پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ګیله من وزیر د غایبانه جنازې د ممانعت له امله پر...

د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې د ممانعت له امله پر طالب رژیم توندې نیوکې

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۳ مه) یو زیات شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو له دې امله توندې نیوکې کړي، چې ولې یې پرون کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او پر افغانستان د مېن شهید ګیله من وزیر د غایبانه جنازې ممانعت کړی.

لیکوال نعمان دوست په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «ګیله منه!

تا خو افغانستان خپل کور ګڼه؛ خو دا څنګه کور و چې د غایبانه جنازې ځای هم درته نه پیدا کیده.»
یو شمېر نورو فعالانو بیا ویلي، چې د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې په مخالفت طالب چارواکو له پنجاب سره د خپلو پټو اړیکو او اطاعت د ادعاوو یو بل ثبوت وړاندې کړ.
دا نیوکې تر هغې وروسته دي، چې طالبانو د کابل په عیدګاه جومات کې د ګیله من وزیر د غایبانه جنازې د مخنیوي لپاره پر ورغلو خلکو هوایي ډزې کړي او تیت و پرک کړي یې دي.
د دغو مراسمو یوه تنظیموونکي تاند ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې د غایبانه جنازې له اعلان سره طالبانو د خپل یوه نفوذي فرهنګي څېرې په وسیله ګواښل او د دې کار په سختو پایلو یې وېراوه.
د هغه په وینا، دوی استدلال کاوه چې د جنازې لپاره اجازې ته ځکه اړتیا نه لري، چې دا عبادت دی او عبادت کې د چا اجازه نه ده په کار.
سرچینه زیاتوي، کله چې د جنازې ځای ته لاړل، طالبانو یې یو شمېر ملګري ونیول، وډبول او له دوی یې ټلیفونونه واخیستل چې د دې صحنو ویډیوګانې ونه کړي.
که څه هم له دغه ممانعت سره- سره د ګیله من وزیر خواخوږو د کابل په حضوري چمن کې د هغه غایبانه جنازه ادا او د پاکستان او لاسپوڅو ډلو خلاف یې شعارونه ورکړل، خو د طالبانو رژیم تر اوسه د ګیله من وزیر په شهادت نه غمرازي ښکاره کړه او نه یې په دې اړه توضیحات ورکړل، چې ولې یې د هغه د غایبانه جنازې مخنیوی کړی.
یو شمېر سرچینو تاند ته وویل، چې ننګرهار، خوست، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې هم د غایبانه جنازې ورته مراسم پلان شوي وو، خو د طالبانو له وېرې ترسره نه شول.
د طالبانو یوه رسنیز مدافع توریالي همت د دغې جنازې د ممانعت په اړه په یوه تلویزوني بحث کې ویلي، چې دوی ګیله من وزیر نه پېژني، د کړنو خلاف یې دي او هم غایبانه جنازې په حنفي مذهب کې منع دي.
د طالبانو ځینو پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته خبرې لیکلي، چې د دوی خلاف یې لا نوره د خلکو غوسه پارولې ده.
یو شمېر فعالانو د مسکو د نڅا پر یوه صالون د څو میاشتې مخکې برید له یادولو سره طالب چارواکي مخاطب کړي او ویلي، چې پر هغه صالون خو مو برید ډېر ژر وغانده، ګیله من در ته د هغه برید له قربانیانو هم کم ارزښته ښکاري؟

2 COMMENTS

  1. د طالب د غلامی ثبوت دوی په خپله ورځ تر بلی ښکاره کوی. الله به دوی و شرموی رسوا به شی او ورک بشی. همدوی د مردار شوی ملا منصور او د ړوند ملا عمر غایبانه جازی ونکړې؟ بله دا چی د طالب د ظلم او بربریت حکومت په هر څه کی چی ګټه وی ولو که حرام وی هغه ته حلال وایی لکه د مالیی اخیستل. ملا حماسی په خپله ویډیو ندی ویلی چی مالیه اخیستل حرامه ده؟
    جاهله طالبان اصلآ لدی ویره لری چی لر او بر پښتانه به حتمآ سره یو ځای کیږی یو لوی افغانستان به جوړوی او بیا به هغه وخت په داسی د پنجاب غلامانو پر څوک لمونځ هم و نکړی. دوی کی چیری د پښتو غیرت شته ښځی او میندی یی د سپین بولدک په لار بی د پنجابیانو لخوا بی عزته نشوې؟

  2. دا کار د پښتنولی ، ګاونډیتوب او انسانی ورورولی خلاف یو مشکوک ملیشه یی عمل دی او نه افغانیت ثابتوی ، دا د لوی افغاستان ریښتونی بچی ،د غاصب او ظالم کرایی نړیوال جانیانو په لاس زورول شوی شهید هر غیرتی مسلمان یی پیژنی او که څوک یی نه پیژنی دا د هغی معلولیت ثابتوی ،دا ډول مبارزین قوم ته نجات ورکوی او صف یی غیرتی او په حقه دی ؛غوښتنی ،دریځ او مبارزه یی دخپل حق لپاره او مشروع ده نو هر مسلمان مکلف دی بنا پر تعاونوا علی البر والتقوی
    مدد یی وکړی او رسول الله ص فرمایی:
    من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام
    نو د آی اس آی د قاتلانو طرفداری د ظلم او رذالت طرفداری ده
    ولا تکن للخاینین خصیما
    باید واضح کړو چي ایمان او ظلم و درندګی نه سره جمع کیږی او د ګیله من شهید په شان به ټول امت او سالم انسانیت د شر پسندو ادارو نه ګیله من وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب