جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) – محمدظاهر ارڅک

د طوفان زوی

نوی مارشال نن سخت په موډ کي وو. خپل ساقي ته ئې وويل، چي پدرنالتې ګيلاس تش مه پرېږده. دا چي نن نه وي، زه مرم. زما چل دي وليدئ؟ زه ئې پر کور کړم، خو دا دئ نن ئې مارشالي کور ته را واستول. د دې خلکو چم زما ډېره ښه زده دئ. تر پايه ئې پر ما و نه خوړل. هغه بل احمدزى مي يم له تېښتي را و ګرځوئ تر څو په دار سو له دې بل احمدزي سره مي هم تر پايه و وهل.

خياط راننوتی، ول: اندازه دي اخلم، د مارشالۍ د درېشي له پاره.

ده ول: راځه، راځه ژر؛ چي زما دا ارمان خو پوره سي.

پاڅېدی او محلي ګډا(نڅا) غوندي ګيلاس په لاس ورقصېدئ. نږدې وو، چي ولوېږي. بيا ئې نږدې ټولو ته وويل: حرامزاده‌ګانو، ولي ناست ياست؟ را ولاړ سئ، ونڅېږئ.

ټولو له ډاره رامنډه کړه، يواځي يو کس چي معمره زوړ کس وو؛ له غيرته پاته سو. هغه ته ئې وکتل، ول: دا بې‌‌ناموسه ولي ناست دئ؟

ټولو ته ئې وويل: کښېنئ.

يواځي هغه ئې ميدان ته واچوی. هغه ډېر شرمېدلی وو. مارشال له يوه عسکره توپک واخيستی، يو يو خطايي ډز ئې په پښو کي ورته کاوه او هغه سړی خولې خولې وو او د نور مخونه له خندا شنه ول.

بيا ئې موسيقي بنده کړه. هغه ته ئې ور ږغ کړل، چي ای بې ناموسه، دلته راسه. ته زما د بريا په ورځ چارزانو ناست يې؟ نن مي زړه ډک دئ، راسه چي نن زړه ټوله تا ته خالي کوم.

مارشال په نشه کي غرق و ترق وو او پرله‌پسې ګډ وو. ويل: دا مارشالي ما په مسخرو نه ده اخيستې. پر دې مي په زرهاوو مړه کړي دي. معاملې مي کړي. خپل او پردي مي پر خوږ کړه. نور ئې څه کوې، خلک مي لا پر بوک کړل په سپين ږيره. دا نه وو، چي ما خوند پر اخيستی. دی مي د وختو يار وو، خو زامن ئې خورا په کش کي وه. يو والي وو، بل وکيل وو، بل معين وو. زما سره ئې سيالي کول. سترګه مي ئې ور مړه کړه. ما خپل قومندان جمعه پهلوان لا پرې نه ښووی، چي زه ئې د زوی پر ځای وم؛ بيا نو دی پرېږدم؟

زه چي لا ځوان وم، د خلق ديموکراتيک په پوليسو کي مي ځان واچوی. يارباشه سړی وم. کله کله مو د خلکو په زوره پيسې اخيستی. بيا به فراريانو وو. خو په خلق کي مو په درېشي کي هر څه کولای سوای. بيا قومندان سوم. خپلي ملېشې مي جوړي کړې. جنګونه مي په ټېکه اخيستل. د ګليم جم څخه بېرېدل. تر کندهاره پوري جنګونو ته ولاړم. خو د کندهار سخت جنګره خلک دي، نيمی خلک ئې را ووژل. مګر ما هم په ليلې دښته کي کسات ترې واخيستی. داسي مي ورېبل، چي په ځان پوه لا نه سول. بيا مي په قلايي جنګي کي هم کانټېنرونه په ډک کړه. زه چا ته پور او په ازبکو کي تر ځان پورته نه پرېږدم. اکبر بای ډېر غورځېدی. ښځه او لور مي ئې د ده مخ ته ورته چپه کړې. هغه کرکولي والا طيارې را پسي را واستولې، امريکا دي خدای لري؛ تر منځ مو سوه. دونه نامي نه سته، چي مخ مي ونيسي. ګلبدين ناحقه د کابل په قصاب او راکيټونو مشهوره دئ. کابل تر اوسه په سکاټ نه وو ويشلی سوی. اول وار ما پر ګلبدين په کابل کي کروز استفاده کړی. بيا دا بل هلک مسعود هم پر طالبانو درې کروزه ور وتوغولې. دا احمدزي لاس راکړی، زه په پوه نه وم، چي چم راسره کوي؛ خو د هغه بل احمدزي کسات ئې لا راڅخه وکښی؛ چي ما له ميدانه را وګرځوی، بيا طالبانو مړ کړی. مارشالي مي په مسخرو نه ده اخيستې. دا د شمال امپراطور خبر کړی، چي بچيه، قومندان دي زه يم.

له ډېرو خبرو او نشې څخه پر مارشال درنه څپه خپره سوه او په ناستي په خورهاري بيده سو.

هغه سپين ږيری د ده د ماشومتوب ملګری وو. مګر هغه پوه وو، چي په هيچا رحم نه لري.

دی چي خوب يووړی، هغه په زوره وويل: زمری چي زوړ سي، خوب ئې ژر ژر وړي. په ده غرض مه لرئ. پرې يې ږدئ، چي خوب وکړي.

د مارشال لور او زوی، چي دواړه د پارلمان وکيلان دي او زوی ئې، چي جنرال دئ؛ را وغواړئ. کيسه خرابه ده، بايد تصميم ونيسو.

څو دقيقې وروسته په بله خونه کي مجلس وو. ټولو نظريې ورکولې. د مارشال وکيل زوی نيم ساعت وږغېدی. خو هيڅوک پوه سول، چي څه ئې وويل او څه غواړي.

بيا ئې لور شل دقيقې صفت وکړی، نور ئې هيڅ و نه ويل. جنرال زوی چي ئې ځان خبرو ته جوړوی؛ دباندي د هيو هوی ږغ سو. دوی چي ور ووتل؛ جنرال د سپورټ په درېشي په خپلو کي خلک ځغلول. د ډاکټر ئې ورسره جنجال وو، چي ستا صحت نه دئ ښه. ده ښکنځل ورته کول، ول: ته مارشال يې، که زه؟

په دې وخت کي ئې لور راغله. دی ئې تر لاس ونيوی او په زوره ئې دننه بوتلی. جنرال زوی ئې ورته وويل: کارونه ګډوډ دي، ته بېغمه ناست يې.

ده ورته وکتل، ول: ډېر غور مه وهه. شمال ئې ټول ما ته را تسليم کړی دئ. ټول تسهيلات ئې زما په واک کي دي.

بيا چورت يووړی، شاوخوا ئې وکتل. ول: تاسي دا د ترکيې سفير را روخ کړئ.

يو چا ورته وويل: دا دئ، خبري وکړه.

ده هغه ته وويل: وضعيت کومي خوا ته روان دئ؟

نور ده صرف هم، هم، هم لاره. هغه تقريباً شل دقيقې ورته ګډ وو. د مخ بڼه ئې وا وښته، خو هيڅ ئې و نه ويل. صرف دونه ئې وويل: خير و خيرت دئ.

او بيا يې خپل ساقي ته پرله‌پسې ښکنځلي وکړې او په چيغه ئې وويل: بې ناموسه، ګيلاس مي را ډک کړه.

داسي معلومېدل، چي طوفان يو چا را رهي کړی وو او په وړاندي خلکو ته ئې ويل کېدل، چي مازي ئې پر تاسي تېروو. تاسي ږغ مه لرئ، ځکه ټوله خوشبينه ول، خو هيڅوک نه پوهېدل، چي څه روان دي؟ هر څه خپله کېدل. ټولو ويل: يو پلان سته. خو هيڅوک نه ول خبر، چي څنګه پلان او د چا پلان.

د طوفان په وړاندي هر ډول خنډ کرار کرار خپله را شوړېدی. داسي ښکارېدل، چي د ټولو په لاسونو کي چړې دي او کرار کرار خپل رګونه شکوي او له دې شکولو يو ډول خوند اخلي. ټول خندېدل او خوشحاله ول، چي دا دئ؛ بېړۍ ډوبېږي. هيچا ږغ نه کاوه، ټولو يواځي ننداره کول او ځينو حتی چک چکي ورته کولې. طوفان شېبه په شېبه تېزېدی او خروړى کېدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب