Homeخبرونهد کونړ مشهور خبریال خان ولي سالارزی وفات شو

د کونړ مشهور خبریال خان ولي سالارزی وفات شو

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۳ مه) د کونړ مشهور خبریال خان ولي سالارزی د ور پېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

سالارزی اوږده کلونه په دغه ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال او د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د کونړ راډیو تلویزون آمر و.

یو شمېر فرهنګیانو او خبریالانو د هغه په مړینه غمرازي ښودلې او رسنیز خدمتونه یې ستایلي.

سالارزی په وروستیو کې له ناروغۍ کړیده او ځینو خواخوږو یې نیوکه کوله، چې درملنې او ملاتړ ته یې واکمن رژیم او رسنیز بنسټونه سمه پاملرنه نه کوي.

1 COMMENT

  1. دا پژواک خبري آژانس چې تاسو یاددوي ، دا خو ډېر بېکاره خبري اداره ده ، یو یا دوه لیکې لنډخبر او تفصیل نه لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...