جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهټرمپ: موږ غوښتل بګرام د افغانستان لپاره نه، د چین لپاره وساتو

ټرمپ: موږ غوښتل بګرام د افغانستان لپاره نه، د چین لپاره وساتو

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۹ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې په غونډه کې یو وار بیا وویل چې بګرام مو باید په دې خاطر چې چین ته نژدې دی، له لاسه نه وای ورکړی. ده وویل:«دا اډه د چین د اتومي توغندو د جوړولو سیمې ته نژدې ده.»

ده یو وار بیا ادعا وکړه چې اوس بګرام د چین په لاس کې دی.

ټرمپ د خپلې کابینې په لومړۍ غونډه کې خبریالانو ته اجازه ورکړه چې په غونډه کې حاضر شي او له ده او د کابینې له غړو پوښتنې وکړي.

هغه یو ځل بیا د امریکا د ګډوډ وتلو په اړه خپلې پخوانۍ څرګندونې تکرار کړې، او دا ځل یې په ځانګړې توګه د بګرام هوایي اډې د ساتلو موضوع ته اشاره وکړه، چې د امریکا د حضور پر مهال یې ستراتیژیک اهمیت درلود.

ټرمپ وویل، که دی ولسمشر وای، نو بګرام به یې ساتلی وای.

ده زیاته کده:«موږ غوښتل بګرام د افغانستان لپاره نه، بلکې د چین لپاره وساتو. ځکه دا اډه د چین د اتومي توغندیو د تولید له سیمې یوازې یو ساعت لیرې وه. خو موږ دا له لاسه ورکړه، او اوس چین یې کنټرول لري.»

طالبانو مخکې له دې د ټرمپ دا ادعا رد کړې وه. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د سلواغې په میاشت کې ویلي و: «افغانستان مستقل دی او خپله خاوره هېڅ هېواد ته نه ورکوو. بګرام زموږ د خپلو ځواکونو تر کنټرول لاندې دی، نه د چین.»

تراوسه له ټرمپ پرته هیڅ خپلواکې یا کومې بلې سزچینې نه ده تایید کړې چې بګرام د چینايي ځواکونو په لاس کې دی.

د امریکا تر انتخاباتو وړاندې باور کېده چې ټرمپ د خپلو خلکو د تېر ایستلو او د هغوی د رایو د خپلولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي خو اوس چې د واک له ترلاسه کولو وروسته هم دا ډول ادعاوې کوي،د ډېرو لپاره حیرانوونکې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...