دیارلسمه برخه
د قیامت میدان
پرون دلته د باران وړاندوینه شوې وه. د ماسختن تر لمانځه وروسته مو د اقصی جومات په یوه څنډه کې پرېکړه وکړه چې سبا به د ماسپښین تر لمانځه وروسته جریکو ته ولاړ شو او هغه ځای به وګورو چې ویل کېږي د موسی علیه السلام قبر دی. که رښتیا ووایم ددغې پرېکړې لپاره لږ کمپاین ما د ماښام تر لمانځه وروسته کړی و. زما له پخوا نه دې خبرې ته سودا وه چې له دې لویې ډلې سره ښایي زه هغه ټول ځایونه ونه شم لیدلی چې زه یې دلیدلو هیله لرم، نو تلوسه مې وه چې یوازې شم او ځینې مهم ځایونه وګورم. ما غوښتل د زیتون غر، د سپېڅلي قبر کلیسا، د ژړا دیوال او ځینې هغه کلیساوې وګورم چې تاریخي ارزښت لري. ما دا هم اورېدلي چې د اقصی جومات د انګړ ختیځ ته د زاویه افغانیه په نامه دیوه افغان پیر خانقاه ده چې سلګونه مریدان لري او له کلونو کلونو راهیسې یې کورنۍ دلته اوسېږي. د شپې چې خپلې کوټې ته لاړم د محمود هغه ډالۍ مې راوویسته چې له بروشر او د بیت المقدس له یوه لوی عکس سره یې را ډالۍ کړی و. په دې کوچني لارښود کتاب کې د ټولو هغو دیني او تاریخي ځایونو په اړه معلومات او لارښوونې وې چې سیاهان یې د لیدلو هیله لري. د لارښود کتاب تر یو څو پاڼو اړولو وروسته مې د زیتون د غره باره کې ولوستل. جالبه داده چې تر دې غره لاندې زیاتره هغه تاریخي کلیساوې دي چې زه یې لیدل غواړم. زړه مې خوشحاله شو. پرېکړه مې وکړه چې سبا به ارو مرو ددې غره پر لمنه قدم وهم.
نن د سهار لمانځه ته یوازې د الاقصی جومات ته راغلم. لږه تیاره وه خو دلته امنیت دومره د ډاډ وړ دی چې د هېڅ ډول خطر احساس نه کېږي.
باران که څه هم درېدلی و، خو د زاړه ښار کوڅې لمدې وې، ځای ځای لږې اوبه ډنډ وې خو لکه زموږ د ځینو ښارونو خټه او ناولتیا پر ځمکه نه لیدل کېده. د بیت المقدس هوا نن بیخي جنتي وه. د الاقصی جومات انګړ ته چې ننوتم طلایي ګنبده د باران په اوبو وینځل شوې او تازه ښکارېده.
له نېکه مرغه نن سهار هماغه امام و ما یې د غږ ثبتولو نیت کړی و. د لمانځه پر وخت مې موبایل ریکاډر عیار کړ او د ټولې جمعې تلاوت او تکبیرونه مې ثبت کړل. تر لمانځه او تلاوت وروسته د الاقصی جومات مخې ته ووتم. هوا لږه باراني وه خو لا د باران څرک نه ښکارېده. ځان مې قدم وهلو ته تیار کړ. زه چې له کله راهیسې امریکا کې اوسېږم سهار یا مازیګر پلی مزل کوم. ښایي دا به د هغو ډېپریشنونو له امله وي چې د مهاجرت په لومړیو کلونو کې انسان ورسره مخ کېږي، خو دا مې اوس عادت ګرځېدلی او ښه خبره داده چې تاوان یې نه شته. زما خو بیخي ورسره روح او ذهن تازه کېږي. دلته مې هم قدم وهلو ته زړه وشو خو له بارانه ډارېدم. یو چا راته وویل دلته هوا ډېر وخت همداسې وي. معمولاً نری باران اورېږي، خو ډېر تېز نه وي. له همدې کس نه مې د زیتون د غره د لارې پوښتنه وکړه. ویل یې په دغه مخامخ دروازه ووځه، د زاړه ښار له چاردیوالۍ چې ووتلې وبه ګورې چې نور خلک هم له همدې لارې خپلو مقدسو زیارتونو ته ځي. هلته څو لارې دي. یوه لاره د ژړا دیوال او سپېڅلي قبر ته وتلې ده، بله مخامخ غره ته خیژي. له هر چا چې پوښتنه وکړې لاره درښیي خو زیات خلک روان وي څه ستونزه به نه وي.
له دې خبرې سره مې د بوټونو مزي کلک وتړل او د زاړه ښار په کوټو کې مې د زیتون غره خواته چټک مزل شروع کړ. د زیتون غره لیدل مې ددې سفر بیخي ضروري و، ځکه لیدل یې زما لپاره د تاریخ، عقیدې او د هغو تارونو ژوره سپړنه وه چې مختلف کلتورونه سره یوځای کوي. د بیت المقدس په زاړه ښار کې له یو څو دوکانونو پرته نور ټول بند و. د ښار له ډبرین چاردیوالۍ د باندې هم همدا حال و. په بیت المقدس کې معمولا دوکانونو د شپې تر ناوخته خلاص وي او سهار بیا لږ ناوخته خلاصېږي. د میوو او ترکاریو کریټونه د دوکانو مخې ته همداسې په میدان ایښي وو، ځینو پرې ټاټ یا څه پرده مرده غوړولې وه او ځینې همداسې پراته وو. ماته یې د افغانستان او پاکستان د میوو او سبزیو منډیانې رایادې کړې. د طالبانو د لومړۍ دورې امارت وختونه مې ذهن ته راغلل چې د سړک د غاړې دوکاندارانو به پر خپلو مالونو یوازې یو غټ څادر هوار کړ نور به ترې کور ته لاړل. ښایي دلته امنیت یې ښه وي چې دا خلک په ډاډه زړه خپل مالونه د سړک پر غاړه پرېږدي.
د بیت المقدس ښار دا شاوخوا سیمه ټوله غونډۍ غونډۍ ده. د زیتون غر چې ورته وایي دا هم یوه لویه او جګه غونډۍ ده خو غر یې بولي. د سړک پر غاړه یوه نرۍ لاره غره ته بېله شوې وه. شاوخوا ترې د یهودانو زاړه کورونه دي چې بامونه یې تقریباً یو له بل سره لګېدلي. لږ مخکې چې لاړم، د غونډۍ پر ډډه درې لارې دي. دلته زه لږ حیران شوم چې اوس کومې خواته لاړ شم. پر لاره درې کسه روان وو. یوه تن کامره غاړې ته اچولې وه عکسونه یې اخیستل. له شنو خولیو او سپینو لنډو جامو یې ښکارېدل چې بنګالیان دي. پوښتنه مې ترې وکړه چې دا مخامخ لاره کومې خواته تللې ده. یو ځوان را نږدې شو. په انګریزي ژبه پوهېده. ویل یې موږ هم ډېر بلد نه یو، خو مخامخ د زیتون غر دی هماغه خواته چې هره لاره تللې وه پر هماغه لاره به لاړ شو. تر پنځلس، شل دقیقې مزل وروسته د غره سر ته ورسېدم. زه دلته یوه شېبه ودرېدم. له دې ځایه د بیت المقدس زوړ ښار، نوی ښار او د جریکو سیمه ډېره ښه ښکارېده. طلایي ګنبده د نوي راختونکي لمر په وړانګو کې ډېره ښکلې ځلېدله. د اقصی جومات او انګړ ته مې وکتلې، هغه روحاني روایتونه، پېښې او پیغمبران مې یو یو ذهن ته ودرېدل چې په دغه مخامخ غونډې کې اوسېدلي. له دې ځایه د اقصی جومات شاوخوا او زاړه ښار نه شاوخوا تاو شوی څلور کیلومتره دیوال ډېر په اسانۍ ښکاري. ویل کېږي د اقصی جومات شاوخوا ودانۍ ۱۴۴ جریبه ځمکه ده چې مقدسې ودانۍ، خانقاوې، کورونه، سر پټ بازارونه او تونلونه ټول په کې شامل دي. رښتیا هم چې بیت المقدس د درېواړو مذهبونو یو تاریخي ښار دی. هرې خوا ته چې ګورم د مختلفو دینونو خلک ډله ډله ولاړ دي، څوک عکسونه اخلي، څوک ویډیوګانې کوي او چاته ددوی د سفر لارښوونکي معلومات ورکوي.
د زیتون غر د یهودانو او عیسویانو لپاره ډیر اهمیت لري، خو مسلمانان په مذهبي لحاظ له دې غره سره ډېر تړاو نه لري. يهودان په دې عقيده دي چې د قيامت په ورځ به ددوی خدای یهودا د زيتون په غره باندې وځليږي او په هغه ورځ به غر په دوه برخو وويشي دا د قيامت د ورځې نښه ده يهودان پر دې غره ښخېدل يوه خوشبختي ګڼي. د عیسویانو قضیه بیا له دوی سره یو څه توپیر لري هغوی عیسی علیه السلام د خدای زوی ګڼي، قرآن فرمایي: دا دومره د شرم او وحشت خبره ده چې که غرونه، ځمکه او اسمانونه پدې پوه شي له شرمه به ټوټه ټوټه شي. عیسویان په دې باور دي چې په دې دنیا کې به د هغه ظهور په همدې غره کې وي، دلته به راښکته شي او د ختیځې دروازې له لارې به بیت المقدس ته ننوځي. دلته شاوخوا د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو ډلې ښکاري چې خپلې جنډې یې په لاسونو کې نیولي او هر یو بېل بېل له خپلو لارښوونکو سره ولاړ دي. یوه ډله مسلمانان مې ولیدل چې یوه تن ورته په انګریزي خبرې کولې. زه هم ورغلم ورسره ودرېدم. یو فلسطینی مسلمان چې په روانه انګریزي ژبه یې خبرې کولې مخامخ الاقصی جومات ته اشاره وکړه ویل یې مخامخ طلایي ګنبده چې تاسو ته ښکاري دا ډبرې ګنبده ده چې پر ۶۹۱ م کې د امویانو په دوره کې جوړه شوې ده. د هغې مخې ته حرم شریف دی. دا هغه جومات دی چې موږ یې نن ورځ مسجد الاقصی بولو، پخوا د جمعې جومات یا جمعه جومات بلل کیده. د ډبرې د ګنبد یا طلایي ګنبدې شاته د Apocalypse کلیسا ده. د دې تر شا هغه ګنبد دی چې عیسویان یې نیمه نړۍ بولي. په دې کلیسا کې د عیسی مسیح ژوندلیک په طلایي موزایک کې لیکل شوی دی. تر هغه لاندې بیا د سپېڅلي قبر کلیسا دویم ګنبد دی چېرې چې عیسی مسیح ددوی په وینا صلیب شوی و او د ۴۰ ساعتونو یا درې ورځو لپاره دلته ښخ کړل شوی و. دا د مختلفو دینونو ترمنځه یوه اختلافي مسله ده. مسلمانان باور لري چې عیسی علیه السلام ژوندی دی او اسمان ته ختلی. تر هغې لاندې بیا یوه هدیره ده او ښی خوا ته یې یو وران دیوال لیدل کېږي چې ویل کېږي همغلته د حضرت داود علیه السلام قبر دی. د زیتون د غره په ښکته برخه کې درې کیلومتره دره ده چې یهودان ورته د یهوسفات دره او مسلمانان ورته د دوزخ دره وایي. د یهودانو او مسیحیانو په وینا د صراط پل به دلته جوړیږي. یهودان باور لري دا هغه ځای دی چې ځمکه آسمان ته نږدې ده. مسیح به د زیتون غره ته راشي او د زیتون له غره به د صراط څخه تیریږي. د هدیرې په منځ کې دوه لوړې، تړلې دروازې دي. دوی وایيچېرته چې د ډبرې ګنبده ده، مسیح به راشي او په هغه تخت به ناست وي. جالبه داده چې دلته د مسلمانانو هدیره هم شته، چې په دې قبرونو کې دننه د دوو اصحابو قبرونه دي. په حقیقت کې ویل کیږي چې دلته شاوخوا څلویښت صحابه کرام شهیدان شوي او د هغوی قبرونه همدلته دي، خو د دوو تنو قبرونه معلوم دي.
د زیتون غر د بیت المقدس زاړه ښار ته نږدې ختیځ خوا ته موقعیت لري. ددې غره پر ډډه له پیړیو راهیسې د زیتونو ونې ولاړې دي چې ویل کېږي ځینې په کې سلګونه کاله عمر لري. په مذهبي روایاتو کې راغلي چې د داود علیه السلام د پاچاهۍ مرکز د موریا غونډۍ پر سر وه چېرته چې اوس د الاقصی جومات دی. دغه باغ داود علیه السلام جوړ کړی چې بیا د هغه زوی سلیمان علیه السلام د موریا غونډۍ پر یوه څنډه هیکل سلیماني هم جوړ کړ او دا باغ یې وپاله. تر هغوی وروسته همدا سلسله روانه وه، ان تر دې چې عیسی علیه السلام به هم له خپلو ملګرو سره د زیتونو دې غره ته راتللو او دلته به یې ناستې کولې. د نرۍ لارې دواړو غاړو ته د سلیمان علیه السلام د وخت زړه هدیره ده چې شاوخوا ۱۵۰ زره قبرونه په کې دي. باور دادی چې دلته ۳۰۰۰ کلن قبرونه هم شته. زه چې کله د هدیرې له منځه تېریدم یو چا راته وویل چې دلته د خورا مهمو مشهورو شخصیتونو قبرونه هم شته، لکه د ذکریا علیه السلام قبر، د سلیمان علیه السلام د زوی ابولوم قبر، د اسرائیلو د یوه پخواني وزیر میناچم بیګین، رابرټ میکسویل قبر او اوسمهال خو لا ډېر شتمن یهوديان چې په امریکا او اروپا کې ژوند کوي دلته د ښخولو وصیت کوي ځکه چې دوی باور لري دقیامت په ورځ به د حساب و کتاب میدان د موریا پر غونډۍ وي، چېرته چې اوس داقصی جومات دی. که دلته ښخ شي نو دوی به لومړی جنت ته ننوځي. له همدې امله دلته د قبر لپاره ځای اخیستل ډېر ګران دی او تر پنځو ملیونو ډالرو هم قبرونه خرڅ شوي. یوه ډله مسلمانان هم د نبوي احادیثو له مخې باور لري چې دقیامت میدان به شام کې وي، چې ښایي موخه یې همدا ځای وي، ځکه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې دا سیمې ټولې په شام پورې تړلې وې. یو شمېر نور مسلمانان بیا باور لري چې د قیامت ورځ به د عرفات پر غونډۍ جوړېږي، خو یوه خبره په ټولو ادیانو کې واضحه ده چې بله ځمکه به هواره شی، هغسې ځمکه چې د انسان وینه پرې تویه شوې نه وي.
ما چې دا خبرې واورېدې نو پوی شوم چې د روحانیونو له خوا د جنت د ټکټونو او قبرونو لپاره د مقدسو ځایونو خرڅول له کومې زمانې را پیل شوي دي.
هوا ورو ورو بیخي خوندوره شوه. ددې غره پر لمنه ګرځېدل لږ ننګوونکی دی، خو ما ترې خوند اخیسته. د باران په اوبو لمدې بوټې، د لوندې ځمکې بوی او تازه ګلونه داسې ښکاریدل لکه طبیعت چې په خپله زما هرکلی کوي. د زیتون غر یوازې یوه جیولوجیکي پدیده او تاریخي ځای نه دی بلکې دا د متنوع نباتاتو، مارغانو او حیواناتو لپاره یو پټنځای هم دی. سهار چې دې غره ته ختلم په لاره کې ددې ددې غره له ځینو ځانګړو اوسیدونکو سره مخامخ شوم. د ډول ډول ښایسته پتنګانو، مرغیو او حشراتو داسې نمونې مې ولیدې ته وا لکه زیتون غر چې خپل ساتونکي لري او سپېڅلې ښکلا یې څاري.
تر یو څو دقیقې مزل وروسته پرته له کومې ستونزې یوه شل فوټه لوړي ودانۍ ته ورسیدم، چې پخوا د سلیمان علیه السلام د کشر ورور او د حضرت داود علیه السلام د زوي ابسلام په مقبره مشهوره وه. روایتونو کې راځي چې ابسلام له پلار سره مخالف شو او د پلار او زوى تر منځ په دې جګړه کې د يوه روايت له مخې، په لومړي سر کې حضرت داود عليه السلام د ابسلام په لاس ماتې وخوړه او دلته په جبل الزيتون کې پټ شو. خو وروسته بیا جګړه وشوه او زوی ووژل شو. پخوا فکر کېده هغه دلته ښخ دی، نو له ډېرې مودې راهیسې د دې ښار خلکو پر دغه زیارت ډبرې غورځولې او دده قبر یې په تیږو ویشته. د ښار خلکو به دې ځای ته خپل اولادونه د عبرت لپاره راوستل چې له د خپلو پلرونو نافرماني ونه کړي. دیارلس کاله وړاندې په ۲۰۰۳ کال کې عیسوي لرغونپېژندونکو دلته یوه کتیبه وموندله چې د هغې له مخې ښکاره شوه چې دا د یحیا علیه السلام د پلار ذکریا علیه السلام قبر دی. له هغې وروسته دوی پوی شول چې دا ددوی یو سپېڅلی زیات دی. اوس ددې قبر رتبه او حیثیت یو په یو بدل شو او ډېر خلک ورته په احترام ولاړ وي. اوس دلته د شپې داسې ډولي څراغونه ځلیږي چې له لرې څخه د مصر د اهرامونو په څیر ښکاري.
د غره پر ډډه ځای ځای هغه ځانګړي ځایونه دي چې د لوایحو له مخې انجیل کې یې یادونه شوې او د عیسی علیه السلام او بي بي مریم د ژوند په اړه څو مهم واقعات همدلته پېښ شوي. د ذکریا علیه السلام له قبر نه یو څه لرې د ټولو ملتونو کلیسا یا Church of All Nations ده. دا هغه ځای دی چیرې چې عیسی د لویو تیږو په مینځ کې د نیولو دمخه ټوله شپه عبادت کاوه.
لږ وړاندې بیا یوه ودانۍ ده چې عرب یې کنیسۃ الصعود، مګر د عیسویانو په منځ کې دا د Church of Ascension بلل کیږي. ویل کېږي دلته یوه ډبره وه چې عیسویانو فکر کاوه د عیسی علیه السلام د پل نښه ورباندې وه، وروسته سلطان صلاح الدین ایوبي دغه ډبره له دې ځایه لرې او ماته کړه. مسلمانان باور لري چې له همدې ځایه عیسی علیه السلام اسمان ته پورته کړل شو.
له هغو درېیو بنسټیزو اختلافونو څخه چې موږ مسلمانان یې له عیسویانو سره لرو، یو یې د عیسی علیه السلام صلیب دی، دوهم دا چې عیسویان هغه د خدای زوی بولي او درېیم د تثلیث مسله ده. یوه مسله عیسویانو او مسلمانانو دواړو ته یو مقدس حیثیت لري هغه د عیسی علیه السلام بېرته ځمکې ته راتګ دی.
سلطان صلاح الدین ایوبي د بیت المقدس تر فتحې وروسته دا کلیسا په جومات بدله کړه، خو د خپلې تېروتنې په پوهېدو یې بېرته خپل اصلي حالت ته راوګرځاوه او جومات یې نږدې په یوه خالي ځای کې جوړ کړ.
مخامخ د غره یوه برخه کې دوه دروازې دي چې ګڼ روایتونه ور پورې تړل شوي. څوک وایي عیسی علیه السلام له همدې لارې بیت المقدس ته ننوتی و. څوک ورپورې د حضرت عمر رضی الله عنه او صلاح الدین ایوبي کیسه تړي چې دوی په همدې دروازو زاړه ښار ته ننوتل. یهودیان بیا په دې باور دي چې که تر دې دروازې لاندې تېر شي هماغه ورځ مړ کېږي. بس هر څوک د خپلو عقیدو او کلتورونو له مخې ګڼ تعبیرونه او باورونه لري. زه دلته تر یو څه وخت ګرځېدو وروسته د پیټر نوسټر کلیسا ته ولاړم چې د زیتون پر غره موقعیت لري. دا د کاتولیکانو یوه کلیسا ده چې په څلورمه میلادي پیړۍ کې د امپراتور قسطنطین مورهیلینا له خوا جوړه شوې وه. په دې کلیسا کې د عیسی علیه السلام یوه دعا په ۶۲ ژبو په موزایک تختو لیکل شوې ده چې کاتولیکان یې د پلار دعا بولي. دا تختې یو وخت د پارسیانو له خوا ویجاړ شوې وې چې وروسته د بازنطینانو له خوا بیا رغول شوې دي. لږ مخکې چې لاړ شې د غره ټیټه لمنه کې د سینټ مریم مګدالین په نامه د ارټوډکس عیسویانو یوه بله کلیسا هم د زیتونو د ونو په منځ کې ولاړه ده چې پر ۱۹۳۶ میلادي کال د روسیې د امپراتورې ماریا الکساندرونا په یاد جوړه شوې وه. دا ډېره ښایسته کلیسا ده چې معماري یې پنځه طلایي ګنبدونه لري. داخلي برخه یې په سپینو مرمرو، انځورونو او نقاشیو سره سینګار شوې ده. ترڅنګ یې د انګورو باغونه دي. دلته شاوخوا نور هم د ایټوپیا د کاتولیکانو او یونانیانو کلیساګانې دي خو د وخت د کموالي او نري نري باران له امله مې ټول ونه لیدل.
زه تر شاوخوا دوه ساعته ګرځېدو وروسته د عیسویانو کوارټر ته نږدې شوم چېرته چې د عیسویانو شاخوا ۴۰ مذهبي ودانۍ دي. دا ساحه له زاړه ښار سره نښتې ده. دلته یو جالب کار ته زما پام شو هغه دا چې د مسلمانانو او یهودانو ترمنځ د استوګنې سیمې د روښانه کرښو په واسطه له یوه او بل څخه جلا شوې دي. د زاړه ښار ختیځ ته مسلمانان، ارمنیان او عیسویان ګاونډیان دي چې په زړو ودانیو کې ژوند کوي. یهودیان بیا د زاړه ښار په لویدیځ کې او د دېوالونو څخه بهر په عصري سیمو کې ژوند کوي. په مقابل لوري کې د دې دیوالونو تر ټولو مهمه دروازه او د قبیلو دروازه (د شیر دروازه) باب الاسباب دی. ددې دروازې شاوخوا سیمه په څلورو برخو وېشل شوې ده. د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې په دې سیمه کې ۱۵۰۰۰ مسلمانان، ۷۰۰۰ یهودان او ۲۰۰۰ مسیحیان ژوند کوي. دا څلور کیلومتره سیمه د یهودانو، مسیحیانو، مسلمانو او ارمنیایي سیمو څخه جوړه ده. ډېری مسلمانان په زاړه ښار کې متمرکز دي، په ځانګړې توګه د ډبرې د ګنبد په شمال کې، هغه ځای چې د اوومې پیړۍ په پای کې د قبة الصخره او الاقصی جوماتونه په کې جوړ شوي او د حرم شریف په نوم هم یادیږي.
تر یو څه مزل وروسته زه د ژړا دیوال خواته لاړم. ددې دیوال یوه برخه ده د حرم شاوخوا ګرځي او یهودیانو او عیسویانو ته ډېر تاریخي ارزښت لري. اوږدوالی یې ۵۰ متره او لوړوالی یې ۱۸ متره دی. ددې دیوال په اړه ویل کېږي چې د بیت المقدس یوازینی پاتې شونی دی چې د سلیمان علیه السلام له خوا جوړ شوی، په همدې خاطر د عبادت او زیارت ځای دی او د یهودانو لخوا مقدس ګڼل کیږي. سره له دې چې د باران له امله دلته ډېره ګڼه ګوڼه نه وه، خو ما ولیدل چې ډېر یهودیان دلته دیوال ته مخامخ درېږي او ژاړي. له یو چا نه مې ددوی د ژړا د علت پوښتنه وکړه ویل یې کله چې یهودیان دلته راځي نو د معبد په ویجاړولو ژاړي او د بیارغونې لپاره یې دعا کوي. پخوا وختونو کې کله چې اروپایي سیلانیانو دلته د یهودیانو ژړا او فریاد لیدلی و نو د ژړا دیوال نوم یې ورکړی او تر اوسه خلک په هماغه نامه یادوي. ماته دا ډېر جالبه و چې دوی هم انجیل لکه مسلمانانو قاریانو غوندې په لوړ اواز او ښه په خوند تلاوت کوي، هماغسې ورسره خوځېږي او هماغه شان مچو کوي او په سترګو پورې یې مښي.
د ژړا دیوال تر کتلو وروسته بیرته د زاړه ښار کوڅو ته ننوتم. ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره شوې وه او باران هم اورېده. د عیسویانو کوارټر سره یو ځای مې ولیدل چې ډېر خلک یوې کوڅې ته ننوځي او دیوه کلیسا پر لور روان دی، زه هم ورغلم دا Church of the Holy Sepulchre و. عیسویان باور لري چې دلته عیسی علیه السلام ته غسل ورکړل شوی او همدلته ښخ شوی دی چې اسلام دا خبره ردوي. د عیسویانو پادریان هم زموږ له ملایانو کم نه دي، بلکې لږ زیات. داسې حکمونه به کوي چې د خره ورته تبه شي. د یکي یوه خدای سره یې دوه نور غبرګ کړي، عیسی د خدای زوی او روح القدس جبراییل یا مقدسه اروا. دوی وایی عیسی هم نعوذبالله خدای دی، هم یې زوی او هم یې روح.
دلته د کلیسا په منځ کې یوه تیږه ده چې د تېلو اته څراغونه په کې سوځي په دوامداره توګه لوند ساتل کیږي، پادریانو ویلي دا هغه ډبره ده چې حضرت عیسی علیه السلام ته یې پرې غسل ورکړی و، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه عیسویان راځي دا ډبره نیسي، خپل لاسونه او تندی ورباندې مسح کوي. ډېری کسان به ګورې چې پړمخې پر همدې تیږې پراته وي ښکلوي یې، سجدې ورته کوي او خپلې سینې ور پورې سولوي. ددوی ددې حالت په لیدلو د محمدعلیم بسمل هغه شعر رایاد شو چې وایي:
څوک و خپل ځان ته اوڅوک بت ته په سجده ستړی دی
هر څوک د خپلې بې عقلۍ په اندازه ستړی دی
د بیت المقدس په زاړه ښار کې ۲۲۰ تاریخي او مذهبي ځایونه لکه جوماتونه، خانقاوې، کلیساوې، کنیسه او نور شته چې د ټولو لیدل په لږ وخت کې اسانه کار نه دی، خو ددې ښار یوه ښیګڼه داده چې زیاتره ودانۍ له یوه او بل سره نږدې او ان دیوال په دیوال دي. د سهار په لومړیو ساعتونو کې د جوماتونو د اذانونو او د کلیسا د زنګونو غږونه ګډ پورته کېږي. د زاړه ښار په کوڅو کې، مسلمانان، یهودان او عیسویان ګډ روان وي. هر څوک خپلو عبادتځایونو ته ننوځي. سره له دې چې سیلانیانو سره د چا کار نه شته، خو د ځایي خلکو په مخونو او څېرو کې د تعصب نښې له ورایه ښکاري. د ځایي خلکو ترمنځ خو کرکه او دښمني دې حد ته رسېدلې چې د مسلمانانو او یهودانو بسونه یې په رنګونو سره جلا کړې دي. زه چې کله بېرته هوټل ته تلم یوه بس ته ور نږدې شوم خو بل چا راته وویل چې دا د مسلمانانو بس نه دی. یوه ټیکسي ته مې لاس ونیوه، چې کله پوی شو زه مسلمان یم کرایه یې رانه تر ټاکلي نرخ څو چنده زیاته وغوښته اخر په پښو لاړم او باران ښه لوند کړم.