چهارشنبه, جولای 9, 2025
Homeخبرونهټرمپ له خپل دفاع وزیره وغوښتل چې له افغانستانه د ناکامه وتلو...

ټرمپ له خپل دفاع وزیره وغوښتل چې له افغانستانه د ناکامه وتلو په اړه څېړنه وکړي

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۹ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دفاع وزیر پیټ هیګسېت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی له افغانستانه د ناکام وتلو بهیر په اړه څېړنه کوي. ټرمپ له هیګسېت څخه وغوښتل چې ټول هغه جنرالان له دندو لرې کړي چې د وتلو په بهیر کې ښکېل وو.

د کابینې په غونډه کې، ټرمپ وویل: «زه به دفاع وزیر ته ونه وایم چې څه وکړي، خو که زه د هغه په ځای وای، نو ټول به مې له دندو لرې کړي وای. فکر نه کوم چې په افغانستان کې ښکېل جنرالان به جګپوړي موقفونه ترلاسه کړي، ډېری به تقاعد شي.»

ټرمپ او هیګسېت ټینګار وکړ چې دوی به د امریکا د ناکامه وتلو ټول اړخونه له نژدې وڅېړي او ژمنه یې وکړه چې د تېرو ادارو پرتله به د دې مسئلې په مدیریت کې لا زیات حساب ورکونکي وي.

پیټ هیګسېت په دې غونډه کې تایید کړه چې د افغانستان د وتلو ټول بهیر تر بشپړې ارزونې لاندې دی. هغه ډاډ ورکړ چې دوی به د دې پروسې د پایلو او اغېزو بشپړه مسوولیت پر غاړه واخلي.

ټرمپ بیا هم د هغو کسانو د محاسبې غوښتنه وکړه چې د وتلو پر مهال یې د امریکایي سرتېرو د مرګ‌ژوبلې مسوولیت درلود. هغه پر دې تلفاتو ژوره اندېښنه وښوده او د دې حالت مدیریت یې “وحشتناک” وباله.

که څه هم د امریکا نوې اداره لا هم د افغانستان لپاره څرګنده تګلاره نه ده اعلان کړې، خو ټرمپ لا هم د پوځي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو او د ګډوډ وتلو د مسوولینو د حساب ورکولو د موضوع یادونې کوي، چې دا د دې مسئلې پر سر د دوامداره ترینګلتیا ښکارندويي کوي.

ټرمپ د کابینې په غونډه کې یو وار بیا وویل چې بګرام مو باید په دې خاطر چې چین ته نژدې دی، له لاسه نه وای ورکړی. ده وویل:«دا اډه د چین د اتومي توغندو د جوړولو سیمې ته نژدې ده.»

ده یو وار بیا ادعا وکړه چې اوس بګرام د چین په لاس کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب