جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهبریتانیا به د افغان کډوالو د ورګرځولو لپاره د طالبانو حکومت ته...

بریتانیا به د افغان کډوالو د ورګرځولو لپاره د طالبانو حکومت ته پیسې ومني

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) د ریفورم ګوند د نننیو اعلان شویو پلانونو له مخې، بریتانیا به طالبانو ته پیسې ورکړي څو مهاجر بیرته افغانستان ته ومني.

د ریفورم ګوند پخواني مشر او د دې ډلې مخکښ غړي ضیا یوسف وویل چې دا “بېخي معقوله” ده چې د مالیه ورکوونکو پیسې د کابل اسلامپالي رژیم ته ورکړل شي.

د ښاغلي یوسف او د ګوند د مشر نیجل فراج له خوا د سهار په غونډه کې د اعلان شویو وړاندیزونو له مخې، ریفورم ژمنه وکړه چې که واک ترلاسه کړي، نو شاوخوا ۶۰۰ زره پناه غوښتنې کوونکي به وشړي. د دغه پلان نوم یې “عملیات د عدالت بیا پرځای کول” ایښی، او پر بنسټ یې هر څوک چې په غیرقانوني توګه بریتانیا ته راشي ــ لکه د چینل له لارې په وړو کښتیو کې ــ باید ونیول شي او وشړل شي.

چینل د بریتانیا او فرانسې ترمنځ اوبو ته وايي چې فرانسویان یې مانش کانال بولي.

ریفورم ژمنه وکړه چې د پناه غوښتونکو د توقیف ظرفیت به پراخ کړي او د افغانستان، اریتریا او ایران په څېر هېوادونو سره به تړونونه وکړي څو مهاجر خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.

ښاغلي یوسف وویل چې د ریفورم تر حکومت لاندې، د دې پلان له ټول ۱۰ میلیارده پونډه لګښت څخه به شاوخوا ۲ میلیارده پونډه هغو هېوادونو ته ورکړل شي چې د مهاجرو د بېرته ستنولو موافقې لاسلیک کړي.

وروسته د ډاونینګ سټریټ (د صدراعظم دفتر) چارواکو هم څرګنده کړه چې له افغانستان او اریتریا سره د بېرته ستنولو په اړه د موافقو امکان شته.

د صدراعظم رسمي ویاند وویل:
“موږ د نړۍ له هېڅ هېواد سره د بېرته ستنولو د موافقړ د لاسلیک په اړه کومه لار تړلې نه ګڼو.
موږ په ښکاره توګه غواړو هغه کسان بېرته واستوو چې د پاتې کېدو حق نه لري.”

1 COMMENT

  1. دا کار به د کابل واکمنو له پاره په یوه خوندور تجارت بدل شي. لکه په افغانستان کې چې به د اکمالاتی کاروانونو امنیتي کمپنیو د لارو په اوږدو کې یوه جعلې نښته وکړه، څو موټرونه به یې وسوځول په اخر کې به یې هم کرایه تر لاسه کړه، هم د موټر بیمه او هم د راتلونکې لپاره د قرارداد نوی شرایط له نویو وړاندیزونو سره.
    اوس به هم حکومت د قاچابرانو تشویق ته مخه کړې، تر څو پروژه دوام داره شي ورته به ووایې چې هلۍ ځوانان ورسوئ، هم له قاچاقبرانو خپل سهم واخلي، هم به له برتیانیا څخه دوه میلیارده هر وخت تر ګوتو کوي. او په دې توګه به په د زرګونو افغانانو شتمنې هم له منځه لاړه شي، ډیر به غرق هم شي، ځینې چې را ورسیږي بیرته دیپورت کیږي هم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب