تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۹ مه) د خیبرپښتونوخوا او ننګرهار ترمنځ د تورخم دروازه د پنجشنبې په ورځ هم د پرلهپسې شپږمې ورځې په مخه تړلې ده، ځکه چې د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا لا هم نه ده کمه شوې.
د پاکستان پوځ ته نژدې رسنۍ، سما نن د خپلو سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې د تورخم دروازې بندېدا سوداګریز فعالیتونه او د خلکو تګ راتګ درولی، او له امله یې سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته لوی مالي زیانونه اوښتي دي. د شخړې د لا زیاتېدو له وېرې امنیتي ځواکونه د تیارسي په حال کې دي.
د راپور له مخې، یاده شخړه د فبرورۍ په ۲۳مه هغه مهال پیل شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو «په یوه لانجمنه سیمه کې» افغان ځواکونه د یوې امنیتي پوستې له جوړولو څخه منع کړل. له دې مداخلې وروسته، ویل شوي چې افغان ځواکونو مورچې ونیولې، چې له امله یې په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي شخړو د حل معمول لاره جرګې دي، چې پکې قومي مشران او چارواکي ګډون کوي. سرچینې وایي، تمه ده چې د موضوع د حل لپاره نن خبرې اترې وشي، خو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویل شوي.
له بلې خوا، د تورخم بندېدو په داسې وخت کې د دواړو هېوادونو سوداګري او تګ راتګ اغېزمن کړی، چې اسلاماباد له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو هڅې کوي.
تورخم، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو مهم سرحدي بندر ګڼل کېږي، تر دې مخکې هم د امنیتي اندېښنو او دپلوماتیکو ترینګلتیاوو له امله په ځلونو تړل شوی و. خو سوداګرو او سیمهییزو کاروباریانو له چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره د ستونزې حل ته یوه لاره ومومي، تر څو نور اقتصادي زیانونه ونهرسېږي.
پرون (چهارشنبې) د پاکستان ګمرکي چارواکو وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یوه مهم مځکني بندر د بندېدو له کبله دوه اړخیز تجارت ته ۱۲ میلیوه ډالره زیان اوښتی دی.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط جیونیوز تلویزیون ته وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.
تورخم د دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ سرحدي دروازو څخه یوه ده.