Homeخبرونهغزه د ۵ خبریالانو وژل کېده نړیوال غبرګونونه را پارولي

غزه د ۵ خبریالانو وژل کېده نړیوال غبرګونونه را پارولي

تاند/سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۴مه/‏اسراییلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د غزې په ناصر روغتون برید کې د ۲۰ فلسطینیانو په ګډون ۵ خبریالان هم ووژل.

وژل شوي خبریالان د نړیوالو رسنیو، رویټرز، اسوشیټیډ پرېس، الجزیرې او نور سیمه ییز فري لاینسران دي.

دغو خبریالانو د خبري پوښښ پر مهال د اسراییلي ځواکونو په دویم برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

دغه برید ته ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو، ملګرو ملتونو غبرګونونه ښودلي.

د طالبانو حکومت هم دې برید ته سخت غبرګون ښودلی دی.

ملګرو ملتونو پر دې برید خواشیني ښودلې او د بې پرې څېړنو غوښتنه یې کړې ده.

کاناډا، فرانسې، جرمني، ترکیې، قطر، سعودي او د خبریالانو ملاتړو سازمانونو د خبریالانو په نښه کول غندلي او د هغوی پر خوندیتوب یې ټینګار کړی.

د بې پولې خبریالانو سازمان یا ار ایس ایف ویلي، چې غزه کې پر خبریالانو د اسراییلو برید ښيي، چې د دوی د خوندیتوب نړیوال قانون نه عملي کېږي.

بل خوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت غزه کې د خبریالانو وژل «لوی جنایت» او دا یې د بیان آزادۍ د مدعیانو پر لمنه «تور داغ» ګڼلی دی.

دا لومړنۍ پېښه نه ده، د معلوماتو له مخې، د اسراییل او حماس د جګړې له پیله تر ۲۵۰ خبریالان په غزه کې وژل شوي دي.

1 COMMENT

  1. د عامو وګړو او خبریالانو د بیرحمانه او ظالمانه وژنو په وړاندی د غربیانو د خولې وچه غندنه په حقیقت کی د صهیونیزم د نورو پټو ورانوونکو پلانونو د پلی کولو یوه غولوونکې سناریو ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...