تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) وروسته له دې چې د طالبانو څو استازو د سویس جینیوا ته سفر وکړ، سویسي رسنیو په کابل کې د سویس د مرستندویو خدمتونو څانګې فعالیتونه تایید کړل.
دا دفتر د سویس د بهرنیو چارو وزارت د پراختیایي او بشردوستانه همکاریو د ادارې برخه ده.
سویسۍ ورځپاڼې نویه زوریخه څایتونګ د سېشنبې په ورځ لیکلي چې سویس له څلور کلن ځنډ وروسته په مارچ میاشت په ۳۱ مه (حمل ۱۱ مه) خپلې همکارۍ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره بیا پیل کړې. سویس لومړی لوېدیځ هېواد دی چې د بشردوستانه دفتر تر نوم لاندې په افغانستان کې حضور مومي.
سویسي دیپلومات اریک مارکلي، د دې دفتر مشري پر غاړه لري. هغه زوریخه څایتونګ ورځپاڼې ته ویلي چې د دفتر پرانیستل مثبتې پایلې درلودلې دي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانانو د مرستې غوره لاره دا ده چې په دغه هېواد کې حضور ولري.
مارکلي په SDC اداره کې د پنځو سویسي کارکوونکو او لسو افغان کارکوونکو مشري کوي. د دوی په منځ کې درې افغان ښځې هم کار کوي.
له ۲۰۲۱ کال وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل، سویس د نورو لوېدیځو هېوادونو په څېر خپل دفترونه وتړل او کارکوونکي یې وایستل. له هغه وخته د افغانانو قونسلي خدمات په پاکستان کې د سویس سفارت پرمخ وړل کېدل. سره له دې، د سویس بشردوستانه مرستو د افغانستان لپاره دوام درلود او له سیاسي بدلونونو وروسته یې تمرکز پر عاجلو او حیاتي مرستو شو.
ورځپاڼې لیکلي چې د سویس یو مهم لومړیتوب د ښځو او نجونو ملاتړ دی. دا هېواد اوس مهال د افغانستان د شاوخوا ۱۴۰ ښځینه بنسټونو ملاتړ کوي؛ داسې بنسټونه چې د تاوتریخوالي قربانیانو ته مرستې رسوي او یا د ښځو د لاسي صنايعو د پلور زمینه برابروي.
مارکلي ویلي، سره له دې چې طالبان پراخ محدودیتونه پر ښځو لګولي، خو د ښځو د ملاتړ ځینې پروژې یې منلي دي. نوموړي ټینګار کړی چې د سیاست او بشردوستانه مرستو تر منځ باید روښانه کرښه موجوده وي، او د کابل دفتر یوازې پر مرستندویو چارو تمرکز کوي.
د SDC اداره خپلې پروژې د نړیوالو او سیمهییزو نادولتي بنسټونو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC)، د ملګرو ملتونو ادارو، او نړیوال بانک سره په همغږۍ عملي کوي. د دې پروګرامونو لپاره کلنی بودیجه، چې عملیاتي او د کارکوونکو لګښتونه هم پکې شامل دي، ۲۵ میلیون سویسي فرانکه ده.
د تېرې جمعې (د زمري/ اسد ۳۱ مه) په ورځ د طالبانو د حکومت څلور ديپلوماتان د سویس د حکومت په بلنه د هغو افغانانو د پېژندنې لپاره جینیوا ته لاړل چې په جرمونو محکوم شوي دي. له دې ډلې ۱۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور محکوم شوي او ټاکل شوې چې وشړل شي.
مارکلي په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړی چې د پاکستان او ایران له خوا د سلګونو زرو افغان کډوالو جبري ایستل په افغانستان کې د بشري ناورین سبب کېدای شي. هغه ویلي چې د اغا خان د بنسټ په همکارۍ د اوبهخور پروژې کولای شي د افغان ځوانانو ژوند ښه کړي او هغوی دې ته وهڅوي چې په خپل هېواد کې پاتې شي.
تر سویس مخکې جرمني، ناروې او پولنډ هم له طالبانو سره ځینې تماسونه نیولي وو. د هغوی د اړیکو اصلي محور بیا د پناه غوښتونکو په ایستلو کې د طالبانو د حکومت د همکارۍ ترلاسه کول وو. خو مارکلي ټینګار کړی چې له افغانستان سره همکاري باید یوازې د پناه غوښتونکو په ایستلو پورې محدوده نه شي.