جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+دیموکراسي څه شی ده او سوسیال دیموکراسي څه ته وايي؟

دیموکراسي څه شی ده او سوسیال دیموکراسي څه ته وايي؟

نورمحمد غفوري

دا سوال د ډیرو ځوانانو لپاره مطرح دی. د دیموکراسۍ په اړه ما ډیرې مقالې لیکلې. په دې لړ کې مې په ۲۰۱۱م کال کې یوه لیکنه د «دیموکراسي (ولسواکي)» تر سر لیک لاندې نشر کړې ده. په هغې کې د دیموکراسۍ یا ولسواکۍ په اړه معلومات وړاندې شوي دي. هلته مې لیکلي چې د دیموکراسۍ اصطلاح یوناني جرړې لري چې له دوو اجزاوو، (dēmos) ډیموس (خلکو) اوکراتوس (kratía) (حکومت کولو) څخه جوړه شوې دهلغوي معنا یې په پښتو ژبه کې د ولسواکي یا پر خلکو باندې د خلکو حکومت کول دي. ولسواکۍ ته مختلفو کسانو او علمي – سیاسي کړیو راز راز تعریفونه ورکړي چې په ټولو کې دا موضوع ځلیږي چې دولتي ځواک په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د ولس په اختیار کې وي.

په لنډ ډول، دیموکراسي داسې نظام دی چې خلک د ټاکنو، رايو او ګډون له لارې د دولت واک ته نظم ورکوي او مهمې ځانګړنې یې د خلکو د رايې له مخې د مشرانو ټاکل؛ قانون پر ټولو برابر عملي کول؛ د بیان، غونډو او نظر د ازاديو تضمین او د بشري انفرادي او ټولنیزو حقونو درناوی او داسې نور یادولی شو.

سوسیال دیموکراسي څه ته وايي؟

دیموکراسي د معینو شاخصونو پر بنسټ پر مختلفو ډولونو ویشل کیدای شي چې یو له هغو یې سوسیال ډیموکراسي Social Democracy ده. سوسیال دیموکراسي د مډرنې (عصري) دیموکراسۍ يوه ځانګړې بڼه ده چې د کپیټالیسم د بازار د اقتصادي نظام له دوام سره سره د ولسي کتلو په ځواک او ملاتړ د پرله پسې ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو له لارې د خلکو د هوساینې او ټولنیز عدالت د تأمین په خاطر د داسې رفاهی ټولنیز نظام جوړولو ته مبارزه کوي چې ورپکې هدف د ټولنې هر وګړي ته د ژوند اساسي څیزونه او خدمتونه برابرول دي. د هېواد هر اوسیدونکي ته د خوراک او څښاک د موادو رسول، د کور او جامو تأمینول، د کار او زده کړو د شرایطو برابرول، د تقاعد او روغتیایی بیمو پراخول او د اړتیا په وخت کې د داسې نورو ټولنیزو مرستو برابرول د سوسیال دموکراسۍ په سیاست او فعالیت کې لوړ ځای نیسي. سوسیال دموکراسي او ټولنیز رفاهي سیستم یې د مالياتو او ټولنیزو پروګرامونو له لارې د عامه شتمنۍ د نابرابر ویش او د کپیټالیسم د یاغی ودې مخنیوی او د کارګرانو، د وروسته ساتل شوو ټولنیزو ګروپونو او بې وزلو خلکو ملاتړ کوي. په ټولنه کې د سولې، ټولنیز پیوستون او دموکراتیکو اصولو، لکه انتخابات، د بیان ازادي، سیاسي سیالۍ او نورو ساتنه کوي. په بله ژبه ویلای شو چې سوسیال دموکراسي غواړي د سرمایه‌داري نظام ښیګڼې او امکانات د خلکو د ګټو او د ټولنیز عدالت سره یوځای او همغږي کړي.

نور محمد غفوري

۲۶/۸/۲۰۲۵م

دیموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی | نورمحمد غفوري

نوټ: د زیاتو معلوماتو له پاره مینه وال کولای شئ چې زما په فیسبوک پاڼه او ویبسايټونو کې دې لاندې علمي او رهنمودي لیکنو ته مراجعه وکړئ:

1.  دموکراسی (ولسواکي)

2.  مبارزه سیاسی دموکراتيک در نظام دموکراتیک 

3.  دموکراسي یعنې د نورو نظر ته احترام کول

4.  د بیان آزادي

5.  دین و دموکراسی

6.  سیاسی سیستمونه او د هغو ډولونه

7.   دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی او ډیرې نورې …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب