تاند 【پنجشنبه د کب ـ حوت ۹مه】میدان وردګو کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت، مرکزي بهسود ولسوالۍ کوه بیرون سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله دوه تنه مړه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې، د یو تن جسد تر دې مهاله لا نه دی موندل شوی.
یاده دې وي، چې هېواد کې وروستیو اورښتینې څپې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د زیانونو د ګراف لوړېدو د مخنیوي په برخه کې د اړوندو ادارو له لوري ژغورونکي ټیمونه سیمو ته رسېدلي او هڅې یې روانې دي.
د وروستیو معلوماتو له مخې له طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، چې یواځې د افغانستان په دریو ولایتونو کې د وروستیو سختو بارانونو او ږلۍ له امله د مړو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.
د سېشنبې په ورځ په فراه ولایت کې سیلونو ۲۱ کسان یووړل، په داسې حال کې چې درې نور هغه مهال مړه شول، چې د ږلۍ طوفان د دوی کور ونړاوه.
په هلمند ولایت کې شپږ تنه مړه شوي او په کندهار ولایت کې بیا سیلونو د ۹ تنو ژوند اخیستی دی.
په افغانستان کې یو شمېر ولایتونه، چې فراه ولایت هم پکې شامل دی، له ۲۰۱۸ کال راهیسې له پرله پسې وچکالیو سره مخامخ دي.