دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد پاکستان استازی: د جرمني پلاوي سره مې د افغانستان په اړه...

د پاکستان استازی: د جرمني پلاوي سره مې د افغانستان په اړه خبرې وکړې

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۳ مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني ویلي، چې د جرمني د پارلمان له یوه پلاوي سره یې د افغانستان په تړاو خبرې کړي.

هغه په خپله ایکس یا پخواني ټویټر کې د یوه عکس له خپرولو سره لیکلي، چې یاد شوي پلاوي سره یې د ترهګرۍ او دغه راز په افغانستان کې واکمنو طالبانو سره د نړیوال تعامل پر مسایلو خبرې کړي.

سرچینې د دغو خبرو جزیات نه دي روښانه کړي.

جرمني پلاوي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان ظاهراً د طالبانو رژیم سره د نړیوال تعامل او ورسره د مرستو زیاتیدو غوښتنې لري، خو تر ډېره یې دیپلوماتان داسې لیدنو کتنو کې د افغانستان خلاف خپلې ادعاوې بهرنیو پلاویو سره شریکوي.

د پاکستان د صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر په ګډون ډېر چارواکي د بهرنیو لیدنو کتنو پر مهال دا ادعا زیاته اعلانوي، چې ګواکې د افغانستان له خاورې یې پر ضد ترهګرې ډلې استفاده کوي او دا خطر پر پاکستان سربېره نورو هېوادونو ته هم پېښ دی.

طالب چارواکو مخکې د پاکستان داسې ادعاوې رد کړي او هم یې له نړیوالو په کنایوي ډول غوښتي، چې د دوی او افغانستان په اړه خبرې دې مخامخ دوی سره وکړي.

2 COMMENTS

  1. تاسو پاکستانیان د هغه امریکایې سناتور په خبره د ښځو کار او بار کې هم تکړه یاست، ایا هغه دی هم بیولئ وو او که بل ځاې مصروفه وو؟

  2. غربي هېوادونه د افغانستان د اوضاع په باره کې تر ټولو ښه معلومات لري . د منافقستان د مخ تور وي ، چې دوی ظاهرا زمونږ له غمه مړه دي ، د افغانستان په هکله نړیوالو سره خبرې کوي او په اصطلاح له مور نه دایه مهربانه شوه .
    چرکستان یا چټلستان به هېڅکله د افغانستان په هکله نړیوالو ته ښه معلومات ورنکړي . دوی د خپل غم وخوري ، چې ډنګر نه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب