تاند/سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۴مه/ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر العیاش سره لیدنه کې ویلي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او دا برخه باید له سیاسته لرې وساتل شي.
یاد وزارت نن (سهشنبه، سنبله ۴) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیا برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د ملک سلمان د بشري مرستو او همکارۍ مرکز لهخوا د روغتیایي سکټور پر ملاتړ او افغانستان کې د راتلونکو روغتیايي پروګرامونو په اړه خبرې کړي.
جلالي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق بللی او ټینګار یې کړی چې دا برخه باید له سیاست سره مدغم نشي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا د وزیر په وینا، هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو ترڅنګ، له خپلې داخلي بودجې په استفادې د روغتیایي سیسټم پراختیا او معیاري کولو لپاره لا ډېر کار وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان استازو هم د اړیکو پیاوړتیا ترڅنګ، افغانستان کې د روغتیايي سیسټم پراختیا او ملاتړ په موخه د همکارۍ ژمنه کړې ده.
جلالی صاحب ! ښه جمله د کارولی؛ خو ای کاش موږ هم د ملت صحت ته توجه درلودی او صحی پرسونل او صحی تعلیماتو ته مو پراختیا ورکړی وی او کلیوالی دود او کلیوالی مدرسه مو د انسانیت د عروج تخت نه وی ګرځولی ځکه اسلام ،علوم او انسانیت دومره ندی څومره چي زموږ شیوخ ورسره بلد دی ، ډیره اوږده لار ده ،قوی تصمیم،مرصوص صف ، علوم او پرمخ تللی وسایل غواړی او دا حرکت باید د ملت او امت سره تړلی او حمایت یی ولرو .
اوس موږ ته پکار دی چي صحی جهاد سره ځان آشنا کړو؛ د ملت صحت ته توجه وکړو ،ته هم کولی شی بی له تخصص دا جهاد ترسره کړی ؛مقصد می د شیخ ندیم زیړی بوشکی او پټاویان ندی چي اوس یی هم هغه پری تحصیلات عالی الوزوی، نه بلکی دا جهاد احساس د مسئولیت،عقل او دین غواړی ، دلته مختصرا یو مثال یی در ته ذکر کوم ځکه عاقلانو ته اشاره کافی ده.
تاسی په آسانی او بی له باندنیو مرستو کولی شی ، ټول مضره مشروبات لکه انرژی ،کوک و فانتا او نور دیته ورته نوشآبې د وطنی میوو په خالص ،طبیعی او مفید جوسانو یی تبدیل کړی ؛کیدی شی نور د ښځو په اړه فرامین متوقف او صحت ته پاملرنه وشی او همداسی د الهی نعمت خولی یا دهن نه استفاده تصحیح کړی او نباید نسوارو باندی متعفنه شی یا د پزی نسوار چي شیوخ ورباندی ککړ دی او نوری غلطی استفادی کوم چي کلیو او مدرسو کی رواج لری او دا عدالت به صحت راولی ؛صرف لږ عقل او دین غواړی او ددی نه پورته دین لارښوونه کړی :
فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون . یا شیوخ !