تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه د منځنۍ آسيا د هېوادونو د ځانګړو استازو لومړۍ غونډه جوړه کړه.
ټرېنډ خبري اژانس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله نن وویل، دا غونډه چې د ازبکستان په ابتکار جوړه شوې وه، د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان استازي يې راټول کړي وو څو د ګاونډي هېواد ـ افغانستان ـ د حالاتو په اړه د سيمې ګډې تګلارې همغږې کړي.
غونډه د استانې د تېر کال د منځنۍ آسيا د هېوادونو د مشرتابه د شپږمې سلا مشورتي غونډې د ګډې اعلامیې او د ۲۰۲۵–۲۰۲۷ سیمه ییزې همکارۍ د سړک نقشې پر بنسټ ترسره شوه. ګډونوالو د “تماس ډلې” رامنځته کول پر وخت او اړین وبلل، او د افغانستان په اړه د ګډو ګټو لپاره يې د یوه خپلواک سیمه ییز پلاټفورم په توګه د هغې اهمیت روښانه کړ.
په خبرو کې ټینګار وشو چې د مرکزي آسیا هېوادونه باید د افغانستان د مسئلې په اړه یو خپلواک دریځ غوره کړي؛ داسې دریځ چې د جیوستراتېژیک نژدېوالي، ګډو فرهنګي او اقتصادي اړیکو، او د ثبات، امنیت او پایښتي ودې په برخه کې د ګډو ګټو انعکاس وکړي. استازو بیا ژمنه وکړه چې د افغانستان پر وړاندې د اجماع پر بنسټ، متوازن او واقعي ستراتیژۍ جوړې کړي او په عین وخت کې د سوداګرۍ، ترانزیت، لوژستیک، کلتوري او بشري اړیکو د بېرته راژوندي کولو ملاتړ وکړي.
ګډونوالو همداراز د افغانستان رول په سیمه ییزو هڅو کې د پایښتي ودې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مهم وباله. هغوی موافقه وکړه چې د “تماس ډلې” منظمې غونډې به، په ځانګړي ډول د راتلونکو مشورتي غونډو په څنډو کې، د سیمه ییزې همکارۍ له بنسټیز کېدو سره مرسته وکړي.
په پای کې، پلاوو ټینګار وکړ چې نوې “تماس ډله” د منځنۍ آسیا د هېوادونو خپلواک او مسوول رول د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اجنډا په جوړولو کې پیاوړی کوي، او د پراخې سیمې د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ لپاره ونډه اخلي.