Home+هغه ټولنه چې ټوپکیان پکې زړور ګرځي| شاه زلمی

هغه ټولنه چې ټوپکیان پکې زړور ګرځي| شاه زلمی

د ښایسته او هوسا ژوند لپاره لازمي نه ده چې ډیره شتمني او امکانات دې موجود وي ؛ ځینې وخت واړه انساني خویونه او ساده چلندونه هم کولای شي یوه ټولنه ارامه، ښکلې او د ژوند کولو وړ وګرځوي.
د یوې ښویېدلې ټولنې ستونزه یوازې دا نه وي چې وښوییږي؛ ستونزه هغه وخت لا ژوره کېږي چې د همدې ښویېدنې تسلسل دوام ومومي او هره ورځ  لا ژورې کندې ته غورځوي.
پر ژوند مئین ولسونه هڅه کوي چې ورځنی ژوند له وړو وړو خوښیو پیل کړي؛ یو سلام، یوه موسکا، یوه مننه، یوه بښنه او بل انسان ته درناوی یې د ټولنیز ژوند برخه وي. دوی پوهېږي چې سترې نېکمرغۍ له همدې کوچنیو انساني ارزښتونو راټوکېږي.
خو په وروسته پاتې ټولنه کې خبره ددې برعکس وي. هلته ان سترې خوښۍ د وړو وړو بدمرغیو، بې‌ احترامۍ، زورزیاتي او بې‌ باورۍ له امله بدرنګه کېږي. هغه څه چې باید د خلکو د ژوند د ارامتیا او خوښۍ لامل شي، د زور، وېرې او بې‌ نظمۍ تر سیوري لاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
په داسې ټولنه کې د لوفرانو، بدماشانو او بدکردارو خلکو راج د شریفو خلکو پر سرونو چلیږي . د انسان عزت د اخلاقو، پوهې او شخصیت له مخې نه، بلکې د زور، واسطې او وسلې له مخې سنجول کېږي. څوک چې قانون ماتوي، ځان زړور ګڼي؛ څوک چې کمزوری وي، د خپل حق غوښتلو لپاره هم وېره احساسوي.
ورو ورو داسې حالت رامنځته کېږي چې ټوپک قانون شي او ټوپکیان د قانون خاوندان.
په دې ډول ټولنه کې انسان ته دا مهمه نه وي چې څوک یې درناوی کوي؛ مهمه دا وي چې څوک ترې وېرېږي. د خبرو پر ځای د ټوپک ژبه کارول کېږي، د دلیل پر ځای د سرزورۍ او د حق پر ځای د زورو خبره منل کېږي.
تر ټولو بده دا ده چې کله یوه ټولنه له دې حالت سره روږدي شي، خلک د دې پر ځای چې د زور او سپک چلند پر وړاندې ودرېږي، هڅه کوي له زورواکو سره ځان عیار کړي. شریف انسان چوپتیا غوره کوي ، بدماش زړور کېږي او ټوپکیان ورځ تر بلې ډاډمنېږي.
د داسې ټولنې تر ټولو لویه ماتې دا نه وي چې ټوپکیان پکې ډلې ډلې ګرځي ؛ اصلي ماتې هغه وخت پیل کیږي چې شرافت کمزورتیا وبلل شي او بدماش د اتل په جامو کې راووزي.
په یوه سالمه ټولنه کې زړورتیا دا نه ده چې څوک ټوپک پر اوږه وګرځوي؛ زړورتیا دا ده چې انسان د بل حق ونه خوري، د کمزوري لاس ونیسي، د ظلم پر وړاندې ودرېږي او د خپل حق تر څنګ د بل انسان حق هم خوندي وګڼي.
خو په وروسته پاتې ټولنه کې داسې انګېرل کېږي چې مړۍ که نه وي، پروا نه کوي؛ خو ټوپک باید وي. کور که وران وي، پروا نه کوي؛ خو د زور نښه باید له اوږې ځوړنده وي. ژوند که له ارامۍ خالي وي، مهمه نه ده؛ خو خلک باید ووېرول شي.
همدا هغه ځای دی چې یوه ټولنه خپل ارزښتونه له لاسه ورکوي.
په کور کې به یې یوه لپه  اوړه نه وي، خو چې ټوپک ورسره وي، ځان به ورته قلقلا خان ښکاري .
 دا  دې هغې  ټولنې د تراژیدۍ هغه  انځور دی چې هلته د انسان د ژوند، عزت، کار، تعلیم او هوساینې پر ځای زور، وسله او وېره د مقام او واک نښې ګرځېدلې وي.
ټولنه هغه وخت ښکلې کېږي چې انسان پکې د انسان په توګه ارزښت ولري؛ نه د  وسلې، زور او بد اخلاقۍ له وجې.
لیکوال: شاه زلمی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...