Home+د افغانستان د خپلواکۍ د څلورمې جبهې اتل، غازي میرزمان خان کونړی

د افغانستان د خپلواکۍ د څلورمې جبهې اتل، غازي میرزمان خان کونړی

نصیر ستوری

د افغانستان د خپلواکۍ په پېښلیک کې داسې شخصیتونه شته چې ژوند او مبارزه یې یوازې له یوې جګړې یا یوې تاریخي پېښې سره نه، بلکې د یوې اوږدې ملي مبارزې له بهیر سره تړلې وي. په دې ډله کې لوې خان غازي میرزمان خان کونړی د افغانستان د خپلواکۍ د مبارزې له هغو نومیالیو سیمه‌ییزو مشرانو څخه و، چې ژوند یې د شلمې پېړۍ د لومړیو لسیزو له مهمو سیاسي او پوځي بدلونونو سره تړلی و.

غازي میرزمان خان په ۱۸۶۹م کال، چې له ۱۲۴۸ هجري شمسي کال سره سمون خوري، د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په لمټک کلي کې د حاجي ګلروز خان په کور کې زېږېدلی و.

د غازي میرزمان خان غور نیکه، محمد اکرم خان، د سپین غر د تیرا سیمې مشر و. د قبایلي شخړو او اختلافاتو له امله  له خپل کلي «کوټ» څخه  کونړ  د لمټک سیمې ته  راغی.

کونړ د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د افغانستان له هغو سرحدي سیمو څخه و چې د مرکزي حکومت، سیمه‌ییزو قومي جوړښتونو او برتانوي هند د سرحدي سیاستونو ترمنځ په حساس چاپېریال کې پروت و. په دې سیمه کې قومي مشرانو د سیاسي او پوځي اغیز مهمه ونډه لرله. میرزمان خان هم په همدې چاپېریال کې وروزل شو او ورو ورو د کونړ له اغېزناکو قومي مشرانو څخه شو.

میرزمان خان د ځوانۍ له وخته د ډیورنډ کرښې هاخوا د برتانوي هند د واک پر وړاندې د پښتني سیمو له مقاومتونو سره نږدې اړیکې لرلې او له خپلو ملګرو سره یوځای یې  د ازادي‌غوښتونکو جنګیالیو ملاتړ یې کاوه.

په ۱۹۰۸م کال کې د مومندو د «سرې غزا» په نوم مقاومت کې یې د یوه غښتلي سیمه‌ییز غازي او قومي مشر په توګه ونډه لرله. د همدې هلوځلو له امله نوموړی د برتانوي هند پر وړاندې د یوه چلاند (فعال)  مقاومت کوونکي په توګه مطرح شو او په ختیځو پښتني سیمو کې یې شهرت زیات شو.

د انګرېزي استعمار پر وړاندې د میرزمان خان مبارزې هغه له ځوان شهزاده امان‌الله خان سره هم آشنا کړ. د وخت په تېرېدو دغه اړیکه په نږدې ملګرتیا او باور بدله شوه او د امان‌الله خان مور هغه ته «زوی» ویلی و.

د ډیورنډ کرښې هاخوا د میرزمان خان تګ راتګ او د برتانوي ځواکونو پر وړاندې د هغه فعالیتونه د امیر حبیب‌الله خان د حکومت د اندېښنې سبب شول. نوموړی تر څارنې لاندې راغی، ونیول شو او د سیاسي بندي په توګه بنديض شو.

هغه لومړی شاوخوا یو کال بند تېر کړ او وروسته په ضمانت خوشې او کونړ ته ستون شو؛ خو ډېر ژر بیا ونیول شو او د کابل په شېرپور زندان کې بندي شو.

کله چې امیر حبیب‌الله خان د ۱۹۱۹م کال په فبرورۍ کې ووژل شو، میرزمان خان له زندانه خوشې شو. له دې وروسته، د نوي سیاسي پړاو په پیل کې، د هغه اړیکه له امان‌الله خان سره نوره هم پیاوړې شوه.

د ۱۹۱۹م کال په مې میاشت کې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ درېیمه افغان ـ انګرېز جګړه پیل شوه.  افغانستان د خپل بهرني سیاست په برخه کې د برتانوي محدودیتونو څخه د وتلو او د یوه خپلواک دولت په توګه د خپل نړیوال دریځ د ټینګولو فرصت ترلاسه کړ.

په دې جګړه کې د افغانستان د منظم پوځ ترڅنګ ګڼو قومي ځواکونو هم برخه واخیسته. د ختیځې سیمې جبهې د جګړې په عمومي بهیر کې ځانګړی اهمیت درلود.

د ۱۹۱۹م کال د چترال ـ کونړ جبهه، چې د «استقلال څلورمې جبهې» په نوم هم یاده شوې، اسمار، ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او د چترال شاوخوا سرحدي سیمې یې رانغاړلې. د غرنیو سیمو، تنګو درو، سختو لارو او قومي اړیکو له امله د دې جبهې جګړه له مرکزي جبهاتو سره توپیر لرلو.

میرزمان خان د سیمې له جغرافیې او خپل قومي نفوذ څخه په استفادې د جنګیالیو په راټولولو، تنظیم او د جګړې په بهیر کې مهم رول ادا کړ.

د میرزمان خان هڅې د ۱۹۱۹م کال له جګړې سره پای ته ونه رسېدې، بلکې خپل سیمه‌ییز نفوذ یې د دولت د پیاوړتیا لپاره هم وکاراوه. هغه د اماني دولت په دولتي شورا کې غړیتوب درلود او د حکومت په سیاسي او قانوني چارو کې یې ونډه اخیسته.

د خپلواکۍ له جګړې وروسته په ختیځ افغانستان کې د قومي یووالي او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې لپاره ګڼې جرګې جوړې شوې چې غازي میرزمان خان پکې هم مهمه ونډه لرله.

په ۱۹۲۰م کال کې په هډه کې یوه لویه جرګه جوړه شوه چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و. د ننګرهار، لغمان، کونړ او د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو قومي مشرانو، علماوو، سپین‌ږیرو او نورو خلکو پکې برخه اخیستې وه.

د جرګې له مهمو موخو څخه د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ملاتړ او د برتانوي لاسوهنو پر وړاندې دریځ نیول یاد شوي دي. ویل کېږي چې میرزمان خان د دې جرګې په جوړېدو او تنظیم کې مهم رول درلود.

د ۱۳۰۱ هجري شمسي کال د جلال‌اباد لویه جرګه د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د نوي سیاسي او حقوقي جوړښت له مهمو غونډو څخه وه. په دې دوره کې د هېواد د ادارې، ټولنیزو اصلاحاتو او قانون جوړونې موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وشوه.

د ۱۳۰۷ هجري شمسي کال د پغمان په لویه جرګه کې هم د میرزمان خان د ګډون یادونه شوې ده. نوموړی په یوه بله جرګه کې د پکتیا د عملیاتو له امله حاضر نه و او د هغه زوی عصمت‌الله خان پکې ګډون کړی و.

غازي امان الله خان، ملکه ثریا او د کونړ غازي میرزمان خان
په پغمان کې د ۱۹۲۵ م کال د خپلواکۍ د جشن د مراسمو د نندارې په وخت کې

کله چې د اماني دولت د اصلاحاتو په بهیر کې له ځینو قومي سیمو سره شخړې رامنځته شوې، نو په ۱۹۲۴–۱۹۲۵م کلونو کې د پکتیا له پاڅون سره د مقابلې لپاره حکومت پر قومي مشرانو او سیمه‌ییزو ځواکونو هم تکیه وکړه.

میرزمان خان د اماني حکومت په غوښتنه د پکتیا د پاڅون د ځپلو په عملیاتو کې برخه واخیسته.

په ۱۹۲۸م کال کې د شینوارو د پاڅون پر مهال هم د اماني دولت له خوا پر میرزمان خان او د هغه پر قومي ځواکونو تکیه وشوه. نوموړی له خپلو کونړي ځواکونو سره جلال‌اباد ته لاړ او د حکومت په ملاتړ یې د اماني دولت د داخلي ثبات په ساتلو کې ونډه واخیسته.

غازي امان‌الله خان د میرزمان خان د خدمتونو په بدل کې هغه ته د « لوی خان» لقب، د وفا مډال، د لوی خان مډال، د خدمت مډال او د صداقت مډال ورکړل. له دغو مډالونو او ستاینلیکونو سره مالي او ځمکني امتیازات هم مل وو.

د ۱۹۲۸م کال له وروستیو څخه د غازي امان‌الله خان د اصلاحاتو پر وړاندې مخالفتونه زیات شول او په ۱۹۲۹م کال کې د هېواد سیاسي نظام له ستر بدلون سره مخامخ شو.

کله چې په ختیځ کې د حکومت دننه سیاسي بدلونونه رامنځته شول، میرزمان خان کونړ ته ستون شو، څو د امان‌الله خان د ملاتړ لپاره قومي ځواکونه راټول کړي.

هغه له چغه‌سرای (چغان‌سرای) څخه د اسمار پر لور روان و، هلته یې زوی عصمت‌الله خان د پوځي قطعې قوماندان و.

د لارې په اوږدو کې د شېګل د شېنکوړک په سیمه کې د ماښام لمانځه لپاره جومات ته ورغی. نوموړی په همدې جومات کې د لمانځه پر مهال د یوه غلچکي برید په ترڅ کې د اماني رژیم د ملاتړ له امله په بې رحمانه ډول شهید شو

د میرزمان خان له شهادت وروسته د هغه د کورنۍ ستونزې پای ته ونه رسېدې.

کله چې محمد نادر خان واک ته ورسېد، د اماني رژیم د  ملاتړ له امله، یې د غازي میرزمان خان د کورنۍ پر وړاندې سخت دریځ غوره کړ

د غازي میرزمان خان ورور جنرال خان محمد خان کونړی او دوه زامن یې، غنډمشر عصمت‌الله خان زماني او غنډمشر ګل‌محمد خان زماني، کابل ته راوغوښتل. په ښکاره د جګړې (حربیې)  وزارت کې د دندو په نوم، خو په اصل کې د هره ورځ حاضرۍ ورکولو له لارې تر سختې څارنې لاندې وساتل شول. ویل کېږي چې دا حالت تر ۱۳۲۳ لمریز کال پورې دوام وکړ.

په ۱۳۲۴ لمریز کال کې د کونړ د ساپیو پاڅون نادر خان  د یوې بهانې په توګه وکاراوه  او د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۲۹مه نېټه د غازي میرزمان خان د کورنۍ له سلو څخه زیات غړي یې  پرته له کوم جرم او محاکمې، د نامالوم برخلیک په تمه د دهمزنګ په بندخونه کې بندیان کړل

په بند کې د ناروغیو او ناوړه تغذیې له امله یې د کورنۍ ۲۸ تنه غړي مړه شول او  د ۱۳ کلونو سیاسي بند له تېرولو وروسته هرات ته شړونکي (تبعید) شول او د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پورې یې هلته د شړل شوو په توګه ژوند تېر کړ.

غازي میرزمان خان یو ورور، جنرال خان محمد خان کونړی، اته زامن شیرمحمد خان، غنډمشر عصمت‌الله خان ، غنډمشر ګل‌محمد خان، حبیب‌الله خان، محمد ارسلان، خیرمحمد خان،  یارمحمد خان او محمد هاشم خان او  بي‌بي مریم، بي‌بي حاکمه، بي‌بي حسنیه، بي‌بي شاه‌ببو،  بي‌بي صندله، بي‌بي ، بي‌بي ګل  او بي‌بي سدرة‌المنتهی په نامه لوڼې لرلې

عصمت‌الله خان زماني د اسمار د پوځي  بولندوی (قوماندان)  او د اسمار ملکي مدیر هم پاتې شوی و. هغه د خپل پلار سره یې د اماني دولت په ځینو پوځي عملیاتو کې ګډون کړی و.

په ۱۹۲۸م کال کې یې له خپل پلار سره د شینوارو د پاڅون پر وړاندې په عملیاتو کې هم برخه اخیستې وه او ګل‌محمد خان زماني هم پوځي مشر و.

محمد هاشم خان زماني د پښتو ژبې شاعر، لیکوال او سیااستوال و. د هغه ژوند د میرزمان خان د کورنۍ د میراث یوه بله سیاسي، ادبي او فرهنګي برخه څرګندوي،  د دې کورنۍ  هلې ځلې فعالیت یوازې په پوځي او قومي ډګر کې محدود نه و، بلکې د پښتو ژبې اوکولتور  په برخه کې هم دوام موندلی و.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP) بنسټ‌اېښودونکی ډاکتر کبیر ستوری د غازي میرزمان خان د مشرې لور زوی وو.

د PSDP مشر قانونپوه علي خان محسود وایي چې د ده نیکه، غازي میرزمان خان، د شاه امان‌الله خان له ځانګړو کسانو څخه و او امان‌الله خان هم د انګرېزانو کلک مخالف و.  له همدې امله ، کېدای شي د میرزمان خان سیاسي او ملي مبارزې د کورنۍ پر راتلونکو نسلونو هم اغېز کړی وي. د کبیر ستوري د ملتپالنې روحیه او د پښتنو د ملي یووالي لپاره د هغه مبارزه د دې کورنۍ له تاریخي سیاسي میراث سره د تړاو له امله هم کېدای شي.

درنښت

نصیر ستوری

20.08.2026

————-

سرچینې

۱. محمد ولي ځلمي: زمونږ غازیان.
۲.  امان افغان جریده: پنځم کال.
۳. د حقیقت جریده، لومړی کال.
۴. عبدالخالق اخلاص: د استقلال څلورمه جبهه.
۵. له محمد ارسلان زماني سره مرکه.
۶. عبدالله غمخور:د افغانستان د آزادۍ شهسوار
۷. پښتونخوا :د غازي میرزمان خان ژوندلیک
۸. ډاکتر عبدالرحمن زماني: غازي میرزمان خان ژوند او مبارزه.
۹. Shahmahmood Miakhel: Understanding Afghanistan Importance of Tribal Structures in Afghanistan

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شمشیر غار او (لاورې کارونیز) پرتله | زمری محقق

دواړه غارونه د نړۍ له مشهورو تاریخي غارونوله جملې څخه دي، خو د جوړېدو، تاریخي ارزښت او کارونې له پلوه ډېر توپیر سره لري.  :Shamsher...