Homeخبرونهد طالبانو حکومت پنځه کلنه پراختیايي ستراتیژي اعلان کړه

د طالبانو حکومت پنځه کلنه پراختیايي ستراتیژي اعلان کړه

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) د افغانستان د طالبانو حکومت د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د متوازن پرمختګ د پیاوړتیا په هدف د سې شنبې په ورځ پنځه کلنه ” پراختیايي ستراتیژي” اعلان کړه.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل، دا ستراتیژي د دریو بنسټیزو ستنو پر محور ولاړه ده: ښه حکومتولي، نړیوالې اړیکې، او امنیت او عام نظم.

هغه زیاته کړه:
«په دې ستراتیژۍ کې لس سکتورونه شامل دي: اقتصاد او کرنه؛ طبیعي سرچینې او انرژي؛ کور جوړونه او ټولنیز یووالی؛ ترانسپورت او مخابرات؛ تعلیم (دیني او عصري دواړه) او فرهنګي چارې؛ روغتیا؛ ټولنیزه ساتنه؛ او د چاپېریال ساتنه.»

دا لومړی ځل دی چې په تېرو څلورو کلونو کې چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، د جګړه ځپلي هېواد لپاره اوږدمهال پرمختیايي پلان وړاندې کوي.

مجاهد پنځلس مهم پروګرامونه تشریح کړل، چې پکې د شریعت پلي کول او د اسلامي عدالت تامین، د حکومتدارۍ او شفافیت پیاوړتیا، سیمه ییزه همکاري او د سرحدونو امنیت شامل دي.

نورې طرحې د کرنې پراختیا، د انرژۍ تولید او رسولو، د روغتیا او تعلیم د پیاوړتیا، د ترانسپورتي زیربناوو او د مخابراتو د پراختیا په برخه کې تمرکز لري.

د مجاهد له لوري په پنځه کلنه ستراتیژۍ کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو یادونه نه ده شوې او دا اټکل هم نه دی شوی چې د نجونو له زده کړو پرته به پنځه کاله وروسته د افغانستان د روغتونونو او نورو ادارو څه حال وي.

مجاهد وویل:
«زه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د دې اوږدمهاله ستراتیژۍ عملي کېدا به غوره پایلې ولري، او د اصلي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اړین اقدامات به په یو منظم او ترتیب شوي چوکاټ کې پرمخ یووړل شي.»

دا اعلان د افغانستان د اقتصادي ستونزو په منځ کې شوی، ځکه چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لا هم د افغانستان ۷ میلیارد ډالره شتمني کنګل کړې ده.

افغانستان ټولټال ۹ میلیارده ډالره بهرنۍ شتمني یا اسعاري زېرمه لري، چې ۷ میلیارده یې په امریکا کې دي او پاتې یې په جرمني، متحده عربي اماراتو او سویس کې ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...