ډېوه بېجينګ – چين
د اوکراين پر جګړې درې کلونه اوښتي او ګڼو خلکو ته پکې ځاني او مالي زيانونه اوښتې دي. ډونالډ ټرمپ يوه مياشت مخکې سپينې ماڼۍ ته ستون شوی او اوس یې د سولې د منځګړيتوب په پلمه د روسیې او اوکراين ترمنځ د جګړې کاروبار ته مخه کړې ده.
نوموړی هڅې کوي، چې د اوکراين جګړه د لنډمهال لپاره ودرېږي او په همدې پلمه د دغه هېواد کاني زېرمو ته لاره ومومي. نوموړي په ګواښنه ژبه ويلي، چې له اوکراين سره به د نايابو ځمکو، تېلو او هر هغه څه، چې امريکا ورته اړتيا لري، تړونونه لاسليک کړي او له همدې لارې به له اوکراين سره د درې کلنو پوځي مرستو پیسې بېرته ترلاسه کړي.
دا د نوموړي د ۲۱ پیړۍ تر ټولو ښکاره استعماري خبرې دي. سپينې ماڼۍ د اوکراين د جګړې اور ته درې کاله لمن ووهله او د دغه هېواد پر اوږو يې د لويو پورونو بار کېښود او اوس یې د يو غير عادلانه تړون هوکړې ته اړ کړی دی. په امريکا کې د مشرتابه له بدلېدو سره هممهاله د دغه هېواد په پاليسۍ کې داسې بې ثباتي راښکاره شوې، چې د دغه هېواد اروپايي متحدينو ته یې هم ټکان ورکړی دی. امریکا د نیابتي جګړو له لارې د جګړې پلوه پانګونې یو عملي لارښود لیکلی دی، چې له مخې يې د وسلې په زور وېجاړۍ رامنځته کوي او بیا په همدې لارې پیسې راټولوي.
د بایډن ادارې د درې کلونو په اوږدو کې اوکراین ته د سلګونو ميلیارډو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ولیږلې، خو دا وړيا مرستې نه وې او اوس به یې اوکراين بیه پرې کوي. د پېنټاګون د ۲۰۲۳م کال يو سند ښيي، چې امريکې له اوکراين سره شپېته سلنه مرستې د پوځي ملاتړ په برخه کې کړي، خو اوکراين اړ دی، چې د خپلو ستراتیژیکو سرچېنو د پراختیا حقونه د ضمانت په توګه ورته وسپاري.
دا خلکو ته د يوې بلې جګړې يادونه کوي، چې امريکا پخپله پيل کړې ده. واشنګټن درې کاله وړاندې، کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه بې نظمه ووتل، په لومړي ګام کې د افغانستان بانک د ۹ ميليارډو ډالرو پانګه کنګل کړه او اوس، چې ټرمپ بیا واک ته رسېدلی، د افغانستان د يادونې په وخت کې يې له طالبانو غوښتي، چې د ۷۰ ميلیارډو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات، چې د جګړې پر مهال ترې پاتې شوي، بېرته ور وسپارې او هم د بګرام نظامي اډه ورکړي.
امريکا اوکراين ته وسلې وړيا نه ورکولې، بلکې په دغه هېواد کې يې د جګړې اور ته لمن وهله او د دغه هېواد کاني سرچېنو ته يې سترګې پټې کړې دي. امریکا د اوکراین د نادرو فلزاتو، تېلو، طبیعي ګازو او نورو ستراتیژیکو سرچېنو، د بندرونو او نورو زېربناوو کنټرول هم خپلو نظامي مرستو پسې تړلی دی.
د امریکا پخواني بهرني وزیر مایک پومپیو ويلي وو: “کله چې مونږ کیف ته وسلې لېږو، نو نه یوازې د روسیې د ټانګونو پر وړاندې وسلې کاروو، بلکې په اوکراین کې هغه نادر ګازونه مو هم په پام کې دي، چې د سيميکونډکټر(semiconductor) په جوړونه کې کارول کېږي.”
د امریکا شرکتونو د افغانستان د شل کلنې جګړې په بهیر کې، د دغه هېواد د لیتیم معدانونو د استخراج اويا سلنه کنټرول درلود او د جګړې په پرتله يې پر سرچېنو ډېر نظر کاوه، خو اوس یې په اوکراين کې خپله استعماري ظالمانه بڼه ښکاره کړې ده.
امريکا له اوږدې مودې راهیسې د اوکراین د کاني سرچېنو د ترلاسه کولو په هڅه کې ده او دغه سرچېنې د خپلو هڅو يوه برخهبولي او غواړي د سيميکونډکټر نړیوالې سيالې ته لاره ومومي. د روسیې او اوکراین په جګړه کې منځګړیتوب بالاخره امريکې ته فرصت ورکړی، چې يادې سرچینې يې ونیسي.
امریکا په ميراثي جګړو ځانګړی اقتصادي ځنځير جوړ کړی: پېنټاګون لومړی یو هېواد ویجاړوي، د جګړې پر مهال پکې وسلې پلوري او ګټې پورته کوي او په پای کې پرې د خپلو تجهیزاتو لګښتونه تحمیلوي.واشنګټن له کيف څخه د ورلېږلو وسلو په ځواب کې معدنې سرچېنې غوښتي، چې دا د امريکې د لګښتونو په پرتله ډېر ارزښت لري او دغې کړنې يې له جګړې پلوه سرمایه داري سیسټم څخه پرده پورته کړې ده.
د افغانستان او اوکراین په جګړو کې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او د دوی وینه د والسټریټ په حسابونو کې د لیتیم معادنو او ګاز په مکعب مترونو بدله شوې ده. خو کله چې یوه امپراتوري د جګړو له لارې د شتمنۍ او سرمايې د زياتولو حساب کوي، نوره نړۍ به هم ويښه وکړي او تاریخ به ثابته کړي چې هر هغه استعماري ځواک چې د میسایلونو په مرسته معادن خلاصوي، د نړیوالې بیدارۍ په څپو کې ډوب شي.
سلامونه،
ازراییل او پوکسټین هم همدا تکتیکونه چې پخوانیو استعماری او استثماری (ښکیلاکګر او زبیښاکګر) قدرتونو کارول ، کار اخیستی او اخلي ؛ پلس د مذهبی تندروو ډلو نه سوء استفاضه :د افغانستان له جهادونو او ستراتژیک موقعیت او د لویو قدرتونو او نړیوالو مادی موسساتو لکه م.م.م.؛ د پیسونړیوال فڼډ، نړیوال.بینک ، د عربانو پټې اوښکاره پیسی او زکاتونه …یی له یوې خوا پر افراطي دینی ،مذهبی او فرقوی ډلو جوړولو لګولی ، بیا یی بیرته ګواکی د دوی له منځه وړلو لپاره بیرته له همغو سرچینو بلیونونه اخیستی ، او په عین زمان کې ېې ملی آزادۍ غوښتونکی جنبشونه او تش-لاسی ولسونه ځپلي دي.