تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسېت وايي چې د کابل د هوايي ډګر د «ابي ګېټ» چاودنې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وهڅاوه چې په اوکراین کې جګړه پیل کړي.
ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې د کابل په هوايي ډګر کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو په یاد په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ په ګډون غونډې ته خبرې کولې، د خپلې ادعا د تایید په توګه وویل : «ځکه چې هغه ولیدل چې زموږ پوځ د بایډن تر مشرۍ لاندې څومره بېکفایته دی. پوځ باید د هغه څه حساب ورکړي چې په افغانستان کې پېښ شول.»
د دوشنبې په ورځ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په مراسمو کې هغه اعلامیه لاسلیک کړه چې د افغانستان د وتلو پر مهال د ابي ګېټ د برید کلیزه لمانځي؛ هغه برید چې د ۱۳ امریکايي عسکرو ژوند یې واخیست.
په دې برید کې، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، تر یو نیم سل ډېر افغانان هم ووژل شول.
ټرمپ د وژل شوو عسکرو د کورنیو په منځ کې دغه اعلامیه لاسلیک کړه.
هغه وویل: «موږ د دې ۱۳ سرتېرو د لويو ارواګانو یاد تازه کوو، خو د هغو عسکرو هم یاد کوو چې سخت ټپیان شول – شاوخوا ۳۲ تنه. موږ پوهېږو چې دا پېښه هیڅکله نه وه پکار چې رامنځته شوې وای، هېڅکله نه وه پکار چې اجازه ورکړل شوې وای.»
مرستیال ولسمشر جي. ډي. وینس، چې په سمندري ځواکونو کې یې خدمت کړی، وویل د دوشنبې مراسم د «یوه ناسم کار د سمون» معنا لري.
هغه د پخواني ولسمشر جو بایډن په اړه وویل: «دا حقیقت دی چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ستاسي خپلوان د بېکفایتۍ له امله له لاسه ورکړل، او هیڅکله یې په خپله اداره کې د دې یادونه ونه کړه، هېڅکله یې کومه داسی حمله ونه لیکله چې ستاسې له قربانۍ مننه وکړي.»
د بایډن پر ادارې د برید او له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي له امله پراخې نیوکې شوي دي.
په ۲۰۲۱ کې بایډن له افغانستانه د امریکايي عسکرو ایستل د هغه پلانونو پر بنسټ بشپړ کړل چې د ټرمپ لومړۍ ادارې په ۲۰۲۰ کې د طالبانو له مشرانو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره جوړ کړي وو. د وتلو پر مهال د کابل د «حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر» د ابي ګېټ په دروازه کې د ځانمرګي برید له امله ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.
د خبر په عنوان یا سرليک، او همدا رنګه د خبر په تفصیل کې د دوهم پاراګراف په لومړۍ کرښه کې پېښه ٢٠٠١ کال د اګست میاشت لیکل شوي ده په داسې حال کی چی دا پېښه د ٢٠٢١ کال د اګست په میاشت کی رامنځته شوي وه.
هيله ده چي دې ټکي ته مو پام او اصلاح ېې کړئ.
په درناوي.
منظور به ۲۰۲۱ کال وی.
السلام علیکم
زه ستاسو دایمي لوستونکي یم، په تیرو نژدي ورځو کي ستاسو اکثره راپورونه د متن غلطي لری، پدي پورته خبر کي مو حتا عنوان او متن دواړه غلط لیکلي ٢٠٢١ مو ٢٠٠١ ليکلي.
د یو دایمي لوستونکي په صفت دا ستاسو بي باکي، یا غلطي ډیره ناهیلي را منځ ته کوي او ستاسو د خبر عتبار ته زیان رسوي.
مننه او درنښت
فولاد عبدالرحیم زی