Homeخبرونهطالبانو غور ولایت کې د درېیو ښځو په ګډون ۷ تنه په...

طالبانو غور ولایت کې د درېیو ښځو په ګډون ۷ تنه په دُرو وهلي

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۵مه/ ‏د طالبانو  ستره محکمه وايي، د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې یې د درې ښځو په ګډون اووه تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې د خبرپاڼې له مخې، دا کسان په نامشروع اړیکو او له کوره په تېښته تورن وو.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغو کسانو ته له ۳۰ تر ۳۹ درو بدني سزا او له شپږو میاشتو تر دوو کلونو د تنفیذي بند سزا هم اورول شوې ده.

په عام میدان کې د سزا دې غونډې ته طالبانو د سیمې ځوانان، قومي مشران، دیني عالمان، طالب جنګیالي او خپل دولتي مامورین هم ور غوښتي وو.

طالبانو وړمه ورځ په پروان کې د دوو مېرمنو په ګډون ۱۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې پر سزا سربېره له یوه تر څلورو کلونو پر تنفیذي بند محکوم کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...