جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهجرمني له پاکستانه د زیانمنو افغانانو د لېږد ځنډول شوې لړۍ بېرته...

جرمني له پاکستانه د زیانمنو افغانانو د لېږد ځنډول شوې لړۍ بېرته پیلوي

تاند/سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۴مه/ تر قانوني او ډیپلوماټیکو فشارونو وروسته د جرمني حکومت پرېکړه کړې، چې له پاکستانه د زیانمنو افغانانو د منلو او لېږد ځنډول شوې لړۍ بېرته پیلوي.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې جرمني کې قانوني فشارونه زیات او له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ چټکه شوه، چې جرمني ته تایید شوي افغانان هم اغېزمنوي.

جرمني د افغان همکارانو د لېږد پروګرام د کډوالۍ د محدودولو په ژمنه کې ځنډولی و.

د بشري حقونو ډلې او لسګونه اغېزمن افغانان په محکمو کې د دې پرېکړې پر وړاندې دعوه وکړه او ځینو یې د محکمې د ګټې وړ پرېکړې هم ترلاسه کړې چې پر برلین یې فشار ډېر کړ.

راپورونه د حکومتي سرچینو له قوله لیکي چې، اغېزمنو کورنیو ته لا دمخه د پروګرام د بیا پیل خبر ورکړل شوی او تمه کېږي لومړۍ افغان کورنۍ په راتلونکو ورځو کې جرمني ته ورسېږي.

د راپور له مخې، حکومت غواړي دغه افغانان په پټه د عادي سوداګریزو الوتنو له لارې، چې د دوبۍ یا استانبول له لارې تېرېږي، جرمني ته ولېږدوي.

د هغو کسانو کره شمېر چې د سفر اجازه یې ترلاسه کړې، لا روښانه نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب