Homeخبرونهپه سالنګونو کې بیا د واورې ورښت اټکل شوی

په سالنګونو کې بیا د واورې ورښت اټکل شوی

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۹مه】د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند خبر ورکړی، چې په سالنګونو کې بیا د واورې ورښت او توپان وړاندوینه شوې ده.

محمد اشرف حق شناس وایي که واوره بیا پیل شي، نو د انساني تلفاتو او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره به دا لاره بیا وتړل شي.

حق شناس له هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتي چې، د سالنګونو په لار د خپلو وسایطو لپاره زنځیر، خوراکي توکي او د ژمي ګرم کالي له ځان سره ولري.

تر دې وړاندې د سالنګ لویه لاره د درنو واورو او توپانونو له امله تړل شوې وه، چې مسافر او موټر چلوونکي یې له جدي ستونزو سره مخ کړي وو.

یاده لار وخت ناوخته د زیاتې واورې د ورښت له امله تړل کېږي چې، مسافرو ته یې هم ستونزې جوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...