جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبد انسان په نامه مجلې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته

د انسان په نامه مجلې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته

 ګل رحمن رحماني

   د فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې په اړه لومړۍ درې مياشتنۍ مجله له چاپه راووته، ياده مجله په ښکلې قطعه او صحافت په ٦٠ مخونو کې د زرو ټوکو په شمېر  خپره شوې او د امتياز خاوند يې د انساني علومو کور په نامه يو بنسټ دى.

  د مجلې شعار دا دى، چې ” انسان تر هرڅه مهم دى” او په دويمه پښتۍ يې د افغان فيلسوف اسد اسمايي تصوير راغلى دى.

 د دغه مجلې د مسوول مديريت چارې د فهيم کريم او د معاونيت چارې يې د عبدالواسع هېوادمل پر غاړه دي، دانسان په لومړۍ ګڼه کې د سرليکنې په ګډون ١۳ مقالې راغلې، چې ډېرې يې د ارواپوهنې، فلسفې او ټولنپوهنې په اړه دي، د دغه دوولسو پښتو او دري مقالو عنوانونه د ليکوالو د يادونې تر څنګ په دې ډول دي: ولې انسان (غفور لېوال)، انسان: نه فرښته، نه شيطان (اسدالله غضنفر)، عشق؛ ژوندى نړۍ ليد( انور وفا سمندر)، روشنگرى خود انګيختګي و نو انديشي در فلسفه کانت (بريالى فطرت)، نجيب منلى او همدا شېبه (له نجيب منلي سره د انور وفا سمندر مرکه)، دسولې تړونونه او بشري حقونه (ډاکتر نظام کټوازى)، له عقله محروم…! (ډاګتر ځلاند)، د ماشوم د شخصيت په وده کې اغېزمن لاملونه (شرف الدين عظيمي)، تاثير جهاني شدن بالاى کشورهاى جان سوم (پوهنمل محمد فيصل امين)، بودايت يا بوديزم (عبدالودود پښتونځار)، در هر کجايى بيرون از اين جهان (اسد بودا)، هېڅ فلسفه دعينيت فلسفه (خان ولي خان بشرمل) او دا چې د انسان فکر نه بدلېدونکى دى (عبدالله معراج-ژباړه).

د مجلې په سرمقاله کې راغلي دي، موږ ته د انسان په هکله د مطالعې او څېړنې څخه وروستۍ اخيستنه  شايد دا وي، چې انسان يو ناپېژندل شوى موجود دى، او د خالق له لوري اشرف المخلوقات ګڼل شوى دى.

   د پېژندنې په دې برخه کې د څېړنيزو او تحليلي افکارو د خپراوي اساس ږدو.

  د يادې مجلې مرستيال چلوونکي، عبدالواسع هېوادمل ملي باور ورځپاڼې ته وويل، چې ياده مجله يې د دې له امله پيل کړې، چې غواړي انسان ته کار وکړي، هغه په دې اړه زياته کړه: ((په افغانستان کې شايد دنورو علومو له پاره لږ او ډېر کار شوى وي، خو د فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې په اړه دومره کار نه دى شوى، نو ځکه غواړي، چې دغه تشه د دغه مجلې په خپرولو سره تر يوه حده ډکه کړي.))، هغه له دې پرته د انسان خپرونې نورې موخې په دې ډول را په ګوته کړې:

-په ټوله کې موخه دا ده، چې د انسان له پاره د فکر ور پرانېزو، په لومړي ځل په دغه جغرافيه کې د انسان په اړه جدي بحث او انسان له هر څه مهم مطرح کېږي.

-په افغانستان کې دانسان پوهنې له پاره د معلوماتو برابرول او له هر ډول تعصباتو او خېلونو پرته انسان يوازې د انسان په ډول مطرح کول.

– په ازاده توګه دبحث له پاره زمينه مساعدول، خپل فکر وړاندې کول، نورو ته د فكر كولو زمينه مساعدول.

  هېوادمل وايي: زموږ له پاره انسان تر هر څه ارزښت لري اوغواړو انسان ته کار وکړو، د ده په وينا، چې ډېرو ليکوالو ورسره د ليکنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې، چې په ډاډ به يې دغه مجله په هرو درې مياشتو کې يو ځل خپره کړي.

هېوادمل د خپرونې د مالي امکاناتو په اړه وويل، چې تر اوسه ورته کومه مشخصه مالي سرچينه او فنډ نه لري، خو لومړۍ ګڼه يې د ځينو سوداګريزو اشتهارونو پر مټ خپره کړې ده.

 ليکوال او په ټولنپوهنه کې د نظر خاوند فريد باراني، چې ياده مجله يې لوستې، د دغه خپرونې په اړه ملي باور ته وويل: ((د انسان لومړی ګڼه مې په لومړي ځل تر لاسه کړه، د خوښۍ احساس کوم چې په دې مادي نړۍ کې د انسان د پېژندګلوي لپاره د يو خوځنده معنوي ګام د ليدلو شاهد يم .

فلسفه اوس د علومو په اناتومۍ بدله شوې ده . زه په دې باور لرم چې کله کله فلسفه د علم ستونزي حلوي او کله هم علم د فلسفې ستونزه، خو دا اصل له هر څه نه ډېر ارزښت لري، چې د ټولنيزو علومو په رأس کې انسان ته د فلسفې له هېندارې ګورو او په پوره معنی دې ستر مقام ته ارزښت ورکوو. مبارکي مې ومنئ .))

 د مجلې د ليکنې په لوستو تر يوې کچې دا قضاوت کولاى، چې هره ليکنه يې د خپل ډول له مخې له نوښته ډکه او لوستونکي ته نوې کلمې، مانا ګانې او فلسفي مفاهيم ورکولى شي او دا هغه څه دي، چې تر دې وړاندې يې پيدا کول په مجلو او نورو چاپي خپرونو يا وېبپاڼو کې نه تر سترګو کېږي او يوه ځانګړې موضوعي مجله يې بللى شو.

2 COMMENTS

  1. د انسان مجلې په خپريدو خوشحاله شوم مباركي يې درته وايم خو كه نقد اوريدلي يا لوستلى شي نو كه چيرته تاسو بيګرونډ كې همدا سور رنګ وركړي وي، زما په نظر له روحي پلوه به شوه كار نه وي، او د دې رنګ فلسفه هم له انسان سره د خونړي انقلاب، وينې تويدنې مانا شيندي تاسو كولى شي شين رنګ وركړ، شين د طبيعت رنګ دي، اوبو رنګ دي د اسمان رنګ دي دا درې واړه له ورحي او فلسفي اړخه د انسان له فطرت سره تړلي او ان حياتي روح وربخښي
    په مننې
    خداى ج دې وكړي چې دا مجله به همداسې دوامداره خپره شي او ما چې يې د مقالو لړليك وكوت رښتيا هم چې د لوړو ليكوالو لوړې مقالې په كې خپرې شوې ، بريالي دي ياست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب