Homeخبرونهپه بریتانیا کې د پوستکي سرطان د درملنې په برخه کې مهم...

په بریتانیا کې د پوستکي سرطان د درملنې په برخه کې مهم پرمختګ

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۳۰ مه) په بریتانیا کې د پوستکي د سرطان د درملنې په برخه کې هغه مهال مهم پرمختګ وشو چې یوه ازمیښتي شخصي شوي واکسین د پوستکي د وژونکي سرطان، میلانوما، د بېرته راګرځېدو په مخنیوي کې هیله‌بخښونکې پایله لرلې ده.

په یوه لوی کلینیکي ازمېښت کې څرګنده شوې چې د سرطان شخصي شوی واکسین د ناروغانو له ناروغۍ څخه د پاک پاتې کېدو موده اوږدوي او د سرطان د بدن نورو برخو ته د خپرېدو خطر کموي.

د دې وروستي پړاو په کلینیکي ازمېښت کې د میلانوما شاوخوا ۱۰۰۰ ناروغان شامل وو. ټولو ناروغانو تر دې مخکې جراحي کړې وه. واکسین د کېټروډا (Keytruda) له درملو سره یوځای ورکړل شو؛ کېټروډا یوه ایمیونوتراپي ده چې د بریتانیا د روغتیا په ملي حدماتو (اداره) NHS کې د سرطان د ګڼو ډولونو د درملنې لپاره کارېږي.

د واکسین دوو جوړوونکو شرکتونو ویلي چې د کېټروډا یوازې استعمال پرتله، د واکسین او کېټروډا ګډ استعمال له سرطان څخه د ناروغانو د پاک پاتې کېدو موده د پام وړ زیاته کړې او د ناروغۍ د خپرېدو خطر یې هم راکم کړی دی.

که څه هم د دې وروستي ازمېښت بشپړ او تفصیلي معلومات لا نه دي خپاره شوي، تمه ده چې پایلې یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه په تفصیل وړاندې شي.

د همدې کال په پیل کې د یوې کوچنۍ څېړنې پایلو هم ښودلې وه چې د معیاري ایمیونوتراپي ترڅنګ د انتسمیران (antimiran) واکسین کارول ښايي د سرطان د بېرته ګرځېدو یا د ناروغ د مړینې خطر تر ۴۹ سلنې پورې راکم کړي.

میلانوما د پوستکي د سرطان له تر ټولو خطرناکو ډولونو څخه دی او هر کال د نړۍ په کچه د ډېرو کسانو د مړینې سبب کېږي.

د درملو جوړونکي شرکت دا پرمختګ د سرطان د څېړنې په برخه کې «یو پرېکنده پړاو» بللی دی. د دې ډول شخصي شوو واکسینونو موخه دا ده چې د ناروغ د خپل سرطان ځانګړتیاوې په نښه کړي او د بدن دفاعي سیستم وهڅوي چې د سرطان حجرې په لا اغېزمن ډول وپېژني او له منځه یې یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...