د ټولنیزو ارزښتونو له مخې،
د ښکلاپوهنې معیارونه
استادشهسوارسنګروال
موږ په تېرو پاڼو کې ځاې ځاې د ښکلا پېژندنې په اړه څرګندونې وکړې، ولې په دې اړه مو په تېر سر لیک کې ووېل، چې آیا ښکلا علم دی او که هنر؟ خو په په دې هکله مو په لومړي سر کې د هنر په تړاو تر یوه بریده، هنر پېژندنې ته سر ورښکاره کړ … اوس غواړو چې ښکلا وپېژنو، چې علم دی او که هنر؟!
که موږ ووایو چې هنر د ښکلا ځانګړې برخه ده او په دې ټینګار کوو، چې هنر کې هر څه ښکلی دي او هنر بدرنګي نه مني …!؟ خوکه د بیلابېلومذ اهبوپاڼې واړوو، نوبیا پوهېږو، چې ځینو ته ځنې مذهبونه ښکلي او ځینو نورو ته بیا بدرنګه وي.
د مثال په ډول، برهمنیزم، زر تشتیزم، هندویېزم او د بودېزم بېلابېلې څانګې، مذهبي دودونه او د لمانځنې بڼې او توکي تر یوه بریده یوله بل سره توپير لري، ولې هنرمند، بت کاږونکی او بت تراش د لمانځنې دغه توکي په بېلابېلو بڼو پنځوي.
یو شمېر بوتان داسې انځور کېږي، چې کټ مټ فزیکي جوړښت او ښکلا یې انسان ته ورته وي، ګورو چې ښکلې سترګې، شونډې، پوزه، د مخ بشپړ انځور او په ټوله کې د بدن بشپړ غړي یې پنځولي دي، ولې داسې بوتان هم ګورو، چې هنرمند د خلکو د عقاید له مخی، داسې رغاولي، چې نیمه تنه او د بدن یو شمېر غړي یې انسان ته ورته دي او یو شمېر نور غړي یې داسې بدرنګه پنځول شوی، چې ان ماشومان ترې ډاریږي…
آیا د هنرمند دغه ډول پنځونی، هنري ارزښت لري او که د هنري ارزښت له چاپېریاله یې باسو، چې ګنې هنري ښکلا، نوښت او پایښت نه لري؟
هنرمند خو د خپل هنر پر مټ یوه هنري تابلو پنځولې ده، دا چې رنګ او خوند یې له مذهبي سلیقي سره توپیر لري، نو بیا ځکه د ښکلا پوهنې معیار هم سلیقوي بڼه خپلوي.
پخوا تر دې چې د دې پوښتنې بشپړ ځواب ته راوګرځو ښه به وي، چې د ښکلا پوهنې او ښکلاپېژندنې پربنسټ د هنري ارزښت په رڼا کې بودېزم برهمیزم، زرتشتیزم او هندوییزم وپېژنو:
په اوس مهال کې د هندوستان شاوخوا اتیا سلنه (۸۰٪) خلک د هندو مذهب پيروان دي او نور یې بودایان، مسلمانان، عیسوي کاتولیکان او یهودیان بللی شو.
موږ په یو شمېر انځورونو، مجسمو کښنو او بوتانو کې ګورو، چې هنرمندانو پخپلو جادوګرو ګوتو د وخت ناخوالې، انګېرنې او مذهبي لمانځنې کاږلي دي.
هغومره چې هنرمندانو د بودېزم په تړاو مجسمې جوړې کړي دي او د بودیزم د عقایدو پخلی شوی دی، ښایي په پرتلیزه توګه دومره د نورو بېلابېلو عقایدو او مذهبي لمانځنو، پنځونې نه وي شوي.
هنرمندانو د مجسمو او انځورونو له لارې ډېر څه کړې، چې د تاریخ په اوږدو کې له لرغوني تاریخ نه راواخله تر معاصر تاریخه پورې دغه دود پاللی دی او د دې يو لامل دا دې چې بودېزم یو لرغونی مذهبي دود دی، چې بودا د ۵۰۸ مخزیږدی او ۴۸۸ مخزیږدي تر مینځ د دې بنسټ کېښود، پرمختیا یې ومونده او پراختیا.
د ده اصلي نوم «سیدارتا ګاتاما وه، (siddharta-gatama) چې د ښې روې، مهربانۍ او د «تلقین» په وسیله د خلکو په زړونو کې ځاې وموند.
«بودا» د منور او روڼ اندي په مانا دی او دده په ویاړ ډېر معبدونه، استوپې او لمانځ ځایونه، د هنرمندانو، انځور ګرانو او انجنرانو له خوا وکاږل شول، چې ځانګړې ښکلا، پرتم او دب دبه ورکړه شوې ده.
دی به تل د بوهي د ونې لاندې ناست وه او د واحد خدای لمانځنه او ستاینه به یې خپلو مریدانو او پلویانو ته کوله اوهغوۍ به یې دنیک کارکولو ته رابلل.
ما د هند په ملی ګالرۍ کی یو انځور ولید، چې په دېوال راځړول شوی و، چې کسه یې داسې ده:
یوه ورځ چې بودا د بوهي ونې لاندې ناست وو او پیروان یې ترې راچاپېر ول، یو ناڅاپه یوه کوتره له هوا راوغورځېده او د ده په تخرګ کې ځان پټ کړ… بیا نو بودا خپلو مریدانو ته وویل، هلي چاړه راته راوړئ.
له ده نه راتاو مریدانو یو بل ته وکتل، چې بودا خو له وینو تویولو کرکه لری او دی نه یوازی په انسانانو مهربانه دی، بلکې څارویو او الوتونکو سره هم مینه لري… ولی چاړه غواړي، چې کوتره پرې حلاله کړي؟
خو بیا هم چاړه یې ورته راوړه او بودا له خپلې پڼدۍ غوښه پرې کړه او لرې یې وغورځوله، په دی وخت کې شاهین یا باز له ونې راغوټه شو او د بودا د پڼدۍ غوښه یې په منګلو کې واخسته او والوت.
له هغې وروسته یې کوتره ازاده کړه او هغه هم والوته،چې دبودا دغه کارپه عاطفي لحاظ هرچاته دپام وړ وګرځېد.
سره د دې، چې دغه انځور په دو ژبو، هندي او انګلیسي تشریح شوی دی، خو که تشریخ شوی هم نه وی، انځورګر او هنرمند داسې دغه کیسه ښکلې پنځولې ده، چې هر سړی او هر لیدونکې په اسانه پرې پوهېدلی شي.
بودا چې د خپلې پوهې له مخې، څلوېښت کاله د ګنګا په ټاپو کې تبلیغ وکړ او وې لېدل، چې د هند روحانیون د «veda» چې د اریایانو سپېڅلي کتاب وه او هغه لارښوونې تعقیبوی، نو بیا یې د تلقین او تبلیغ له مخې په درې ګونو کړنو، چې دا یې د انسانانو تېروتنی او بدګڼې ګڼلی، یانې:
ناپوهي، بدخواهي او خودخواهي چې انسانان بې لارې کوي ، ټولنیز کړه وړه بدرنګوي،ښکلاله مینځه ځي، باید خپل ځانونه ترې وژغوري. . . بیانو د ده پیروانو او مریدانو د ده د ښودنو پخلی وکړ.
یوه ډله هنرمندان او انځور ګر دېته وګمارل شول، چې د ده مجسمې جوړې کړي اوله دې پرته په پراخه پیمانه، د یوې مینې له مخې، د ده یو شمېر پلویانو او مریدانو په لرغونې «پالي pali» ژبې د یوه کتاب د کښلو هڅه هم وکړه:
۱ـ چې لومړی د هغه افکار، تعلیمات او سپارښتنې وليکي.
۲- د ده په عقیده روح نه مري تحول منونکی دی.
۳- که انسان ښه کارونه وکړي، روح یې خوشحالېږي او د انسان روح ښکلا ته لاره پرانیزي.
په ټوله کې بودیزم ژوند سپېڅلی ګڼي او ټینګار کوي، چې د ټولو ژوندیو شیانو ساتنه او پالنه ضروري ده چې بایدوشي.
ولې بیا هم په لرغوني هند کې د هنرمندانو داسې پنځونې، انځورونه او مجسمې ګورو، چې د یوه برهمن او«سود را » ټولنیز ژوند تمثیلوي.
د هند دهغه مهال په لرغوني تاریخ کې د «مانو» په نوم یوه نامتو قانونپوه د اخلاقو د علم په اړه، د
«ما نا فا زاساستر» پنوم یو کتاب لیکلی دی ، چې دهغه مهال خلک یې په دوه ډلو وېشلي دي:
۱ـ د ویداش، چې له برهمنیانو او د هغوی له مصاحبینو او پیروانو څخه د دوئ طبقه جوړه ده.
۲- سودرا، دوئ هغه طبقه ده چې د «دویداش» په پرتله ټیټه وه او د «برهمني» طبقې په چوپړ کې وه.
کله چې موږ د هند په یو شمېر موزیمونو، کتابونو او ګاللر ېیو کې ددوی انځورونه چې هنرمندانو کاږلي دي ګورو، تاریخپوهان او لرغون پېژندونکي کولی شي، چې د دوی تاریخ، اقتصاد او ټولنیز ژوند د همدې تصویرونو او مجسمو له لارې ولیکي… مانا داچې هنرمند پخپل هنري کمال اوښکلاداډول پنځونې کړي دي .
په دغو انځورونو کې دوه توکې ډېر موهم دي، لومړی همدا چې هنرمند دښکلاپوهنې له مخې په انځورونو کې د هغه مهال د ټولنیز ژوند هر اړخیزه مینځپانګه خوندي ده، دویم دغه هنري انځورونه دومره ښکلاییزه شیمه او دب دبه لري، چې لیدونکی هرومرو ځانته راکاږي.
که موږ لومړنۍ پوښتنې ته راشو، چې د هنرونو په اړه (۷) ګونو څانګو کې کوم هنري انځورنه او مجسمې د هندوییزم د لمانځنې په موخه (چې تیاتر او موسیقي د مذهب برخه وه) جوړې شوې دي، ځنې د بڼې له مخې توپير لري .
په دې مانا چې ځنې یې مجسمې که هغه ډبرینې، خټینې او یا پلاسټیکي وي د ښکلا له مخې هر څوک ځانته راکاږي (استثنا لري) ولې یو شمېر مجسمې او انځورونه، دومره وېروونکي وي، چې ان ځنو ته د کرکې وړ وي.
خو هندوییزم د مذهب یو شمېر کسانو ته، چې د داسې توکو لمانځنه کوي نه یوازې ډېر ښکلی برېښې، بلکې ورته سپېڅلي هم وي.
له دي چې راتېر شو، هنرمند که ښکلی مجسمې جوړې کړي او یا په اصطلاح بدرنګه انځورونه کاږلي، چې له اصل شي سره که هغه ښکلی دی او که ځنو ته بدرنګه څيزونه دي، په دواړو کې د ده د هنر شتون ټاکوونکی دی.
مانا دا چې هر هنري اثر چې ښه پنځول شوی وی، هغه د هنري ښکلا اوارزښت له مخې وي ښکلی دی او په هنري ذات کې بدرنګي شتون نه لري، ولې بیا هم هنري ښکلا یې نسبي ده .
د غرشاسپ (ګرشاسپ) د واک په مهال تر ډېره بریده د لمر لمانځنه کېده اولمر ورته دمذهبي ښکلایوه سرچنه وه.
خوزرتشت دځپلې عقیدې له مخې دوخت له غوښتنې سره سم ورته ووېل، زه له دې وروسته غواړم د واحد چښتن عبادت او لمانځنه وکړم.
پاچا ته چې زرتشت ګران وه او نه یې غوښتل چې خپه کړي، نو ورته وېل وېل، زه پخپله لمر لمانځنې ته ژمن یم، خو تر هغې چې ماته د وخت ټول عالمان د یوازینی خدای منطق په ګوته نکړی اوفتوا رانکړي، زه به تر هغې لمر لمانځنی ته ژمن پاتی شم.
نو بیا یې له کشمیر نه راواخله، تر پارس او سغدانیه پوری پنځه سوه تنه پوهان راوغوښتل او په دوه ورځني سمینار کی ټولو د زرتښت د څرګندونوپخلی وکړ او د اوستا کتاب یې سپېڅلی وګاڼه.
د عقیدې له مخې د لمر لمانځنې، اور لمانځنې، توپان لمانځنی، ستور لمانځنی او د ګڼو نورو توکو لمانځنې په تړاو چې کوم هنري اثار پنځول شوي ول اوښکلاییز ارزښت یې دپام وړو، له دې وروسته دوېته په مذهبي لحاظ ښکلی اوسپېڅلي نه وو. ولې په هنري تخلیق او نوښت کې یې ،تلپاتې ښکلا شتون درلود.
د بي بي مریم مجسمې او انځورونه، چې کلیساګانو کې کښل شوي اوس هم کاتولیکانو، پروتستانو او نورو عیسوي پيروانو ته سپېڅلي دي، خو د اسلام سپېڅلي دین ته نا سپېڅلي دي.
خو هنرمندانو، چې د خپل هنري ځواک له مخې پرخپلوځواکمنو ګوتو، هغوی ته د ښکلا رنګ او خوند ورکړی دی، هنر خوښوونکو اوښکلاپېژندونکوته بیا هم د بي بي مریم مجسمه ښکلې او زړه راښکونکې ده.
د نیل خونړی سین چې د مستۍ په مهال یې د مصر په لرغوني تاریخ کې، ډېرې ځمکې، کورونه او انسانان پخپلو خړو څپو کې ډوبول ، ولې بیا هم مصریانو ته سپېڅلی وو او نیل یې د مصر ښکلې ډالۍ او تحفه ګاڼه.
د مصر په لرغونو توکو کې له فرعونیانو نیولې د نیل رود تر مجسمو او انځورونو پوری اوس هم هغه هنري ارزښت او له ښکلا ډکه دب دبه او پرتم په هغو توکو کې تر سترګو کېږي …او ټول سیلانیان ورته ګوته په خوله دي.
یو وخت به چې د نیل رود په مستئ شو نو لرغونو مصریانو به هر کال یوه پېغله سینګار کړه، ګاڼی به یې ورته په تن کړی، ښکلی وریښمنې جامی به یې ورته واغوستی او بیا به یې په سره ډولۍ کې کېنوله او د یوې سپېڅلی نندارې او جشن په توګه، چې فرعون به په یو لوړ ځای ناست وه او بیا به یې د ناوې سره ډولۍ د نیل رود خړوڅپو ته ورډالۍ کړه.
په دې ورځ به خلکو ځانګړی عبادتونه کول، هر مصري ته دا ورځ ښکلې وه اودویته دښکلا پېژندنې معیارونو بیل رنګ او خوند درلوداوحال داچې اوس خلکو ته دغه کیسې بوږنوونکې دي، خو کوم انځورونه چې هنرمند پخپلو هنري ګوتو کاږلي دي لاهنرمندانو ته اوسیلانیانو ته په زړه پورې دی.
اوس هغه دودیزه او منلې میله مړه ده، هغه هنري ګوتې هم مړې دي، خو د هنرمند د هر اثر ښکلا ، د ښکلا پوهنې له مخې لا ژوندئ ده، تلپاتې او ابدي ده.
د خلکوپه عقایدو کې هم یو ډول ښکلاشتون لري ، چې دهمدې مذهبي مینې له مخې،چې د دوۍ د زړه ذوق پرې خړوبه کېده، هم د پام وړ دی، چې په هر ټاکلي وخت کې د یو شمېر توکو لمانځنه کوله چې څو بېلګې داسې دي:
په لرغونو دودونو او مذهبونوکې،
خلکو ته د ښکلا توکي
له مخزیږدي نه ۲۰۰۰ کاله دمخه د ټولو اریایي مېشتو سیمو اوسېدونکو ګډ عقاید او ګډ فرهنګ او دودونه درلودل، ولې له هغې نېټې وروسته چې ورورو اریایان ووېشل شول، له یوه ځایه بل ځاې ته ګډ شول نو د دوئ دې کډ والۍ تر ډېره بریده د دوئ د عقایدو لارې سره بېلې کړې.
څرنګه چې ددوۍ لارې بېلېدې، همدارنګه د دوۍ د ښکلاوو لارې هم ووېشلې شوې، پروني ښکلي توکي ورته نور ښکلي نه ول او هغه څه ورته ښکلي وو، چې د دوۍ ژوند ته یې نوې لاره کړې وه.
که څه هم لرغونو اریایانو په سر کې، داسې ټاکلی دین او مذهب نه درلود، چې په کوم فکري بنسټ ولاړوو، خو د طبیعت هغو توکو، چې ورته ګټه رسوله، د هغو لمانځنه یې پیل کړه، چې موږ لمر د ساري په توګه یادولی شو.
د زردښتي دین تر راتګه پورې، په ویدي پېر کې بیا هم اریایانو یو لړفکري او زهني خوځښت ته لاره پرانسته. د ژوند لومړني توکي، لومړي عقاید او لومړني ساده قوانین یې د مادي او معنوي ژوند په رڼا کې یو د بل پسې رامینځته کړل.
د ارباب الانواعو په ستاینه او لمانځنه یې پیل وکړ او داسې منظومې ترانې یې وکاږلې، چې بیا به یې د لمانځنې په موخه زهن ته سپارلې او له یوه نسل نه به یې بل نسل ته لېږدولې.
په سر کې په طبعی بڼه لمر، سپوږمۍ … مذهبي بڼه خپله کړه او کله چې ویدي سرودونه رامینځته شول، بیا هم د دین او مذهب یو ټاکلی بنسټ په ګوته نشو، خو د یوه مذهبي ضرورت له مخې راتلونکی، د ساري په توګه ریګوید د طبعي توکو لمانځنې په موخه د «وارونا» (له ستورو ډک اسمان)، اندرا (تالنده بریښنا)، سوریا میترا (مهر، لمر)، اګني (اور)، سوما (د بوټو زوخا)، ماروت (باد) او نور طبعي توکي، چې هم یې انسان ته ګټه رسولی شوه او هم زیان … د داسې توکو لمانځنه، ستا ینه اویادونه به یې کوله.
که څه هم تر دغه دمه آریایانو د مذهبي دودونو د لمانځنې لپاره، یو ټاکلی ځاې نه درلود، ولې کله به یې، چې یو ښکلی او رنګین چاپيریال تر سترګو شو، نو بیا به یې هلته د طبعي توکو ستاینه او لمانځنه کوله.
د ویدي عصر په ځانګړنو کې یو موهم دود «قرباني» وه او سپارښتنه به کېده، چې په قرباني باندې ارباب الانواع شتمن کېږي.
په دغه اریایي عصر کې، چې ویدي دوراوپېر وه او لا اوستا یې پېراودور خپلې وزري نه وي پرانستې د «واحد خدای» د فکر احساس، د دغه مهال په اریايي ټبر کې شتون درلود.
د سرودونو له جوهر او ارزښتونو څخه ښکارېده، چې ټول هغه توکې چې انسانانو ته ګټور وو، هغو ته به یې «دووس dovos کلمه کاروله او ټول ګټور توکي، چې طبعي ښکلا به یې درلوده، په نیکي سره یادول ، چې له ټولو ستر ځواک یې د دووس پاتر dyeuspater پنوم یادوو.
هغه توکي، چې به په طبعې ډول نوراني وه دوېته بې دډیوې او یا څراغ مفهوم درلود، مسترداس د «ریګوید کلتور» پنوم ګټور اثر کې، یادونه کړېده، چې د ریګوید په سرودونو کې د یو شمېر ارباب الانواع نومونه یاد شویدي، چې موږ میترا، وارونا، اګني او نور د ساري په توګه یادولی شو.
د ریګويد په سرودونو کې د اریایانو لومړی مور او پلار «یم» او «یمي» یاد شویدي، انګېرنې په دودیزه توګه داسې دي، چې ګنې دواړه سره ورور او خور وو او غبرګوني ول، خو د مور په ګېډه کې لا د دوئ نکاح تړل شوې وه.
لکه دمخه چې وویل شول ،په سرودونو کې د اریایانو ډېر موهم ارباب الانواع «اندرا» بلل شویدي چې د جګړې پر وړاندې د پکتا ( پختا )قبیلې ملاتړ کاوه. . .
هغه مهال، چې آریایان، د هند له لرغونو اوسیدونکو «داسیوسیانو» سره په جګړه بوخت ول، اندرا، د اریایانو د برې دوعاوې کولی.
د لرغونو اریایانو په سرودونو کې دغه دود هم پالل کېده، کله به چې اندرا ته د «سوما» قرباني او صدقه ورکول کېده، د شپېلۍ نغمې او د سوما د زوخامستي ورته ډېره په زړه پورې وه.
د ریګوید په سرودونو کې د غرونو او په غرونو کې د مارانو ډېری کیسې راغلی دي، چې وروسته دغو کیسو راتلونکي نسل ته لاره پیدا کړه او د پلکوریک بڼه یې خپله کړه.
په دغه ترڅ کې د میترا ییزم تصوفي اړخ، ځکه د پام وړ وو، چې غوښتل یې د ژوند نه په ټولو چارو کې باید عدالت او برابري وساتلی شي . د میترا په مذهب کې هم د قرباني دود پالل کېده او پلویانو به یې د میترا د خوشالولو لپاره څاروي قرباني کول.
میترا د نورو دینونو او مذهبونو په څېر، چې خپل څښتن ته نږدې شي د عبادت ۸ درجې یې درلودې، تر هغې چې وروستي پړاو ته ورسېږي.
«ارونا » بیا د اسمان رب النوع ګڼل کېده، چې د اریایانو یو لوې او ځواکمن ارباب الانواع و .
د وارونا پلویانو او پيروانو داسې انګېرله، چې وارونا هر څه ګوري، هر څه اوري او توله نړۍ اداره کوي.
له دې سربېره اګني (داور، قربانۍ …) چې د کورنیو ساتوونکی او رب النوع ګڼل کېده.
سوما (هوما) د ریګوید په زمانه کې نه یوازې یو ښه شربت وو، بلکې د خپل ارزښت له مخې د ارباب النوع ارزښت یې هم خپل کړ. باید له یاده یې ونه باسو، چې یو شمېر ارباب الانواع غبرګونې او جوړه یي بڼّه درلوده، لکه میترا-وارونا یا ماروت-واسو، ادیتیا adityae او نور یادولي شو.