یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورخاطرهراته وایي دروېش ولي څه نه وایي !- عصمت الله زهیر پښین

راته وایي دروېش ولي څه نه وایي !- عصمت الله زهیر پښین

غالباً دمی (۲۰۱۳ ء) یوه توده غرمه وه چي دپروفېسررازمحمدراز زوی (حشمت الله ) پرتلیفون راته وویل ، کورته راسه دروېش صاحب راغلی دی :

د دروېش دراني خپل اصول دي او په کلکه یې پلي کوي هم ، د کوټي څخه په بس کي پښین ته راغلی وو، پرځای د دې چي نېغ کورته راغلی وای په پښو ،پښو د پښین کالج ته فیض محمدشهزاد ته ورغلی وو، شهزاد یې راملګری کړی وو کورته د پروفېسرراز لیدو ته راغلی وو:

پروفېسرراز دې شپوکي د ورپیښي ناروغۍ له کبله تر زیات اضطرابي عمل را تېریدو لاکن د دروېش صاحب په لیدو لکه ګل وغوړیدو ، ورته ویې ویل :

( تا! په دا ګرمي کي د هغه ځایه ولي د راتلو تکلیف وکړی ، ډاکټراقبال ترین او زهیرمي هره ورځ ستاسو دتلیفوني پوښتنو خبروي ) :

زما چي څومره یادیږي د پروفېسر راز او دروېش دراني څلویښت کلن رفاقت دی او پروفېسر راز د خولې خو ماڅو ځلي اورېدلي دي چي :

(دروېش یوازي زما نژدې ملګری نه دی ،زما ورور هم دی )

د دروېش صاحب ترراتګ څو ورځي وړاندي مي پروفېسرراز ته د دروېش صاحب د راتګ خبره یاده کړه :

د راز پوښتنه پرتلیفون خو هره ورځ به دروېش صاحب اخیستله لاکن اوس ورسره دلیدلو اصرار به یې کولو او په دې اصرار کي راته پروت حسرت لکه اوښکي زما په زړه کي به توﺉ سو

پروفېسرراز راته وویل :

(دروېش صاحب په ما ډېرځوریږي او په دې حالت کي به ډېر راباندي خوږمن سي )

زما په اند دروېش صاحب یې په روحاني توګه دا  (انکار) محسوس کړی وو چي لیدو ته یې ناګمانه راپېښ سو ، تردې یوه اونۍ وړاندي سلیم راز دډاکټرتابان سره راغلی وو ،دپښتو اوسمهاله ادب دپېش منظر او دپښتون وطن دسیاست ،حاکمیت او د ورپېښ خطرونو  په اړه یې  اوږدې خبري وسوې ،نن چي دروېش صاحب راغلی دی هم دې موضوعاتو باندي ترډېره خبري رواني وې :

ماپه درې لسیزوکي د دروېش دراني په څېره کي سنجیدګي لیدلې وه خو دا لومړی ځل ووچي دسنجیدګۍ سره مي دهغه په څېره کي درد، دوک اوناهیلي ولیده او د ادب په ډګرکي یې دځان په اړه د ادبي ورانکارو تخریبونو ته ګوته ونیوله ،دروېش صاحب خویوډېر پاک اونفیس انسان دی او انتهایي شریف هم خو :(یو ورور بدمعاش پیدا کول هم ضرورت دی) :

د راز سره لیدو ته اکثر وخت شاعران ،لیکوال او محصلین راتللو اکثریت خوپه دې نه پوېدلو چي د دروېش صاحب او پروفېسر راز اړیکي څومره سابقه لري یا یوه او بل ته څومره سره نژدې دي نوبه یې د دروېش صاحب په اړه زهرجني او یا کږې خبري شروع کړې ،زما نه یادیږي چي مخالف دي وروسته پخپلو خبرو پښېماني څرګنده کړې نه وي ځکه دهغو سره بې د دروېش مخالفت نورڅه په فکرونو نه وو  :

د دروېش صاحب په مقابل کي څوک ودرول اومسلسل د دروېش په خلاف زهرجني اوکږې اوازې اچول غېرادبي ،غېرانساني او غېرپښتني چلند دی چي دیو پلان دمخي پلي کیږي ،داچي اوس ډېرګي خلګ راڅخه پوښتنه کوي :

(څه سوب دی چي دپروفېسرراز په اړه دروېش صاحب پټه خوله سو هیڅ یې نه وویل یایې  نه وایي) څو نومونه یاد کړم چي رانه پوښتنه یې وکړه :

( امریکا ږغ اشنا رادیو چي د  پروفېسررازپرمړینه کوم پروګرام ځانګړی کړی وو ،ولي دروېش صاحب تلیفون پرټاکلي وخت بند و ساتلو)  خبره دنیت او د اظهار ده که پوښتنه کوونکي د دروېش په نیت شک کوي دا ګوایي به زه ادا کړم ، راز ویل دروېش زما ورور دی او دا ورورولي له دیرشو کلونو (ځکه زه کشریم د دروېش او د راز دملګرتیا څلویښت کلونه کیږي ) له نژدې مالیدلې ده او که داظهار خبره ده چي ولي دروېش صاحب دپروفېسرراز په اړه دچوپتیا روژه نیولې ده ، داسي هم نه ده دروېش صاحب چي دا وروستی ځل دراز لیدوته راغلی وو، پروفېسرفیض محمدشهزاد هم موجود وو ،دروېش صاحب راز ته وویل :

(رازمحمدصاحب ته لاښه سوې خدای دي په خپل عادي ژوند هم دي په شاعري کي وموندلو ، موږخوهسي تردا منځ پاته سو لاکن په مستقبل کي به ستاسو شاعري خپل لوستونکي ولري ) دا خو دیوه ورور دبل ورور په اړه اظهاروو لاکن پروفېسر راز ترمرګ څو ورځي وړاندي هم خپل زوی حشمت ته په ټینګه ویلي وو :

(دروېش صاحب چي هروخت پښین ته راسي بیرته کوټي ته رسول به یې ستاسو مسولیت وي په بس کي به یې نه پریږدﺉ چي ولاړسي ) :

دا ټیلي وژن ،رادیو او ورځپاڼي هم عجیبه دي چي نوم دي غټ سي د دوی درباندي وار نه کیږي اوکله خو داسي موضوع په خوله درکړي چي (ماشومان څه ډول روزل کیږي یا دمور او ماشوم لپاره څه حفاظتي تدابیر په کاردي ) دروېش صاحب سره هم اکثر داسي وسي دموضوع له اعتباره خوشکر دی د ډېراحتیاط څخه کاراخلي کنې دبابا فساد به ځني سوی وو په (حضرت قاهداعظم) پوري به یې نظم ویلی وای ، دې بل محترم خوانتها وکړه حضرت فرمایي :

خدای چي راله راکړی پاکستان په څوارلسم اګست

ستوری دتقدیرمي سو روښان په څوارلسم اګست

وروسته له دې بابولالي انکارهم سو خو زما په ذهن کي یې مطلع پاته سوه دا دکوټي ټیلي وژنونه اکثروخت دروېش صاحب وربولي لاکن راز به اکثر ویل :

(دروېش صاحب ډېرلوی سړی دی په کار نه ده چي دپاکستان ټیلي وژن پروګرامو ته ولاړ سي ځکه چي دا پروګرامونه د ده دسیوې اومعیار سره سمون نه خوري ) څومره چي زما یادیږي یوه ورځ چي دروېش صاحب پښین ته راغلی وو، راز دا خبره ورسره شریکه کړه ، د دواړو دخبرو د انداز څخه داسي معلومېدله چي څومره یوه اوبل ته سره نژدې او څومره په یوه اوبل سره ځوریږي :

اوس هم که دا پوښتنه څوک تکراروي چي ولي د راز په اړه دروېش درانی څه نه وایي نوبه ووایو :

د دروېش دراني په چوپتیا کي عظمت دی هم دایې د راز سره رښتونی محبت دی  او د دې رښتوني محبت د اظهار لپاره به هم داکافي وي :

په کومه ورځ چي د راز هدیره اوجنازه وه دروېش سره چي ترغاړه وتم په هغه ورځ چي دې سترانسان په چیغو،چیغو څومره راسره وژړل رڼي،رڼي اوښکي یې له عینکو څخه په ژیره کي راورغړیدې زړه مي ډېر زهیروو، د دروېش صاحب دې غمجن حالت مي پښې له مځکي وکښلې او دا مي زړه ته تېره سوه موږ خو تش ورور دلاسه ورکړو لاکن دروېش صاحب د ورور سره ،سره یوډېراوترهرچانژدې ملګری هم راز دان  دلاسه ورکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب