دوشنبه, جنوري 13, 2025
Homeمقالې د نجونو زده‌کړې په اړه د اسلامي کنفرانس پر غونډه څو خبرې 

 د نجونو زده‌کړې په اړه د اسلامي کنفرانس پر غونډه څو خبرې 

شهبازخان
د اسلام اباد په کوربه توب د اسلامي همکارۍ سازمان، د نجونو د زده کړو په اړه شنبې او يکشنبې دوه ورځنۍ غونډه وشوه، دې غونډه ته د ۴۷ هېوادونو او سازمانونو ۱۵۰ استازي بلل شوي وو، طالب استازيو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو داسې وګڼل شوه، چې ګنې طالبانو په دې غونډه کې ګډون ونه کړ، لا ملونه يې هم مالوم دي، ځکه هغوی د نجونو او ښځو پر حقونو او فعاليتونو بنديزونه لګولي دي. اسلام اباد دا شعار پورته کړی چې ګنې د دې غونډې له را بللو يې هدف دا دی، چې په اسلامي ټولنو کې د نجونو لپاره د زدکړو په وړاندې د خنډونو ليري کېدو لارې و پيژندل شي!
لومړی دې غونډې ته د ويناوالو مهم ټکي را اخلوو:
د اسلامي همکارۍ سازمان دې غونډې ته د پاکستان صدراعظم شهباز شريف پرانيستونکې وينا وکړه، چې البته تشريفاتي خبرې يې وکړې، د ښاغلي شريف اسلامي مالومات او علميت د دې وړ نه دی، چې د اسلامي نړۍ ديني عالمانو داسې غونډې ته دې څه ووايي، خو شريف ته د استخباراتي مفتيانو له وا څه نسخه ورکړل شوې وه، چې په دې غونډه کې يې وړاندې کړي او هغه دا وه، چې ده پر طالبانو نيوکه وکړه،چې د اسلامي ارزښتونو پر خلاف يې د جونو پر مخ د زده کړو دروازې تړلې دي.
د غونډې بل مهم ويناوال د مسلمانانو نړيوالې اتحاديې سرمنشي او د مسلمانو علماوو د سازمان رييس محمد العيسي  و، هغه دې غونډې ته په وينا کې د نجونو د زده کړو مخنيوي وغانده او هغه يې غيرعادلانه او د اسلامي تعليماتو خلاف وباله.
هغه په غير مستقيم ډول د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بنديز ته اشاره وکړه او ويې وېيل: «هغه څه چې حلال دي، حرام ګرځول يې کبيره ګناه ده.»
العيسي په غير مستقيم ډول پر طالبانو غږ وکړ چې پر اسلام د محدوديتونو پاليسۍ ونه تپي او ټينګار يې وکړ چې اسلام د ښځو او نجونو د زده کړو حق په کلکه تاييدوي.
نوموړي حکومتونو او سازمانونو ته خبرداري ورکړ چې د ناعادلانه پاليسيو د توجيه لپاره له دين څخه ناسمه استفاده ونه کړي.
د بشري حقونو فعاله او د سولې نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ هم دې غونډې ته ور بلل شوې وه، هغې د غونډې وروستۍ ورځې يکشنبې وينا واله وه. هغې پر طالبانو سختې نيوکې وکړې او د اسلامي ټولنو له مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رسميت پېژندلو ډډه وکړي او د ښځو او نجونو د زده کړو محدودولو پر وړاندې ودرېږي او خپل ريښتينی مشرتوب وښيي.
ملالې يوسفزۍ ووېيل:«په ساده ډول، طالبان ښځو ته د انسانانو په توګه نه ګوري. دوی خپل جرمونه په کلتوري او مذهبي توجيهاتو کې پټوي. دا پاليسي له بشري حقونو سرغړونه ده او په اسلامي لارښوونو کې هېڅ اساس نه لري.»
ملالې يوسفزۍ په غزه کې د اسرائيلو پر کړنو هم سخته نيوکه وکړه او تل ابيب يې د سيمې د زده کړو د سيسټم په له منځه وړلو او د بشري حقونو په سرغړونو ملامت کړ.
په اصل کې له دې غونډې څو هدفونه وو، چې ګنې اسلام اباد لومړی ځان اسلامي ارزښتونو ته ژمن وبولي، چې ګنې د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې کوربه توب کوي، بل دا چې ځان د فلسطينيانو خواخوږی وبلي او دغه راز داسې ښکاره کړي، چې ګنې هغوی د طالبانو مخالف دي او دا غونډه هم پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره را بولي.
د اسلامي همکارۍ سازمان لپاره هم دا د خټې پوزه ده، چې پر افغانستان د روانو حالاتو او دغه راز پر فلسطين د اسرائيلو تر بريد وروسته پټه خوله وو او ايله اوس موقع په لاس ورغله، چې د خپل ځان ښکاره کولو لپاره دا فرصد وبولي. خو له ډېر ځنډ وروسته د اسلامي همکارۍ سازمان دا غونډه او بيه د اسلام اباد په کوربه توب د دې غونډې جوړېدل ډېره د تعجب خبره ده! لومړی نيوکه د اسلامي همکارۍ پر سازمان او په ټوله کې د اسلامي نړۍ پر ديني عالمانو ده، چې هغوی ولې لومړی په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر بنديزونو، د ښځو پر حقونو او د دې پرضد د طالبانو د حکومت له خوا پر پرله پسې بنديزونو پټه خوله دي، ځکه په افغانستان کې روان بشري ناسم وضعيت په وړاندې آن نامسلمانو ټولنو او مشرانو يې غږ پورته کړی، خو د اسلامي نړۍ سازمان ديني عالمان بيه پټه خوله وو، چې داسې څرګندېږي، چې ګنې هغوی هم د طالبانو دا کړنې تايدوي!؟
د اسلامي همکارۍ له سازمانه افغانانو ډېره تمه لرله، چې دوی به د طالبانو دا غير عادلانه کړنې وننګوي، خو دوی په اصل کې يې خپل ځان بې ارزښته وښوود. په ورته وخت کې پر فلسطين د اسرائيلو د بريد په اړه د هغوی پټه خوله دريځ د سختې اندېښنې وړ دی، کټ مټ لکه د عربي نړۍ دريځ چې فلسطينيان يې د اسرائيلو بريدونو ته يوازې پرې اېښي دي. د دې ټولو به د اسلامي نړۍ ديني عالمان حساب پرې کوي!
په دوهم قدم کې د اسلام اباد له خوا د اسلامي همکارۍ سازمان غونډې را بلل هم، د سختې پوښتنې وړ دي،ځکه د همدغه اسلام اباد له لاسه يا که په ښکاره ووايوو، چې د همدغه اسلام اباد د پاليسۍ او غوښتنو پر بنسټ، د افغان نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړل شوې او همدا د اسلام اباد غير اسلامي او بشري ضد پاليسي ده، چې هم له ډيورنډ کرښې هاخوا محکوم افغانان وژني، له خپلو حقونو يې محروم کړي او هم دلته په افغانستان کې د هغوی له لاسه څو څو ځله د افغانستان د خلکو حکومتونه نړېدلي دي. د دې تر څنګ پر افغان ولس د پاکستان بريدونه او بمونه په هېڅ توګه له اسلامي، انساني، بشري او اخلاقي ارزښتونو سره سر نه خوري. نو د سختې خندا وړ خو دا ده، چې د دغه ظالم او جابر اسلام اباد په کوربه توب دې بيه د اسلامي ټولنو د نجونو د زده کړو په مخ کې د خنډونو لرې کولو لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان د ديني عالمانو غونډه راوبلل شي!؟
اسلام اباد په دا راز غونډو خپله شيطاني څېره پټولی نه شي، ځکه پر افغانانو د اسلام اباد ظلمونه له اسرائيلو هم سخت بلل کېږي، چې لاسونه يې د ميليونو افغانانو پر وينو سره دي او بايد ورسره حساب وشي!
پر افغانانو د پاکستان د پوځ او استخباراتو پلان شوي ځانمرګي او موټرمب بريدونه، د هېڅ چا له ياده نه وځي، بلکې د اسلام آباد منافقت او شيطانت اوس ټولو ليدلی او ټول افغانان پوهېږي، چې پاکستان زموږ هغه دښمن دی، چې په هېڅ توګه دوست کېدای نه شي.
د پوښتنې وړ خو لا دا ده، چې اسلام اباد په ټول وس د محکومو پښتنو د حقونو لپاره د خيبر پر لويه جرګه بريدونه وکړل او ګڼ بې ګناه او بې دفاع پښتانه يې شهيدان او زخميان کړل، سلګونه نور يې زنداني کړي او پر هر هغه کس يې قيامت راوستلی، چې له اسلام اباده خپل حقونه غواړي.
موږ د ګيله من وزير د شهادت په مسئله کې د پاکستان د استخباراتو رزالت او د ګيله من وزير په څېر په زندانونو کې پر پښتنو او افغانانو روان ظلمونه له ياده ايستلی نه شوو، موږ پر افغان کډوالو د پاکستان دا غير اسلامي او غير اخلاقي ظلمونه او جبري زنداني کولو او د هغوی د په زور شړلو روانه ناوړه پاليسي هېڅکله هم له ياده ايستلی نه شوو. دغه راز اوس ټولې نړۍ ته مالومه ده، چې ترهګريزې ډلې پاکستان روزلې او روزي يې او بيه د انساني او بشري حقونو د مخنيوي او د خلکو د وژنو لپاره دا ډلې کاروي. د افغانستان په ګډون به د سيمې داسې هېواد نه وي، چې د هغوی د خلکو او حکومتونو پرضد به پاکستان ترهګريزې ډلې روزلې نه وي.
د اسلامي همکاريوو کنفرانس که په اصل کې د مسلمانانو د دفاع لپاره جوړ شوی کنفراس وي، نو لومړی دې له اسلام اباده د دې پوښتنه وکړي، چې ولې يې دا سترو جنايتونو ته لاس اچولی دی؟ دغه سازمان بايد د پاکستان ناوړې پاليسۍ ننګولې وای، چې ولې د روس، امريکا او انګلېستان ناوړه پلانونو عملي کولو ته يې اوږه ورکړې ده؟ که د اسلامي همکارۍ سازمان په رښتيا د مسلمانانو استازولي کولی، نو د اسلامي ضد او بشري ضد اسلام آباد په کوربه توب به يې دا غونډه تحريم کړې وای. خو دا خبره سمه ده او هغه دا چې د اسلام اباد له خوا د اسلامي همکارۍ سازمان غونډه، هم د اسلام اباد د رويا کارۍ لپاره ده او هم د اسلامي همکارۍ د سازمان د رويا کارۍ لپاره، اسلام اباد غواړي داسې وښيي، چې ګنې د طالبانو د کړنو مخالف دی او د افغان نجونو د زده کړو په مخ کې د خنډونو لرې کولو پلوي کوي او له دې غمه مړ دی!؟
دوهم پر اسلامي نړۍ د روانو ظلمونو په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان تش په نامه د مسلمانانو مدافع يا غمخوار سازمان له کلونو کلونو ځنډ وروسته ښه پلمه وليده، چې ګنې خپل لږ تر لږه خو خپل فعاليت وښوودلی شي!؟ خو د لومړی د ظالم اسلام اباد د اسلامي او بشري ضد جنايتونو په وړاندې، بيه د افغانانو د نقض شويوو حقونو په اړه او په درېيم ګام کې پر فلسطين د اسرائيلو د ظلمونو په وړاندې، له اوږدې چوپتيا وروسته هم داسلامي همکارۍ سازمان او هم تش په نامه مسلمان اسلام اباد دا فرصت وليد، چې رويا کاري وکړ، خو د يادو ناخوالو او ظلمونو په وړاندې د دغه سازمان پټه خوله د دې سبب شوې، چې د اسلامي همکارۍ سازمان دريځ، حيثيت او شتون دری واړه تر پوښتنې لاندې راشي او دغه راز يې په بشري او اسلامي ارزښتونو ضد دريځ لرونکي اسلام آباد کې دا غونډه هم تر سختې پوښتنې لاندې ده او بې ګټې ده. حقيقت دا دی، چې هم افغانان او هم د نړۍ مسلمانان، د مسلمانانو پرضد د پاکستان او نورو هېوادونو استخباراتي لوبې څاري او عاملان يې هم پېژني، چې له بده مرغه دغه سازمان يې په وړاندې هېڅ غږ هم نه شي پورته کولی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب