دوشنبه, جون 16, 2025
Homeمقالېدیموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی | نورمحمد غفوري

دیموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی | نورمحمد غفوري

سریزه:

دیموکراتان باید په خپله د دیموکراسۍ د بنستیزه کېدو، پراختیا او تکامل له پاره په عملي او جدي توګه لاس په کارشي. ما په ۲۰۱۶م کال کې په خپله مقاله کې چې اوس هم زما د فیسبوک پر پاڼه شته، ولیکل چې دیموکراتانو ته نه ښايي چې د قوم‌پالونکوغیر دموکراتو، د شر او فساد د عاملینو او جګړه مارو افرادو او ګروپونو څخه د دموکراسۍ د نه پلي کولو په خاطر په نالښتونو او ګیلو وخت تیر کړي او یا په انفرادي او شخصي قهرمانیو باندی ویاړ او اکتفأ وکړي. دیموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی او په دموکراتیکو اصولو سیاسي او ټولنیزه مبارزه د ټاکلو اهدافو د پلویانو کلکتیفي او جمعي کار دی. دموکراسي د هدف په لوري منډه کې د ټولو مینه والو د آزاد او داوطلبانه ګډون او همآهنګۍ فن دی. د نړۍ د هیوادونو تاریخ ثابته کړې ده چې د دموکراتیک نظام جوړول د دیکتاتوري هغه نه ډیر ستونزمن کاردی، ځکه چې ددې تعمیر د هرې خښتې په ایښودو کې باید د ټولنې د افرادو اراده او تصمیم نغښتی وي او دا دهیواد د آګاه، بیدارو، روشنفکرو او فداکارو غړو په زیار او زحمت جوړیږی. په افغانستان کې که دموکراتیک ځواکونه په رښتینی دیموکراتیک شکل د انسجام وړتیا ولري، په قوي ځواک بدلیدای شي. زموږ په هیواد کې دیکتاتوران او په شاتګ غوښتونکي قوي نه دي، بلکې د ترقي غوښتونکو دیموکراتانو تشکُل ضعیف دی، بې پلانه دي او ډیر ځلې د حوادثو په لکۍ پسې روانیږي. دا به تاریخي لویه غلطي وي که د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه د هیواد روشنفکران او پرمختګ غوښتونکي ځواکونه له اوسنیو موجودو امکاناتو د هیواد د پرمختګ او د دیموکراسۍ د تعمیم له پاره لازمه ګټه پورته نکړي.

 دیموکراسي د ګډ کارکولو هنر دی!

دیموکراتان هغه کسان او سازمانونه دي چې د دیموکراسۍ پر اصولو باور لري او د دموکراتیکو ارزښتونو، لکه د خلکو حقونه، سیاسي آزادي، د بیان آزادي، د قانون حاکمیت، او د شفافیت پلوي کوي. دوی د دې نظریې ملاتړ کوي چې حکومت باید د خلکو له خوا، د خلکو لپاره، او د خلکو په استازیتوب جوړ شي.

دیموکراسي یوازې یو سیاسي نظام نه دی، بلکې دا د ګډ کار کولو، تفاهم، او د نظرونو د تبادلې یو هنر هم دی. دا یو داسې سیستم دی چې ټول وګړي د هېواد په چارو کې د ونډې اخیستلو چانسونه لري او د خپل هېواد د برخلیک د ټاکلو او د ټولنیزو او سیاسي چارو د سمون لپاره ګډې هڅې کويدموکراسي د اختلافونو د حل، د نظرونو د احترام، او د عامه خیر او ښېګڼې لپاره د ګډې همکارۍ بنسټ جوړوي.

دیموکراسي او دیموکراتیک سیاسي کلتور د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د ګډ کار کولو اړتیا رامنځته کوي. د ټولنې هر وګړی خپل نظر لري، خو دموکراسي دا تضمینوي چې دا نظرونه د بحث، تفاهم، او متقابل احترام له لارې سره یو ځای شي. په یوه دموکراتیک نظام کې په ټاکلې موضوع د تصمیم نیولو په وخت کې خلک خپل افکار بیانوي او یو بل ته غوږ نیسي. په دیموکراتیک کلتور کې د اختلافاتو پر ځای تفاهم ته لومړیتوب ورکول کېږي او هر لوری د ګډ کار له پاره د امکاناتو د چمتو کولو له پاره هڅه کوي، ځکه چې ګډ کار او تفاهم د ټولنې د پیاوړتیا او ثبات لامل کېږي.

په دیموکراسۍ کې د نظرونو تنوع ته ارزښت او د هغو اظهار او بیان ته فرصت ورکول کيږيد فکرونو تنوع که له یوې خوا د شخصي آزادیو نښه ده، له بلې خوا د ټولنیز پرمختګ سبب هم ګرځي. که د خلکو نظرونه، وړاندیزونه، او تجربې سره یوځای شي، نو جمعي عقل د ستونځو له پاره غوره حللارې رامنځته کوي. څرنګه چې خلک پخپله د سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو پریکړو برخه وال ګرځي، د پریکړو په عملي کولو کې هم د زړه له اخلاصه زغرده برخه اخلي او د کار پروسه او په ټوله کې د ټولنې پرمختک ګړندی کوي.

دې ټکي ته باید پام وشي چې دموکراسي یوازې د ټاکنو په وخت کې د رایو په اچولو کې ګډون نه دی، بلکې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د خلکو د دوامداره مشارکت یو کلتور او فرهنګ هم دی. خلک باید نه یوازې د انتخاباتو پر مهال، بلکې د ټولنیزو، اقتصادي، او سیاسي مسایلو په ټولو برخو کې مدام فعال پاتې شي. د دې کار له پاره باید خلکو ته د عامه مسایلو په اړه لازم معلومات او پوهاوی ورکړل شي، مدني ټولنې غښتلې شي او د سیاست، حکومت او مدني ټولنو تر منځ همکاري رامنځته او تل پاتې شي.

په دیموکراسۍ کې د حاکمانو ډله پخپل سر او ظلم او زور دولتي چارې پر مخ نه وړي، بلکې حکومتونه د خلکو د غوښتنو تابع وي. ددې له پاره چې د دولت د خپل سریو او ستم مخه ښه ونیول شي او په هېوادنیو چارو کې په پرله پسې توګه د خلکو پراخ ګډون عملي شي، دولتي او حکومتي چارې باید په شفافه او رڼه توګه تر سره او د حساب ورکونې اصل عملي شي. داسې چې خلک د حکومت له کړنو خبر وي، واکمنان د خپلو پریکړو مسئول وي، عدالت ټینګ وي او د هر ډول فسق او فساد مخه ونیول شي.

نو دیموکراسي یوازې د رایو اچولو یا د حکومت د ټاکلو پروسه نه ده، بلکې دا د ګډ کار کولو، تفاهم، انعطاف، او د ټولنیز عدالت یو ژوندی سیستم دی. دا یو هنر دی چې د خلکو د ونډې، د نظرونو د تبادلې، او د شفافیت پر اساس کار کوي. که هر وګړی د دموکراتیکو اصولو پر اساس عمل وکړي، نو دموکراسي به نه یوازې یو نظري مفهوم وي، بلکې د ټولنې د پرمختګ، اتحاد، او سوکالۍ په عملي لاره بدلیږي.

لکه چې ومو ویل، دیموکراسي یوازې یو سیاسي نظام نه دی، بلکې د ټولنې د همغږۍ، برابرۍ او ټولشموله پرمختګ یو بنسټیز عمل دی. دموکراسي یو ژوندی بهیر دی چې دوامداره هڅې، نوښت او ژمنتیا ته اړتیا لري. په دې اساس، دموکراتان باید پخپله او تل په جدي توګه لاس په کار شي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دموکراسي نه یوازې د ستراتیژیکو پلانونو په کاغذونو کې پاتې شي، بلکې په روځني عملي ژوند کې هم ځان څرګند کړي.

25.02.2025

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د تاریخ پوهاوی‎ | ذبیح الله شفق

دا کتاب د هند د وچي نامتو لیکوال او تاریخ پوه ډاکټر مبارک علي لیکلی چي د ښاغلي میر احمد په همت پښتو ته...