په پراګ کې مې څو کاله وشول، چې په زاړه ښار کې (نامیستي میرو) سیمې ته څیرمه یوې سلماني ته ورځم. د دغې سلماني هم بیه ښه ده او هم یې یوه مشره په انګریزي پوهیږي. نورې څلور کارکوونکې یې هم ښځې دي، هغوی هم دومره په انګلیسي پوهیږي چې په خبره پوه شي چې څومره ویښته لنډ کړي او څرنګه یې جوړ کړي.
چې نوبت مې راغی، دې مشرې هندارې ته ایښې چوکۍ راکش کړه په خندا یې راته وویل:
– مهرباني کښینئ
سلمانې د حال احوال پوښتنه راڅخه وکړه. ځواب مې ورته ورکړ نو چرت مې وواهه چې زه به هم څه پوښتنه ترې وکړم. په زړه کې راتیر شو چې تیره میاشت چې مې ویښته وړول دا نه وه. ورته ومې ویل:
– چیرته وې دا یو څه موده لکه چې نه وې؟
دې سترګې پټې کړې بیا مسکه شوه:
– مزې مې وکړې رخصته وم، کلي ته ولاړم
– په کلي کې څه مزې وې؟
– غرونو ته وختم، پوڅکۍ مې راغونډې کړې
په خندا مې ورته وویل:
– په پوڅکیو خو د پراګ دوکانونه ډک دي
سلمانې زما پر ویښتو اوبه وشیندلې بیا یې وویل:
– کله چې په خپل لاس څه راغونډوې بیا یې پخوې، د ورځې په غرنیو نریو لارو په بایسکل ګرځې راګرځې نو باید خوندونه ټول کړې کنه زمان ظالم دی نه تم کیږي.
د بیاتي ټک ټک شو بیا یې وویل: « ته پوهیږي کله چې ستا مکان بدل شوی وي باید له ژونده خوند واخلې کنه په هغه مکان کې به بیا ژوند هغسې اسانه نه درباندې تیریږي چې له مجبوریه پکې کار کوې».
پوڅکۍ…؟
پوڅکۍ مرخیړیو یا سمارق ته وایي او په انګریزي کې ورته مشروم
وايي
( پوڅکی) کېدې شی سيمیز نوم وی،خو ښه به دا نه وه که د پوڅکی پر ځاې بین الفغانی نوم( حرېړی) کارول شوې وې په انګریزې او عربې کې به د وضاخت اړتیا هم وه، او بله دا چې( پوڅکې )،پوسکې هم کېدې شی