انګريزي، فرانسوي او ايټاليايي زده كړې او بيا د طب په څانګه كې د زده كړو لپاره پاريس ته لاړ.

په ۱۹۱۴ كې يې د لنډوكيسو ټولګه (دوبلينيان) خپره كړه. په همدې كال يې دوهم اثر (په ځوانۍ كې د هنرمند انځور) ناول چاپ شو. د جويس (وليسس) اثر ته ډېر كلونه په نړۍ كې په بده سترګه كتل كېدل او څوك يې چاپولو ته نه حاضرېدۀ خو بالاخره د۱۹۲۲ په فبرورۍ كې په پاريس كې خپور شو. له چاپ كېدو سره سم په درستو انګليسي ژبو هيوادونو كې ورباندې بنديز ولګېد. خپرندويې موسسې چې د دې كتاب په دوه زرو نسخو كې پنځه سوه امريكا ته د پُستې له لارې لېږلې وې، د نيويارك په پُسته كې ضبط شوې. دوهم چاپ يې هم منع او ضبط شو. لس كاله د جويس د دې اثر دا حال ؤ. تر دې چې له ۱۹۳۳ وروسته په امريكا كې او په ۱۹۳۶ كال په بريتانيا كې يې د چاپ اجازه ترلاسه كړه.

جېمز جويس د دې كتاب نوم د نامتو يوناني شاعر (هومر)د مشهور حماسي اثر (اوديسې) له اتله اخيستى دى.  دې ناول جويس ته نړيوال شهرت په برخه كړ.

 سره له دې چې جویس له تياتر سره خاصه مينه لرله ليكن يوازې يې يوه ډرامه Exiles ليكلې ده. دا ډرامه يې په ۱۹۱۴ كې د لومړۍ نړيوالې جګړې له پيلېدو لږ وروسته وليكله خو په ۱۹۱۸ كې يې چاپ كړه. هغه څو شعري ټولګې هم خپرې كړې دي، لكه (The Holy Office) په (1904) كال او دغه راز (Chamber Music).

جېمز جويس د شلمې پېړۍ په ادبياتو كې ستر نوم لري او د مارسل پروست او ويرجينيا ولف په څنګ كې يې د دې پېړۍ پر ادبياتو ژور اغېز پرې ايښى دى. جويس د نوي يا مدرن ناول په پرمختګ كې مهم رول لرلى دى. كه څه هم دۀ د نوې ځوانۍ عمر ډېره برخه له خپل اصلي ټاټوبي آيرلند څخه لېرې تېره كړې ده ليكن د دۀ په آثارو او ليكنو كې آيرلنډي ژوند له ورايه دى؛ تر دې چې د جويس د كابو ټولو كيسو موضوع په يو نه يو ډول له آيرلنډه سرچينه اخلي. پر جويس ايرلنډيان دومره وياړي چې د آيرلند په پيسو يې د هغه عكس چاپ كړى دى.

 د جېمزجويس آثار:

Stephen Hero (written 1904-6: precursor to the Portrait, published 1944)
Chamber Music (1907 poems)
Dubliners (1914)
A Portrait of the Artist as a Young Man (1916)
Exiles (1918 play)
Ulysses (1922)
Pomes Penyeach (1927 poems)
Finnegans Wake (1939
د هغه دژوندپه اړه دنور تفصيل لپاره دا ويبپاڼې وګورئ:
http://en.wikipedia.org/wiki/James_Joyce
http://www.themodernword.com/Joyce/joyce_biography.html

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب