قاضي له لنډ ځڼد وروسته بېرته خپل مېز ته راستون شو، ناست کسان ورته په درناوي پاڅېدل، چوپتیا ماته شوه، لاندې دوو کسانو یو بل ته وکتل، یوه سپینکې ځوان د شاوخوا دوولس کلنې ښکلې نجلۍ په وېښتو کې ګوتې وهلې، نجلۍ هم له څوکۍ لاندې غلې او ترهېدلې ولاړه وه، خو د بل تور سوي کس سترګې بیا د هغه په ګوتو او د نجلې په اوږدو وېښتانو کې ګنډلې وې،د ځوان قېمتي ساعت او په دواړو ګوتو کې د بیروجو د غمي ګوتمیو یې سترګو ته رڼا ور شیندله. د قاضي دروند غږ ددغه مشاهدې د پرې کېدو سبب شو.
عبدالصمد خانه! دا چې په مرګ د عظیم الله د ګواښلو په اړه اسناد یوازې شفاهي او د عظیم الله د ادعا وو پر بنسټ وو، په دې برخه کې په تا کوم تور نه شو ثابتولی، ټیلفوني مکالمې تر لاسه نه شوې او د واټسپ غږونو کې مو هم یوازې زارۍ او غوښتنې کړې، ته د اخطار او ګواښ له موضوع برات حاصلوې، خو د دولس کلنې ملکې بنت عظیم الله د اختطاب موضوع کې ټول شواهد موږ ته د قبول وړ…
عبدالصمد له څوکۍ یو قدم را وړاندې شو، په لکڼه یې ځان تکیه کړ او په احساساتو یې وویل
بنت عظیم الله نه، بنت عبدالصمد، هغه زما لور ده، زما وینه ده.
د ښوونځي له لارې څخه مو ولې اختطاب کړې او وېرولې وه؟
نه، داسې نه ده، خپله راسره تللې، هغه پوهېده چې اصلي پلار یې څوک دی؟
څنګه دې ته له یوه پردي کس سره په خپله تللې؟ د هغې په خوله او پزه لاس اېښودل شوی، ساه یې بنده شوې، په لاس او پښو یې د تړل کېدو نښې هم څرګندي دي، تر ټولو مهم دا چې خپله ملکه اقرار کوي چې یوه کس له ښوونځي څخه د راتګ پر مهال په زور موټر ته اوچته او په سختو ګوزارونو یې غلې کړم، پولیسو هم ستا په کور کې په تړلي حالت کې موندلې ده او ژړاګانو یې ګاونډیانو هم اورېدلي دي، شاهدان موجود دي.
عبدالصمد له غوسې د لکڼې لاستی په دواړو موټو کې ټینګ کړ، د ملکې سترګو ته یې وکتل، خو په لیدو یې بېرته ورڅخه مخ را وګرځاوه، د غاړې په خېرن دستمال یې د تندي او غاړې خولې وچې کړې، څو یې چې خبرو ته ځان جوړاوه، قاضي ورڅخه بله پوښتنه وکړه
هر څه واضح دي، یوازې دا ووایه چې ولې په خپله دې ورکړه پښېمانه یې؟
دده پر ځای یو بل کس لاس اوچت کړ او قاضي هم هغه ته د خبرو اشاره وکړه
مهرباني وکړه وکیل صاحب!
اصلا د ورکړې او اخیستنې، بلکې د غوښتنې حالت فرق لري، کله چې تېره میاشت زما موکل او عظیم خان د واده په یوه محفل کې مخامخ شول او ملکه یې وپېژنده، له دې لیدنې وروسته د عبدالصمد حالت بیخي بدل شوی، په کور کې هم پرېښانه وي، د لېوني په څېر ملکه ملکه یادوي، هسې غوسه کوي.
دوی پخوا نه وو لیدلي؟
نه، دا یې یوولس کاله وروسته لومړۍ لیدنه وه، دوی پخوا اصلا ډېر صمیمي او نږدې ملګري وو، ملکه د عبدالصمد څلورمه لور وه، له پیدایښت وړاندې یې ژمنه کړې وه، د یوې نیمې یا دوو میاشتو په عمر د همدې ملګرۍ او لورینې له مخې د خپلې مېرمنې په خوښه هغه ته ورکړې وه، ځکه چې عظیم له واده پنځه کاله وروسته هم کوم اولاد نه درلود، بیا دی پاکستان ته خپلې کورنۍ سره کډوال شو، په یوه او بل یې سترګې نه لګېدې.
قاضي ته لکه چې د مدافع وکیل خبرو خوند نه وي ورکړی، په څوکۍ کې یې ډډه ووهله، د اوبو له بوتل یې غړپ وکړ او هغه ته یې وکتل
وکیل صاحب! دا خبرې به تکراري وي، فقط غواړم په دې پوه شوم چې ولې دا ملګري په داسې دښمنۍ واوښته چې خبره یې تر محکمې را رسېدلې ده، مشخص ځواب ورته لرې؟
هو قاضي صاحب! تاسې ته معلومه ده چې زما موکل د درېیو لوڼو پلار و، پنځه کاله وړاندې عبدالصمد د کابل – جلال اباد په لویه لاره ټکر کې خپله بوډۍ مور او درې لوڼې له لاسه ورکړې، اوس یې هم ګوګل کې خبر سرچ کولی شی، دی خپله سخت ټپي و او پښه یې دا دي اوس هم معیوبه ده، یوازې مېرمنې ته یې سخت زیان نه و رسېدلی، میاشت مخکې چې کله دوی د خپل یوه خپلوان واده کې سره مخامخ شول، له عظیم سره ملکه هم وه، هغه چې کله ملکه وپېژنده، نو پلرنۍ مینه ورباندې غالبه شوه، دوه ورې ځله یې مخامخ او د دوستانو په وسیله عظیم ته ور یاده کړه چې دی اوس اولاد نه لري، باید لور یې بېرته ورکړي، خو د عظیم سخت انکار ددې سبب شو چې خبره تر ګواښونو او اختطاف ورسېږي.
د قاضي په څېره د خپګان نښې خپرې شوې، دواړو ته یې لومړی ځل په مهربانه نظر وکتل
عجیبه ده، ډېره عاطفي موضوع ده، موکل ته مو د الله تعالی له درباره اجر عظیم غواړم، د معلوماتو له مخې عظیم لا هم اولاد نه لري، یوه داسې نجلۍ یې په مینه او مهربانۍ روزلې چې ملګري يې په رضایت ورکړې وه، حق یې دی. بله پوښتنه دا ده چې ملکه بي بي هم اوس له اصلي قضیې خبره ده؟
هو، زما موکل او ما خپله د هغه په کور کې ورته دا تریخ حقیقت ویلی دی، خو هغې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی، یوازې عظیم او د هغې مېرمنې ته مور او پلار وايي، بله دا چې…
قاضي یې په خبره کې ور ولوېده
ته صبر وکیل صاحب! تا په تېره جلسه کې ویلي وو چې نجلۍ مې د موکل په کور کې نه ده لیدلې او هلته نه ده وړل شوې، اوس مو دلته بل څه وویل؟
د وکیل خپلو خبرو ته پام شو، خو مخکې له دې چې سپیناوی وکړي، قاضي مېز په څټک وواهه او په لوړ غږ یې امر وکړ
لطفا! دا ماشومه ملکه بي بي همدا اوس ماته راولئ!
د محکمې یوه کارکوونکي ملکه د قاضي مېز ته ور وستله، قاضي د مهربانه پلار په څېر را پاڅېد او هغه یې په تندي ښکل کړه، په ټيټ غږ یې څه ورته وویل، بیا مخ حاضرینو ته را واړوه، مدعي او مدعي علیه دې هم پاڅېږي، له څوکیو دې لږ وړاندې راشي.
بیا یې ملکې ته وویل:
لورې! ته اختیار لرې چې دوی دواړو څخه یو خپل پلار وټاکې او ورسره پاتې شې، ورځه، خپله تصمیم ونیسه…
د ملکې په غټو سترګو کې حیراني او خوښي وځلېدل، دواړه ته یې وکتل، لومړی پښه نیولې شوه ، خو بیا یې په یوه منډه د عظیم الله غېږې ته ځان ور ورساوه.
د ټولو ناستو کسانو په شونډو موسکاوې خپرې شوې، خو څنګ ته یې عبدالصمد په دواړو لاسونو تندۍ ټینګ کړ، لومړی یې له لکڼه له لاسه ولوېده او وروسته په خپله پر ځمکه را پرېوت، د پرېوتو غږ ېې په ټول مجلس کې یو ځل بیا چوپتیا خوره کړه.
۱۴۰۳، د چنګاښ ۱۳مه