تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) د جرمني چارواکو د سې شنبې په ورځ یو افغان وګړی د قتل په هغه پېښه کې تورن کړ چې له کبله یې په مونشن کې د موټر په وسیله دوه کسان ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.
څارنوالانو وویل، د دې برید، چې په فبرورۍ میاشت کې وشوه، انګیزه د مسلمانانو د کړاوونو د بدل اخیستلو هڅه وه.
دغه افغان وګړی چې یوازې د فرهاد ن. په نوم پېژندل شوی (د جرمني د محرمیت د قوانینو له مخې)، له برید سمدستي وروسته د کارګري اتحادیې د مظاهرې په ترڅ کې ونیول شو. هغه د پناه غوښتونکي په توګه جرمني ته راغلی و او د برید پر مهال یې عمر ۲۴ کاله و.
فدرالي څارنوالانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د فبرورۍ د ۱۳یمې په سهار بریدګر «قصداً خپل موټر د اتحادیې د غونډې پر لور روان کړ» چې د مونشن په ښار مرکز کې ترسره کېده. په دې برید کې دوه کسان ــ یوه دوه کلنه نجلۍ او د هغې ۳۷ کلنه مور ــ مړه شول. څارنوالانو وویل، ۴۴ نور کسان سخت ټپیان شول چې د ځینو حال په لومړیو کې نازک و.
په خبرپاڼه کې راغلي:
«تورن سړي دغه کار د مذهبي افراط د انګیزې له مخې کړی دی. هغه باور درلود چې د اسلامي هېوادونو د مسلمانانو د کړاوونو په ځواب کې اړ دی چې په جرمني کې پر خلکو برید وکړي او ویې وژني.»
دا پېښه د نهو میاشتو په موده کې د پناه غوښتونکو له لوري پنځمه حمله وه چې له کبله یې د ۲۰۲۵ د فبرورۍ پر ۲۳مه د جرمني د انتخاباتي کمپاین په بهیر کې د مهاجرت موضوع د بحث او کمپاینونو په اصلي موضوع بدله شوه.