د اکلنډ په عامه کتابتون کې د ګڼو ملتونو خلک راټول شوي وو، په دويمه نړيواله جګړه کې د نيوزلېنډ د مړو شويو سرتيرو ورځ يې لمانځله.
مخکې له دې چې د مړو شويو سرتيرو په اړه ترتيب شوی پرېزنټيشن وړاندې شي، وړاندې کونکي په مېز له را ټولو شويو خلکو هېله وکړه چې هر کس دې د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځې په اړه خبرې وکړي.
يوه روسي سړي وويل چې موږ هر کال د مې مياشتې نهمه نېټه لمانځو، ځکه په دې ورځ د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال موږ خپل هېواد له جرمنيانو ازاد کړ.
يوې چينايۍ مېرمنې وويل چې په (۱۹۴۹) د اکتوبر په لومړۍ نېټه ( ماو څې دونګ) د نوي جين د جوړېدو اعلان وکړ، نو موږ هم هر کال دا ورځ لمانځو، ځکه په دې ورځ چين وتوانېدو چې د يوه خپلواک او په ځان بسيا هېواد په توګه راڅرګند شي.
بنګاله ديشي ځوان وويل چې موږ هر کال د مارچ مياشتې شپږويشتمه نېټه لمانځو، ځکه په (۱۹۷۱) په همدې ورځ موږ د پاکستان پوځ ته ماته ورکړه او د يوه خپلواک دولت د تاسيس اعلان مو وکړ.
هندي وويل چې موږ هر کال د اګسټ پنځلسمه لمانځو، ځکه په دې ورځ مو له انګريزانو ازادي اخيستې ده.
کله چې ورا ماته ورسېد، ما ورته وويل چې موږ هر کال د دريو خپلواکيو ( استقلالونو) لمانځنه کوو.
ټول حيران شول، چې څنګه درې استقلالونه؟
د مېز سر ته ولاړ سړي چې غوښتل يې ژر خپل ليکل شوي سلايډونه شروع کړي، په لاس کې نيولی ريموډ يې کښته ځوړند کړ او ما ته يې وويل چې ته کولی شي په دې دريو استقلالونو موږ ته لږه رڼا واچوې.
ما ورته هو، کولی شم.
د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په اتلسمه افغانان وتوانېدل چې برېتانيوي عسکرو ته ماته ورکړي، او خپله خپلواکي اعلان کړي، که څه هم هغه وخت برېتانيا ډېره مغروره وه، خو د افغانانو ارادې او مېړانې دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان خپلواکي ومني.
د ۱۹۸۹ د فيرورۍ په پنځلسمه روسان دې ته مجبور شول چې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي، او د افغانستان استقلاليت په رسميت وپېژني.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په څوارلسمه امريکا دې ته مجبوره شوه چې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي او حکومت هغه چا ته وسپاري چې له دوی سره يې شل کاله جګړه وکړه.
د مېز سرته ولاړ سړي وويل چې افرين، تاسو په يوه پېړۍ کې درې ډېرې مهمې جګړې ګټلي، خو زما پوښتنه دا ده چې دې مېړني ولس يوازې جګړې کړي که د خپل هېواد لپاره يې هم څه کار کړی.
ما ورته وخندل، او خبره مې ورغبرګه کړه، چې انسان په يو وخت کې يو کار کولی شي، با به جګړه کوي يا به کار کوي.
زموږ هم ټول عمر په جګړو کې تېر شوی، هر ځلې چې افغانانو يوه جګړه ګټلې ده، په نوي څپرکي کې د نوې جګړې د پيل خبرې شروع شوي دي.
يوه بل کس چې سپين ويښتان يې وو، او رڼې عينکې يې په سترګو وې، زموږ د مېز ګډونوال نه و، خو د کتابتون په لماريو کې يې کتابونه کتل او زما خبرې يې اورېدې، را نږدې شو اجازه يې واخيسته او ويې ويل:
زويه ما ستا خبرې واورېدې، زه د افغانستان په اړه مطالعه لرم، زه افغانان پېژنم، ډېر باهمت او مېړني خلک دي.
له هرې جګړې وروسته د نوي جګړې څپرکی په خپله نه پيليږي، دا تاسو يې چې د نوي څپرکي لپاره داسې عنوانونه انتخابوی چې د جګړې بوی ترې ځي، کوښښ وکړی چې دا ځل په نوي څپرکي کې د پرمختګ او سولې عنوانونه غوره کړی، يو بل په غېږه کې ونيسی، او ټولې تېرې خبرې افسانې وبولئ او د نوي پيل لپاره نوی فکر وکړی.