دولسمه برخه
د مسلمانانو لومړی قبله
د مازیګر تر لمانځه مخکې یوه ډله مسلمانان د اقصی جومات مخې ته راټول شوي وو لږ شور ماشور و. ناڅاپه اسراییلي عسکر راغلل لکه د چڼچڼو په سېل چې کونګان راشي، تیت و پرک شول. یوه عسکر لکه ځیلي خر زور واهه چې اقصی جومات ته ننوځي، خو شیخ مجید یې مخه ونیوه. هغوی چې لاړل موږ ته یې مخ راواړوه: د تکبیر نارې ته یې هم نه پرېږدي.
ما ورنه پوښتنه وکړه چې څه خبره ده؟ ویل یې پرېږده چې تاسې او د نړۍ نور مسلمانان زموږ بې وسي او ددوی ظلمونه وګوري. دا یوه ورځ نه ده. دلته هره ورځ د اسرائیلي پوځیانو له خوا د سپېڅلي عبادت ځای د بې حرمتۍ پېښې کېږي، د هرې جمعې په لمانځه کې اسراييلي ځواکونه حرم ته ننوځي، په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړي. موږ د نړۍ د دریم ځواکمن پوځ سره په تشو لاسونو په جګړه اخته یو. اول خو دوی د مسلمان زیارت کوونکو پرمخ دومره خنډونه اچولي چې ډېر لږ کسان کولی شي بیت المقدس ته راشي. بیا که څوک راځي نو دوی دغسې ویره خپروي چې هغوی په ارامه پرېنږدي.
سره له دې چې د کمپلکس امنیت د اردن له اوقافو سره دی خو دوی په کې لا هم خپل ناولي قدمونه ږدي. کمپلکس مې ځکه وویل چې د الاقصی یا الحرم القدسی شریف په ترکیب کې هغه ټوله احاطه شامله ده چې طلایي ګنبده، نورې مذهبي ودانۍ او جوماتونه په کې دي. مثلاً مسجد قبله، مسجد براق، قبة السلسله، قبة النبی او نور. موږ دا وخت د الاقصی جومات مخې ته ولاړ وو. شیخ مجید راته وویل دا الاقصی جومات دی. دې جومات ته د قبلې جومات هم وایي چې په ډېر شان او شوکت سره جوړ شوی دی. الاقصی جومات د کعبې شریفې او مسجد نبوي ترڅنګ درېیم سپیڅلی مقام دی چې مسلمانانو ته ځانګړی اهمیت لري او د اسلام لومړۍ قبله ګڼل کېږي. اقصی په عربي ژبه کې تر ټولو لرې ته ویل کېږي. ددې جومات یادونه د قرآن کريم د اسراء سورت په لومړي آيت کې شوې ده. که څه هم ددې جومات د جوړولو دقیق وخت معلوم نه دی، خو ډېرو پیغمبرانو دلته عبادت کړی دی. شیخ مجید لږ نور هم وړاندې بوتلو. دغه مخامخ چې تاسې ته ښکاري دا ودانۍ ۸۰۰ کاله وړاندې صلاح الدین ایوبي جوړه کړې وه چې اصلي اقصی یې په لاندې تاکاوۍ کې ده. دغه زیني لاندې پوړ ته ښکته شوي چې هغه به هم وروسته وګورو.
شیخ مجید چې کله خبرې کولې نو استاد مهدي یې ژباړه کوله. مهدي که څه هم مصری دی خو فکر کوم ددوی او د فلسطینیانو په عربي لهجه کې د توپیر له امله یې سمه ژباړه نه شوه کولی نو شیخ عمر به هم په کې لږه لږه مداخله کوله. اخر یې زړه تنګ شو شیخ عمر یې را مخې ته کړ. شیخ عمر لکه د مخه چې مې یادونه کړې افریقایی- امریکایی دی خو په عربستان او فلسطین کې یې زده کړې کړي روانې عربي خبرې کوي.
د شیخ مجید د معلوماتو له مخې کعبه شپږ زره کاله وړاندې حضرت ابراهیم علیه السلام له خپل مشر زوی حضرت اسماعیل علیه السلام سره جوړه کړې وه. کله چې یې هغه له بي بي حاجرې سره پرېښود او له خپلې بلې مېرمنې بي بي سارا او زوی حضرت اسحاق علیه السلام سره له مکې څخه فلسطين ته راستون شو، نو دلته یې یو جومات جوړ کړ چې کار یې له جوړېدو پوره څلوېښت کاله وروسته بشپړ شو. موږ الاقصی جومات ته ننوتلو او شیخ مجید لا هم خبرې کولې. د دغه جومات مديريریت تر دوه زره کالو پورې د حضرت اسحاق او د هغه د ورستيو نسلونو په لاس کې و، يعنې تر هغه وخته چې بني اسرائيلو له فلسطين څخه مصر ته هجرت وکړ، دلته د واحد څښتن عبادت کېده. په قرآن کریم کې د بنی اسرائیل سورت په لومړي ایت کې خدای جل جلاله د دواړو ځایونو لکه کعبې او اقصی لپاره یو شان کلمه کارولې ده. له دې معلومېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له راتګ مخکې هم د کعبې او اقصی په نوم دوه سپېڅلي جوماتونه موجود وو چې په دې مبارک آیت کې یې یادونه شوې ده.
په تاریخونو کې لولو چې د الاقصی جومات په ۱۰۹۹ کال کې د صلیبیانو له بریدونو وروسته د کلیسا په توګه کارول کیده، د صلاح الدین ایوبي له خوا د بیت المقدس له فتحې وروسته بیا په جومات بدل شو. سلطان صلاح الدین د نورالدین زنګي په لاس الاقصی جومات ته دغه مخامخ منبر ډالۍ کړ چې د لرګیو درې زره ټوټې لري او د میخونو له کارولو پرته جوړ شوی دی. کلونه پخوا یو متعصب یهودي الاقصی جومات ته اور واچاوه چې ددغه منبر یوه برخه هم په کې وسوځېده. بیا وروسته د ترکي، اندونیزیايي او اردني نجارانو لخوا بېرته په هماغه شکل ورغول شو.
د منبر له پاسه د صلاح الدین ایوبي د زمانې یوې خطاطۍ ته مې پام شو چې د هغه نوم پرې په عربي ژبه لیکل شوی. له منبر او لوحې مې یو څو عکسونه واخیستل او بیرته د شیخ مجید خواته ولاړم.
د جومات د کیڼې خوا دیوال سره لګېدلي څو نور ځایونه یې راوښودل چې یو د مسجد حضرت عمر د محراب په نامه و، شاته یې مسجد صحابه، د ابراهیم علیه السلام او د ذکریا علیه السلام په نامه محرابونه وو. د مسجد حضرت عمر په اړه ویل کېږي چې کله د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر (رض) د فلسطین د فتحې پر وخت پر دې غونډۍ وخوت نو پر قبة الصخره یې سترګې ولګېدې او الله اکبر ناره یې تر خولې ووته. همدلته یې دوه رکعته د شکرانې لمونځ وکړ چې پر هماغه ځای اوس یو کوچنی محراب دی. ورسره خوا کې مسجدصحابه دی چې ویل کېږي دلته به څلوېښتو اصحابو عبادت کاوه.
موږ د ماښام لمونځ په الاقصی جومات کې وکړ. امام ته یې خدای پاک داودي غږ ورکړی و. قرائت یې د نورو عربو او عجمو سره جوت توپیر درلود. د سورت فاتحې او نورو سورتونو حروف یې داسې په خوند کشول چې زما زړه به ورسره باغ باغ شو. اراده مې وکړه چې د ماسخوتن په جماعت کې به د امام قرائت په خپل موبایل کې ثبتوم او هر وخت به یې اورم، خو چا راته وویل چې د ماسخوتن لمونځ به بل امام ورکوي. تر لمانځه وروسته موږ بیا د باندې ووتو چې نور تاریخي ځایونه هم وګورو. شیخ مجید د الاقصی جومات کیڼې خواته بوتلو چېرته چې د معراج په شپه محمد صلی الله علیه وسلم خپل براق تړلی و، ددې ځای او ژړا ترمنځ یو دیوال دی. شیخ مجید د جومات ښی خوا لمر پریواته ته ګوته ونیوله ویل یې تر دغه دیوال شاته د هیکل سلیماني پاتې شوني او د ژړا دیوال دی چې غربیان یې Western Wall هم بولی. یهودیان پر دې دیوال هره ورځ ژاړي او باور لري چې د الاقصی جومات د هیکل سلیماني پر تعمیر جوړ شوی. دوی پټ او ښکاره ډېره هڅه کوي چې د الاقصی جومات لاندې چې کوم پخوانی جومات دی هغه ته ځان ورسوي. دلته ما پوښتنه وکړه چې دوی نو ولې دا کوښښ کوي. شیخ مجید وخندل. ویل یې شیخ عمر به یې درته بیا په کراره کیسه وکړي. زه د معلوماتو دومره تږی یم چې ډېر وخت مې صبر ونه کړ. شیخ عمر چې له نورو لږ بېل شو خپله پوښتنه ورته مخې ته کړه. ویل یې دا ځکه چې دوی باور لري سلیمان علیه السلام د بایبل د جادوګرانو کتابونه همدلته ښخ کړې دي. له دې سره مې په ادبیاتو کې د بابل د جادوګرانو روایت ذهن کې تازه شو. زما یو شعر هم دی چې :
دجانان سترگو کې اوسېږي د بابل جادوگر
شمسزيه نور ترېنه په زغرده بغاوت کومه
په زړه کې مې ویل بختور یې چې ټول هغه تاریخي ځایونه په خپلو سترګو ګورې چې روایتونه یې له ماشومتوب راهیسې په ادبیاتو کې لولې او خپله یې هم په شعرونو کې یادوې. شیخ عمر خبرې کولې او زه د پښتو ادبیاتو په یوه لوی باغ کې ګرځېدم. داودي نغمې مې په کې اورېدې، د سلیمان تخت او غمی مې په کې ولید. هدهد مې مخې ته والوت. بلقیس را څرګند شو او لنډه دا چې هغه دیوان، جنیات او نور حیوانات مې یو یو مخې ته ودرېدل چې سلیمان علیه السلام تابع کړې وو.
په پښتو ادبیاتو کې که نثر دی او که شعر په دواړو کې د دواد علیه السلام د خواږه غږ یادونه په ډېر خوند سره شوې ده. موږ چې کله له چا نه داودي نغمې واورو، د چا داودي تلاوت یا سندره مو غوږونه وکړنګوي نو روایت یې موږ تر داود علیه السلام پورې ورسوي. ویل کېږي دده مناجاتو ته به انسانان، جنیات، حیوانات او مرغان راټولېدل او غرونو به ورسره تسبیح ویله. ده داسې خوږ لحن درلود، داسې زیر وبم تلاوت یې کاوه چې شجر و حجر یې ټول متاثره کول، غرونه او مرغان به یې په وجد کې راوستل او له ده سره یو ځای تلاوت کولو ته اړ کېدل.
همداسې سلیمان علیه السلام هم زموږ د حکایتونو، روایتونو، نثرونو او شعرونو یوه داسې څېره ده چې له ده پرته به زموږ ادبیات بې مزې وي. دغه هیکل سلیماني چې یو دیوال یې لا هم پاتې دی د سلیمان علیه السلام په وخت کې جوړ شوی. ویل کېږي چې سلیمان علیه السلام د ابادۍ ډېر شوقي و. پر دیوانو او پیریانو یې ښکلي او عظیم الشانه ماڼۍ جوړې کړې وې. هیکل سلیماني یو له هغو کلاګانو او د سلیمان علیه السلام ارګ و. دی د چا خبره د پاهانو پاچا و. داسې پاچایي یې لرله چې په هغه کې پیریان، انسانان، مرغان، حیوانات او بادونه ټول د هغه تر امر لاندې وو او پر ټوله ځمکه یې حاکمیت درلود. خدای پاک په قران کې وایي چې “د مسو چینه” یې ورکړه چې پیریانو او دیوانو به ترې لوی لوی لوښي او کښتۍ جوړولې. پیریان او شیطانان یې دده تابع ګرځولي وو چې د هغه لپاره به یې د سمندر له تل نه قیمتي الماس او جواهر راوړل. لکه دمخه مې چې وویل وایي حضرت سليمان علیه السلام به پر دیوانو او پیریانو لویې او ښکلې ودانۍ جوړولې. په قران کریم وایي “و تفقدالطیر” یانې ده ته د مارغانو، حیواناتو حتی د میږیانو ژبه ور زده کړل شوې وه. که څه ټول مارغان د هغه تابع او مطيع وو، خو هدهد د هغه د اطاعت او خدمت له امله ډېر مشهور دی.دا ځکه چې هدهد ورته د ملکې “بلقیس” په اړه معلومات ورکړی و. مولانا وایي:
چون سلیمان را سرا پرده زدند
پیشِ او مرغان به خدمت آمدند
مثنوي کې راغلي چې یوه ورځ سلیمان علیه السلام مارغان راوغوښتل چې خپل هنرونه ورته بیان کړي. هد هد ورته ویل زه داسې هنر لرم چې په وچو دښتو کې ترځمکې لاندې اوبه لیدلی شم. بله ورځ د اوبو په اړه معلومات په کار و خو هدهد په نورو مارغانو کې نه لیدل کېده. سلیمان علیه السلام غوسه شو ویل یې هدهد به یا قانع کوونکی دلیل راته وایي او یا به یې ذبحه کوم. هدهد چې راغی په یمن کې د ملکې بلقیس د جاه وجلال په اړه یې داسې نوي معلومات ورته راوړي وو چې ټول یې حیران کړل. سلیمان علیه السلام دهمدې هدهد په مښوکه کې بلقیس ته یو ډېر لنډ لیک ولېږه چې د لیک په لیدلو بلقیس سلیمان ته غاړه کېښوده.
لکه دمخه مې چې وویل، د سلیمان علیه السلام په اړه زموږ دیني باور دادی چې تخت به یې هو اکې ګرځېده او له دیوانو تر مارغانو او میږیانو د ټولو پاچا و. د بلقیس او سلیمان دا کیسه بیا زموږ د دېرو او حجرو هغه داستان و چې د اورېدونکو خوبونه به یې ښکلي کړل. پيرمحمد کاروان وایي:
زما زړه ته وا چې ډکه، شیشه ګۍ ده د مېږیانو
هر مېږي ته قصه وایم، د بلقېس د سلیمان
هیکل سلیماني ته د باب المغاربه دروازه نږدې ده. نن هلته تلل زموږ په پلان کې نه وو. موږ همدلته د الاقصی جومات شاوخوا ګرځو او شیخ مجید راته ځایونه راښیي. یو بل ځای ته لاړو چې شیخ مجید ویل دلته داود علیه السلام یو شیطان جن څملولی او بیا یې بندي کړی و. لږ ها خوا لږ کنډر غوندې ځای و، چې ویل کېږي د سلیمان علیه السلام جسد یې دلته دهغه پر امسا تکیه کړی و چې له مرګه یې څوک خبر نه شي، تر هغې چې امسا په خپله وشړېده او جسد هم ولوید. زموږ په ډله کې یو سوریایي- اسټرالیایي ډاکټر دی چې کله کله ناړامي کوي. داسې په ښکاره خو شک نه ښکاره کوي خو یو ځل یې ماته وویل چې په دې ډېرو خبرو زرګونه کلونه تېر شوي، کېدای شي ځینې روایتونه داسې وي خو د وخت په تېرېدو سره خلکو په کې زیاتونې کړې وي. ده دا هم ویل چې ځینې شیان ساینس نه شي تائیدولی. ما ورته وویل دا ټول هغه عقیدوي مسایل دي چې د ساینس، ټکنالوژۍ او تاریخ په تله کې نه شي تلل کېدای. که غواړې چې سربډاله نه شې نو د عقیدې مخې ته به خپلې ټولې ماسټریانې او ساینسي زده کړې یوې خواته ږدې او دا هرڅه به د زړه په سترګو منې.
د طلایي ګنبدې یا قبه الصخره ښي خواته یوه لویه زینه ښکته شوې ده. مخامخ یوه کوڅه ده چې هلته څلور، پنځه دوکانونه، یوه چایخانه او شاته یې د نارینه و او ښځینه و لپاره د اوداسه ځایونه جوړ شوي دي. تر لږ څه ګرځېدو وروسته اودس تازه کولو لپاره همدې کوڅې ته لاړم. ډېر وړوکی ځای خو دیو ګرم بازار غوندې له شر او شوره ډک دی. یوازې په دې ځای کې نه د الاقصی د جومات مخې ته او په دا ټوله احاطه کې ګڼ فلسطینیان لیدل کېږي چې د لمر پیتاوي ته ناست وي. شیخ مجید راته وویل چې دلته شاوخوا د مسلمانانو محله او ددوی کورونه دي. دوی خواران چې په خپلو تنګو کورونو او تیارو کوڅو کې په تنګ شي نو د اقصی جومات انګړ او باغونو ته د تازه هوا په لټه کې راځي. ددوی ماشومان زیاتره همدلته لوبې کوي او ماښام بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي. یو بل فلسطیني راته وویل چې ان له لرې لرې ځایونو هم فلسطینیان دلته راځي او ورځ دلته تېروي، دوی فکر کوي هرڅومره چې مسلمانان دلته ډېر وي هماغومره یې اغېز پر اسرائیلو زیات وي. [موږ غواړو دوی ته وښیو چې دا زموږ روحاني ځای دی، زموږ زړونه ورپورې تړلي، له دې پرته موږ ژوند نه شو کولی].
د شیخ مجید او فلسطیني ځوان دلایل په خپل ځای خو ماته دې کار خوند رانه کړ، ځکه دلته له سهاره تر ماښامه ناسته به دوی ته څه ګټه ورسوي، ددې پر ځای که کار زورګار وکړي او خپل اقتصاد ښه کړي نو مبارزه به هم ورته اسانه شي. د وږي خېټې به څه مبارزه وي.
ماته د یوه فرانسوي خبره یاده شوه چې لغمان کې به یې بزګرانو ته ویل ډزې او زراعت مو یو د بل لازم او ملزوم دي. حاجي صیب غلام نبي ګل په لغمان ولایت کې د مدیرا موسسې سره کار کاوه، نو د جان په نامه دغه شین سترګی فرانسوی یې هم ځان سره الینګار ته بیولی و. دا نو هغه وخت و چې د روسانو پر ضد د افغانانو ګرمه معرکه روانه وه. وایي جان به هرکلي کې خلکو ته ویل که زراعت مو شړ شو نو له جهاده مو هم لاس ووینځي. رښتیا یې ویلي وو. موږ په پښتو کې یو متل لرو چې په وږي خېټه جنګ نه کېږي. دلته چې دومره ځوانان بیکاره ناست وي نو ددوی کورنۍ او ماشومان به خامخا د اقصی جومات په انګړ کې خیرات غواړي.
رښتیا د خیرات خبره مې یاده کړه. یو بل کار چې دلته زما خوښ نه شو هغه دا دی چې د نورو هېوادونو مسلمانان دلته خیراتونه کوي، صدقه وړاندې کوي، په ځانګړې ډول مېرمنې چې ډېر نرم زړه لري له ډېرو ماشومانو سره مرسته کوي، خو زما په نظر دا کار ددې ماشومانو راتلونکی خرابوي او دوی خیراتخواره بلدوي. ما ته خپله نن څو تنو مېرمنو، وړو نجونو او هلکانو د سوال لاس را وغځاوه.
د سفر له یوه ملګري استاد مهدي سره مې خپله اندېښنه شریکه کړه، خو د هغه دلیل دا و چې اسرائیلو پر دوی د کار او روزګار ټولې سرچینې بندې کړي. د دغو فلسطینیانو اکثریت د فقر تر غره لاندې پراته دی، د دولتی دندو دروازې یې پر مخ تړلی دی او د سوداګرۍ فرصتونه هم په دغه ناوړه چاپېریال کې ډېر محدود دي. ډېری یې ورځنی مزدوری کوی. د لوړو زده کړو دروازې هم د ځوانانو پر مخ تړلي دي، یهودي دولت غواړي چې د دوی ژوند دومره ستونزمن او کړکیچن شي، چې دوی تنګ شي او نورو هیوادونو ته هجرت وکړي. لنډه دا چې له هرې خوا پرې سخته ده او له ناچارۍ دلته ناست دي. هغه یو څو تنه چې دوکانونه لري پر هغوی یې هم دومره ټکسونه زیات کړي چې مجبور شي دوکانونه او کورونه پرېږدي. د استاد مهدي خبرې جې مې واورېدې پر فلسطینیانو مې زړه درد وکړ چې د څه ظالم او کافر قوم تر ډبره یې لاس لاندې دی. خو بیا مې له ځان سره ویل:
که اسمان دې د زمري په خوله کې ورکړي
د زمري په خوله کې مه پرېږده همت
دا خلک باید همت له لاسه ورنه کړي، خدای خو مهربانه دی. چې فرعون او نمرود غوندې د دروغو خدایان او ددوی پاچاهۍ پاتې نه شوې ددوی ظلمونه هم تر قیامته دوام نه شي. کولی، خدای ج جلاله به حتما کوم بل عمر او یا صلاح الدین ایوبي پیدا کړي. خو هو دوی دې هم اسمان ته په تمه نه کښیني، که هرڅه ټکه ټوکه کولی شي لاس دې ترې نه نیسي ځکه خدای پاک په قران کې وایي چې إِنَّ اللهَ لاَ یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یُغَیِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ. ښاغلي ګل پاچا الفت همدغه ایت په شعر کې داسې ژباړلی:
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله
په ماښام کې د الاقصی جومات شاوخوا څراغونه روښانه شي ددې جومات ساده بڼه دومره ښکلې شي چې انسان یې تصویر نه شي کولی او په هر ځل کتو یو ډول خاص سکون او ارامي در بخښي. موږ ټول د ماسخوتن دلمانځه لپاره جومات ته ننوتو. د الاقصی جومات د دروازې ښي خواته ښځو ته ځای جوړ شوي چې لمونځ وکړي. ډله ډله ښځینه جومات ته ننوتل. دلته ماته د ارواښاد شپون صیب یوه خبره رایاده شوه چې کوم افغان ملا ورته ویلي وو، دا د ښځو جومات ته تګ عجیبه معجون مرکب، اسلامي ډمو کراسي ده. ما ویل که اوس زموږ هغه ملا صیب وي نو د خپلې طبعې دین به په وچ کوتک په دې خلکو ومني. د چا خبره دین یې داسې له خرافاتو سره اغږلی چې نه یې مثال په شرق کې شته او نه په غرب کې. سړی حیران شي که چېرې دین موږ ته له عربو راغلی وی، دادی عرب خو ددې کار مخالفت نه کوي، ان په کعبه شریفه او مسجدنبوي کې هم ښځې په جماعت لمونځ کوي. امریکا او اوروپا کې هم جومات ته د ښځو پر تللو بندیز نه شته، نو زموږ علما کوم اسلام او کوم مذهب تعقیبوي چې بېلګه یې په ټوله نړۍ کې نه پیدا کېږي.
نن ماښام ماته یوه بله خبره هم جالبه وه هغه دا چې په فرضو پسې د مسافرانه لمونځ اعلان وشو او بیا تر هغه وروسته یو بل صف ودرېد زه حیران شوم چې دلته څو لمونځونه کېږي، خو چا راته وویل چې د جنازې لمونځ دی. دلته شاوخوا چې څوک وفات شي نو د جنازې د لمانځه لپاره یې د الاقصی جومات ته جسد راوړي.
زه نن الاقصی جومات شاوخوا ډېر وګرځېدم او په هره برخه کې مې د اسلام د ظهور په کلونو کې د عربي او افریقایيکلتور د نښو تر څنګ د عثماني دورې او بیا د صلاح الدین ایوبي د وخت اثار ولیدل. دا څو ورځې چې بیت المقدس کې یم دلته به بیا بیا راځم او که خدای کول د هغو ټولو تاریخي ځایونو په اړه به د خپلو سترګو لیدلی حال ولیکم.
دلته د مازديګر په لمانځه کې د امام د قزائت او په ځانګړې توګه د سورة الفاتحه د لوستلو یادونه وشوه، د مازديګر لمونځ خو خفیه ادا کيږي دلته یې څنګه د قرائت یادونه شوې؟ په دې اړه وضاحت په کار دی