جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او ترکمنستان د ریللارې د پراختیا ۳ قراردادونه لاسلیک کړل

افغانستان او ترکمنستان د ریللارې د پراختیا ۳ قراردادونه لاسلیک کړل

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۹ مه) د طالبانو حکومت له ترکمنستان سره د اووه میلیون ډالرو په ارزښت د ریللارې د جوړېدو په اړه درې قراردادونه لاسلیک کړل.

د طالب چارواکو په وینا، د دې قراردادونو هدف د افغانستان د رېل پټلۍ پراخول او د سیمه‌ییزو سوداګري اړیکو پیاوړتیا ده.

د ټولګټو وزارت مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده دا قراردادونه د ترکمنستان د سفر په ترڅ کې لاسلیک کړل.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس د راپور له مخې، په دې پروژو کې د هرات-تورغونډۍ د ریلګاډي د تمځای پراخول، د آقینه-اندخوۍ د ۱۰ کیلومتره پټلۍ بشپړول، او د اندخوۍ-شبرغان ترمنځ د ۵۵ کیلومتره وړاندیز شوې ریللارې د امکان‌سنجۍ څېړنې شاملې دي.

تېره اوونۍ د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې د کندهار-هرات د ۷۳۷.۵ کیلومتره ریللارې د څېړنو او ډیزاین کارونه هم پیل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...