دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+ولې د شهید ګیله من وزیر شهادت لر او بر افغانان په...

ولې د شهید ګیله من وزیر شهادت لر او بر افغانان په شور راوستل؟

شاه محمود میاخیل

دا ځکه چې د هغه داعیې لپاره چې شهید ګیلمن مبارزه کوله هغه داعیه ملي، حقیقي او د ولسونو غوښتنه وه او ده.

د شهید ګیلمن وزیر مبارزه د افراطیت او د پاکستان د استبلشمینټ په ضد وه چې د افغانانو (لر اوبر) په سیمو کې یې د څو لسیزو راپدیخوا اور بل کړې دی.

د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله چې افغانان د افراطیت او تشدد خلاف دي. افغانان مسلمان دي خو افراطیان نه دي او نه د اجیرو افراطي ډلو  حمایت کوي. افغانانو چې کوم اسلام د پیړیو راپدیخوا منلې، هغه افراطي اسلام نه و او نه دی چې دا ځینې افراطي ډلې یې د پردیو د ګټو په خاطر د اسلام نه د سیاسي اهدافو لپاره ترې سؤ استفاده کوي.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت وښودله چې افغانان په خپلو سیمو کې سوله ایز ژوند غواړي، امن غواړي او لکه د دنیا د نورو مهذبو قومونو غوندې تعلیم، ښه ژوند او سوکالي غواړي. له بده مرغه دا د پاکستان د

پوځیانو د استخباراتو په لاس جوړ شوي افراطي ډلې دي چې د افغانانو ژوند یې تباه کړیدی.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت وښودله چې اوس افغانانو (لر اوبر) خپل دښمنان پیژندلي دي او د ولس زور د خدای زور دی.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت وښودله چې د یو یا څو کسانو په وژلو، بندي کولو، ورکولو، زجر او شکنجې کولو باندې، د سیمې استخبارات او افراطي ډلې نه شي کولې چې د افغانانو په منځ کې د ازادی او حق خود ارادیت فکر ووژني او له منځه یوسي.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت ثابته کړله چې څومره افراطي ډلې او د پاکستان استخبارات د تشدد نه کار اخلي، هماغومره د دوی په وړاندې د افغانانو کرکه او نفرت زیاتیږي، ملي احساس قوي کیږي او ګډ دښمن ته لر او بر افغانان متعهد کیږي.

د شهید ګیلمن شهادت دا وښودله چې د پاکستان په لاس جوړ شوو افراطیانو که د افغانانو بیرغ په کابل کې راټیټ کړ خو دا ملي بیرغ بیا د امو نه تر اباسینه هسک شو او د میلیونونو افغانانو په زړونو کې یې ځای پیدا کړ.

د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله که د افغانانو د مشرانو لکه د غازي امان الله خان او پاچا خان عکسونه د یو څو افراطي ملایانو له خوا په بر افغانستان کې مسخ شول خو دوی ونه کړې شول چې د افغانانو مینه د ملي شخصیتونو او ملي بیرغ سره او همداشان د خود ارادیت ملي داعیه د افغانانو د زړونو نه پاکه او مسخ کړي.

د شهید ګیلمن وزیر شهادت د افراطیانو پښې ولړزولې او د افراطیت لمن به د افغانانو په وحدت او یو ځای کیدو سره ټولیږي ځکه د هر څه نه د یو قام شعوري ویښتیا مهمه ده. د با شعوره او اګاه ملت د سیلاب په وړنداې بیا د افراطیت او استخباراتي پروژو خس و خاشاک نشي دریدلې.

 د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله، هغه سیاسیون، شاعران، لیکوالان، او په نامه مشران او نور  دوه مخي چې یوه ورځ د افراطیت ډول ته سندرې وایي او بله ورځ د قام په ویر ژاړي نور د افغانانو په منځ کې ځای نه لري.

د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله چې ګیلمن دوه مخې افغان نه و او په خپله مبارزه کې تر اخره ثابت پاتې شو نو ځکه یې د لر او بر افغانان په زړونو کې ځای پیدا کړ.

د شهید ګیلمن شهادت ثابته کړله هر څوک چې د افغان قام په ګټه په ملي دریځ کې ثابت پاتې وي، همیشه به د افغانانو په زړونو کې ځای لري او د شهید ګیلمن په شان به د تاریخ په کتابتون کې د دوی نومونه تلپاتې وي.

د شهید ګیلمن روح دې ښاد وي او کاشکې یو ځل یې بیا سترګې راغړولې وې چې لیدلې یې وې چې د هغه ملي بیرغ او د هغه په جانان وطن، لوی افغانستان کې د دې څومره مینه وال دي.

د هغه ورځې په هیله چې د شهید ګیلمن وزیر او د میلیونونو نورو افغانانو ارمانونه د لوی افغانستان په خاوره تحقق پیدا کړي تر څو ټول افغانان سره یو شي او سوکاله، ارام او با عزته ژوند ولري.

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول او د ننګرهار پخوانې والي

22 COMMENTS

  1. میا خیل صاحب ، ګیله من واقعي یو غیرتي افغان وو ، خپل هیواد، خلکو او خپلې مبارزه ته ریښتینې پاتې سو. دا مبارزه ده ته د سر په بیه تمامه سوه خو بیا یې هم نه مبارزه پریښوده او نه هم ډګر یا میدان. تاریخ به د هغو افغانانو په هکله څه قضاوت وکړئ کومو چې، د طالب د راوستلو معامله کې لاس درلود، او بلاخره وتښتیدل. ای کاش چې، یا تا د وزارت دفاع سیمت دي نه وی منلي او یا دی تیښته نه وي کړئ. که شهید سوي وئ نو د ګیله من په څیر به ستا هم قدر سوئ وي. د ما په اټکل دا به ډیره سخته وي چې، تاسو افغانان قانع کړي، ستاسو تیښته هیڅ توجیه نلرئ.

  2. ستاسي نظر ستاسي د خپل فکر تولید نه دی ځکه معلومات مو نیمګړي یا د نورو ملي ضد عناصرو د تبلیغاتو د تاثیر لاندې د هغوي په شان خبرې کوي. زه د سقوط په وخت کې چیرته وم؟ زه شپږ میاشتې د مخه د حکومت نه تللې وم او وزارت دفاع کې نه وم. ننګرهار کې خو ته راسره نه وي چې نه ځلې په ما د مرګ حملې وشولې خو میدان مې پرینښود او ننګرهار امن شو او داعش لمن د شپږو ولسوالیو نه ټوله شوله. طالبان تقریبا ختم و. د پادشاه خان مقبرې جوړول او د افغانیو رواجول اسانه کار نه و. او داسې نور. هماغه خبره ده چې په ژوندیو افغانانو کې ښه نشته او په مړو کې بد نشته دی. که مړ وې نو بیا به ډیر ښه سړی وې خو تاسي وایي چې ولې ژوندې پاتې یم. افسوس په داسې قضاوت چې ځانته لا یو څه روښانفکره هم وایي. زه هم د زرګونو او لکونو نورو چارواکو غوندې چې په سوړه ننوتلي دي، هم پټ پاتې کیدلې شم. اصلا د افغانانو منځ کې تقدیر او مننه نشته. بس ته خپل کار کوه او مونږ به خپل که حمایت نشي کولې نو د پردو په خولو مخالفت هم مه کوه.

  3. او که چېرې دا پورته لیکنه سلطان علي کشتمند یا حاجي محمد محقق او یا هم احمد مسعود لیکلې وای ، اوس به دوه درې لکو روشنفکرانو د تائید او ملاتړ مهر پرې لګولی و، خو پښتانه : که الوزي ، له پښو یې رانیسو او که په مځکه ننوزي ، له غوږو یې رانیسو . دا مو حال دی چې یوه مو نه دوه کیږي .

    • واحدي، کاشکي د میاخیل او ستا په ځاى الله ج پښتنو ته دی کشتمند ، محقق خلیلي او دانش په څیر خلک ورکړي وئ. د پښتنو حالت به ډیر غوره وو.

  4. میا خیل صاحب، ته او په جمهوریت کې راټوکیدلي ستا په څیر سیاسیونو برکت وو چې، نظام په ١٥ ورځو کې ټرلیب ته تسلیم شو. پاتې شوه د ننګرهار د امنیت خبره دا به ستا یوه بله لویه مبالغه وئ. خیر ما په دا نظام کې او په تیره بیا خاصو قطعاتو کې وظیفه اجرا کړي. ستاسو د ادعا خلاف د تا د ولایت په وخت کې داعش په خپل ټول زور په ننګرهار کې فعالیت درلود.
    له اشرف غنی سره زما مخالفت د تاسو په څیر غیر مسلکي خلکو راوستل حکومت ته وو. د ولایت خبره به درسره ومنم ، تاسو د وزارت دفاع د یوې لوا په تشکیلاتو نه پوهیدې خو د وزارت دفاع تشنابونه مو ډکول.
    دا به تاسو ته ښه وي چې، خپله بې کفایتي ومنئ او له ملت نه بخښه وغواړئ. دا زه یوازې تا ته نه وایم چې، دا کار وکړه بلکې، د جمهوریت ټولو غلو ته دا وایم چې، نور ملت ستاسو په درواغجنو وعدو او خیانت نه خطا اووځي. عجیبه خو دا چې ناست په امریکا کې یې او په خالي او تخیلي مرمیو افغانستان د نیولو خوبونه ګورئ. این حال است و محال! د تا په څیر خلکو غټه ستونزه دا دي چې، تاسو انتقاد نه منئ او له ټولې لې کفایتي سره په سپینو سترګو په ما ټاپې لګوي.
    زه له تا دوه اساسي پوښتنې لرم:
    ١- له ټرلیب څخه دا واک ته څنګه بیرته نیسئ؟
    ٢- کوم هغه کارونه به تکمیل کړي چې، د ١٥٠ ملکونو د ٣ سوه زره وسلوالو قطعاتو په موجودیت او د ورځی د ٣٢٠ ملیونه ډالرو په مصرفولو تاسو و نه شول کړئ؟ ٣-
    تاسو خو له امریکایانو سره ترجماني کوله، ایا امریکایان دی تاسو په دغو ببو لالو خبر دئ؟

  5. زه ممکن د میاخیل صاحب د پورته لیکنی سره موافق یا مخالف نه یم خو د همدې لیکنی په هکله د باچا صاحب د تبصرو د منطق سره اصلاً موافق نه یم ځکه:
    زموږ غوندی هیوادونو کی د نظامی تشکیلاتو مالی – تسلیحاتی تمویل د وخت د قدرتونو پر غاړه ؤ ( د ظاهر جان څخه نیولې تر طالب جان پوری ) .
    کله چی شوروی سقوط وکړ نو د کابل د شوروی پلوه رژیم تانګ هم وشلیدی ( هم له نظامی نظره او هم د ملکی لګښتونو د تمویل له نظره) .
    که د باچا صاحب ادعا او اعتراض دا وی چی ( مثلاً ) میاخیل یا نور نظامی اشخاص او پرسونل سره له ټولو تشکیلاتو ولی طالب ته تسلیم سوه نو دا پوښتنه هم زیږی چی:
    باچا صاحب خو هم د نجیب د رژیم د نظامی دستګاه یو غړی ؤ نو ولی مجاهدینو ته تسلیم سو؟
    نو عرض می دا دی:
    امریکی او انګریز د خپلو خبیثانه او استعماری سیاستونو او پلیدو اهدافو د تحقق پخاطر د جمهوریت ټول سیسټم تر سخت فشار لاندی راووست او ټول نظامی – ملکی تشکیلات ئی د مالی او تسلیحاتی مرستی د غوڅیدو له لیاری ور فلج کړه چی نتیجتاً د فرار او تسلیم پرته بله چاره نه شوه پاته.
    ( زموږ هیواد د غیر منتظره پیښو لابراتوار دی، ممکن داسی ورځ را ورسیږی چی اوسنی حاکم طالبی سیسټم په یو ډول نه یو ډول فلج یا اصلاح یا مدغم یا پراخ بنسټی بڼه ځانته واخلی ) .
    بل واقعیت چی ما ځوروی دا دی:
    د جمهوریت ټول منسوبین سره لدې چی ښه پوهیږی د یوې ستری امریکائی توطئې قربانی سوی دی خو دومره شهامت او غیرت نه لری چی حقیقت ووائی بلکه د جمهوریت سقوط د احمد او محمود د سلیقوی – قومی – فکری او حزبی اِسهال او قبضیت محصول بولی.

  6. غلام حضرت ساب، واقعیت دا دئ چې، زه اصلآ نه غواړم له تا سره بحث وکړم. او ستا کامنټونه لولم هم نه. خو چون تا زه په نامه یاد کړي یم نو اړین بولم چې،لنډ ځواب د ادب په چوکاټ کې درکړم.
    لومړي دا چې، زه د داکټر نجیب الله په وروستې کال یعنی ١٩٩٢ کې د اووم ټولګي زده کونکي وم. بنآ ستا دی نورو ببو لالو ته ځواب ویل لازم نه ګنړم. زه د کرزي صاحب په وخت کې په یو بورس کې د نظامي زده کړو لپاره له هیواده بهر ولاړم او بیرته د وطن دفاع لپاره راغلم. له قیوم کرزي سره مخامخ کیدل مې له اردو نه لومړي احتیاط او وروسته استعفی دلیل وو.
    داکتر نجیب الله ته زه د هیواد د دفاع شهید وایم . او د نجیب الله له شخصیت او وطن سره مینه او دفاع د قدر وړ بولم. په خپله خبره پرون هم ولاړ وم، نن هم ولاړ یم او سبا به هم ولاړ یم، پرته له الله ج له احد من الناس څخه نه باک لرم او نه هم یره یا ډار. له شهید داکټر نجیب الله سره نه حزبي، نه قومي او نه هم فامیلي خپلوي لرم ، خو د جلال اباد دفاع او د پاکستان د دوه پیاده او یوه ټوپچې لوا له منځه وړل د افغانستان د وخت د وسلوال پوځ له افتخاراتو څخه ګنړل کیږئ، او دا نه تکرارېدونکې پيښه د داکټر نجیب الله تر رهبري لاندې تر سره سوئ.
    البته د یادولو وړ ګنړم چې، د ما حمایت له داکټر نجیب الله او ستا عبادت او سجده د خمیني قبر ته سره ټوپیر لرئ. په جرمن انلین کې په ایران پرستي او ایران ګټو په تعهد اقرار کړي. زه د هیواد د مدافع ولسمشر کړنې تائیدوم ، ولې ته د خمیني او ایران د اخوندانو ته د سجده تر څنګ د رسول ص د اصحابو او ازواج مطهرو ته د سپکاوي او تهمت کفری سفسطې زمزمه کوئ. ډاکتر نجیب الله شهید سو، ولې تاسو د الهیاري په قول خمینې تر مرګه مفعول وو. الهیاری د تاسو د اصف محسني په هکله هم همدا خبري کوئ. د الهیاري ویډیو په یوټیوب کې موندلي سئ. زه یوه څه ته حیران یم، په جرمن انلاین کې د خمیني په عبادت او د ایران د ګټو مدافع ځان ګنړي، نو د افغانانو په پلت فورم کې د کوم خباثت لپاره د مچ وظیفه په مخ وړي؟
    زه فکر کوم چې، ” اګر عاقل در خانه است ، یګ حرف بس است”.

  7. ښاغلو غلام حضرت او پاچا ورونو ته یو وړاندیز.
    مهرباني وکړئ ګیلې ، انتقادونه او یو د بل سپکاوی پرېږدی . همدا غلط رواج ده ، چې مونږ پښتانه یو بل نه شو تحمل کولی .
    اوس د دې وخت نه ده ، چې نورو ته هم د تفرقې اچولو لار وروښیو او په غلطه لار لاړ شو.
    دښمن ډېر مکار او هوښیار دی ، دوی له خدایه همدا زمونږ بې اتفاقي او اختلافات غواړي . پروني خلقیان او مجاهدین او ننی ټالبان او …. ټول د همدې خاورې بچیان دي ، راځئ سره یو شو . د یو او بل نه ملاتړ وکړو او څومره قوي دښمن چې وي په مقابل کې لکه فولاد ودرېږو.
    ( واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا )

  8. ۱ – لکه څنګه چی د ابن تیمیه او ابن عبدالوهاب حرامیانو فکری – عقیدتی فلسفه پر دروغو بناء ده نو همداسی ئې د مُریدانو ( مثلاً باچا) وجودی فلسفه هم پر دروغو بناء ده.
    باچا له یوې خوا ادعا لری چی د غلام حضرت تبصرې اصلاً نه لوَلی او له بلی خوا ئې د هغه د وروستۍ تبصری په وړاندی غبرګون ښودلی دی. ( د غلام حضرت په تبصره کی د باچا نوم د تبصرې په دوهمه کرښه کی لیکل سویدی نو باچا په کوم اساس ادعا لری چی د ” باچا ” د نوم په لیدو ئې غبرګون ښودلی دی کنې نه ئې غوښتل تبصره ولوَلی ( نتیجتاً باچا دروغ وائی چی ګوندی زما تبصرې اصلاً نه لوَلی ).
    ۲ – زه په هر فکری – انسانی سنګر کی حضور خپل انسانی رسالت ګڼم. کوم وخت یو چا را ته لیکلی وه چی فلانیه ته خو ځان مسلمان ګڼې خو یو چا د کمونسټانو لخوا ترتیب سوې د می د لومړی نیټی په مظاهره کی لیدلی وې، ما ور ته ولیکل چی شریکه دا مسائل ستا د درک تر کچی لوړ دی.
    نو
    د باچا د درک او پوهی کچه هم ډیره ټیټه تر دې ده چی زما سره ډغری ووهی.
    باچا ما ته د ایران پرستی نسبت را کوی خو خپله اعتراف کوی چی د حامد کرزی له برګته ئې پر اوږو عسکری نښانونه ( په حقیقت کی د کوکاکولا د بوتل فلزی سرونه لګیدلی ول ) امّا همدا حامد کرزی د ایران د دولت ټینګ دوست ؤ خو باچا پدې هکله نه څه ویلی وه او نه څه ویلی دی او نه څه وايی.
    باچا هم ځینی وختونه سوختی سی او د افغان جرمن مسئله را منځته کړی البته افغان جرمن د هر چا لیکنی خپروی او باچا هم کولای سی چی خپل ګُلان! پکی وکَری.
    بالآخره باچا د ابوجهل له هغو مُریدانو څخه ګڼل کیږی کوم چی پر اصحابو نقد کُفر ګڼی خو د رسول الله ص د اولادونو وژل کوم چی د امَوی او عباسی خبیثو او پلیدو او ستمګرو خلفاوو پلاس تر سره سویدی په خپلو جاهلانه استدلالونو توجیه کوی.

  9. . ښاغلی شاهین افغان ورور درد د درک وړ دی خو د جاهلانو په وړاندی زما درد او د خښم څپه هم باید د درک وړ وی.
    زه شاید د تاند د لوستونکو په منځ کی فکری طرفداران و نه لرم خو باچا اصلاً فکری انډیوالان نلری.

    • دا چې ته جاهل یې او زه د هغه قضاوت به لوستونکو ته پریږدو په لاندې تفصیل قزلو :
      دوستانو تاسو قضاوت وکړي، ما پرون ماښام او ماخوستن لمونځونه په جماعت سره وکړل، په کوم کې چې، د الله ج ثنا او صفت بیان او د الرسول ص په طریقه مې ادا کړئ. دا چې، قبول یا نه قبول هغه د الله کار دي.
      دا قزلو رافضي په مالمو کې پرون مداحي کوله او اصحاب الرسول ص او ازواج ته یې سپکې سپوري ویلئ. بله دا چې، ځان یې هم په زنځیرونو وهلي . د دغه مداح یوه مرصیه کې ځان د حسین سپۍ بولي.
      نو تاسو قضاوت وکړئ چې، جهل په ما کې دي او که په دغه منحرف قزلباش کې؟

  10. افغان صاحب، دا غلام حضرت په جرمن انلاین او نورو سایټونو کې فعال دئ. دا شخص په اصل کې رافضي شیعه دي، او په خپلو کامنټونو کې د اصحاب الرسول ص ، او ازواج المطهر، او د اهل سنت او جماعت په علماو پسې د یو منظم سوي پلان په چوکاټ کې په ډیر مهارت سره تبلیغات کوئ. د لوپر په نامه یو لوستونکي د همدې غلام حضرت یوه اوږده تبصره د یو بحث په شکل په ټانډ کې خپره کړه. نوموړي په هغه تبصره کې په زغرده ویلې وو چې، زه (غلام حضرت) د خمیني عبادت کوم او ما ته د ایران ګټۍ تر هرڅه مقدمې دئ او د ایران د سپاه خاص کس دئ. په خواشینې سره باید اووایم چې، چون لوپر په کامنټونو کې اسلام ته سپکاوي کوي نو ټاند د هغه مامنټونه ړنګوي.
    خبره دا دي چې، غلام حضرت د سویډن په مالمو کې ناست دي، هر څه یې په دولت دي او له دغو سایټونو څخه د تبلیغاتو لپاره ګټه پورته کوئ، له هر چا سره بحث کوئ او خپل نظریات ورته سم او ټولو نور ورته نا سم او غلط ښکاري او هڅه کوئ چې، خپل پوچ نظریات په خلکو ومنئ. خیر دا کس په الله ج قسم که د وخت په ضایع ارزئ.
    د ما ګیله له میاخیل څخه دا وو، چې زه په یو وخت کې د ده مادون وم، محاربوي امر د لوى درستیز په پیشنهاد او د وزیر په موافقه ترسره کیږي. ما په محاربوي عملیاتو کې د همدې میاخیل په خوله او هدایت ځوانان له لاسه ورکړي ، او مونږ یې په میدان پریښودو او دوې ټول وتښتیدل. د ما د یوه کنډک بریدمل چې، شهید سوي د وردګو وو. د جمهوریت له سقوط وروسته ټرلیبان یې کورته ورغلي او ورته ویلي دي چې، د هغې میړه کافر وو، او دا باید توبه اوباسئ او له هغه شهید څخه اولادونه یې ناجایزه دئ. هغه بریدمل خپل ژوند په هغو عملیاتو کې له لاسه ورکړي چې، محاربوي امر یې میاخیل لاسلیک کړئ. ولي میاخیل او دا نور جمهوریتیان له دغو کونډو بخښنه نه غواړئ؟د مااختلاف له دغو خلکو سره په دغه ټکۍ دي او کنه له میاخیل سره هیڅ بله ستونزه نلرم.

    • پا چا خانه شیعه مذهب او شیعه ګان ښه انسانان دي خو ددوی په منځ کې سیدان ډير فاسد انسانان او د ایران جاسوسان دي ! داهغه دایران اربکیان دي چې د ایران ګټې په افغانستان کې غواړي ! ډیر هزاره ګان د شیعه سیدانو په رزالت او شیطانت پوه شوي دي او له سیده یې ډیر نفرت راځي ، غلام حضرت ، سید جواد او او د ایران ګټې په افغانستان کې غواړي او ټول یې سیدان ځانونه ته وایې ، غلام ټټو وظيفه لري په ۱۹۸۰ کالکې سویډن ته راغلی ، لویې مرداریان یې کړې دي ، زه به یې نور هم رسوا کړم !دا بد مغزه نور لیاقت او علم نلري ، د خولې خبرې او دالیکل یې ځانته یوه دوښمنه سرمایه ده !

  11. باچا خانه!
    ۱ – ته لکه چی په یوه جاسوسی دستګاه کی مستخدم ئې چی د سویډن په هیواد کی د غلام حضرت په هر څه خبر ئې؟
    ۲ – تا د ماښام او د ماخستن لمونځونه په عربی اماراتو کی په هغه امام پسی کړیدی یا کوې کوم چی زړه ئې ابن تیمیه غوندی د یهودو په مینه کی تپیږی خو زه اکثراً د ماښام لمونځ په هغه فلسطینی امام پسی اقامه کوم کوم چی د غزې د غمیزی را وروسته د دریم رکعت تر رکوع وروسته د قُنوت دُعا لوًلی او ټول عالم اسلام او د غزې اوسیدونکو ته د خیر دُعا کوی او تلویحاً د عربی خبیثو شیخانو او درباری مُلایانو د مذمت فریاد تر خوله را باسی بناءً خوله دی پټه ونیسه او خپل د لمانځه احسان دی پر نورو مه اچوه.
    ۳ – هیڅکله چا ته مه لیکه یا مه وایه چی « ستا نظر یا خبره یا لیکنه په جواب نه ارزی یا ئې لوستل د وخت ضیاع ده ». هغه څوک چی په جیب کی یوه روپی نلری نو طبعاً مثلاً طلائی امیل ور ته په لس روپۍ هم نه ارزی.
    ۴ – ګوستآخی معاف، زوړ سوې له درواغو او تهمت ویلو دی توبه نه وکښله.
    ۵ – د ښاغلی میاخیل د لیکنی په باب ما در ته ولیکل چی د نجیب د حکومت د سقوط او جمهوریت د سقوط تر منځ څه توپیر شتون درلود چی تا د جمهوریت منسوبینو ته د ماتی یا تسلیمی یا تیښتی پیغور ور کړیدی خو د نجیب د دستګاه خصوصاً نظامی دستګاه د تسلیمی په هکله دی سکوت کړی ۇ یا کړیدی.
    ۶ – لوپر هم تا غوندی یو ډَر او بی مرام او کوږ کس دی کوم چی په افغان جرمن کی ئې زما په باب د یو کاږه واږه کس کومِنټ کاپی کړی او ګومان ئی کاوه چی ملغلری ئې کشف کړی دی او ته هم تر لوپر لا لوپر ئې او اصلاً په حقیقت خبر نه وې او بیا دی تهمت ویلی دی چی ګواکی ما په افغان جرمن کی چټیات لیکلی دی.
    ته او هر څوک کولای سی د افغان جرمن د مقالو او نظریاتو په ارشیف کی پلټنه وکړی او که ئې زما لخوا په ور لیږل سوو مطالبو کی یوه کرښه د انسانیت او افغانیت ضد څرګندوَنه ولیدله پر ما دی نفرین ووائی.
    ۷ – لږ غوندی سړی سه او د ” نقل ” پر ځای ” عقل ” ته درناوی وکړه ( اسلام پر نقل نه دی بناء بلکه پر عقل بناء دی او د ” وحی ” اصیل مفسر ” عقل ” دی نه ستا ابن کثیر او ابن تیمیه او ابن عبدالوهاب).

    • د الشیخ الاسلام ابن تیمیه رح خو زه ځکه دفاع نکوم هغه په دې چې، ستا په دا ناولي خولی کنځا هغه ته اجرونه ټولیږي. نو زه نه غواړم ته کنځا بس کړي. زه غواړم د خپلو نورو رافضيان په څیر چې، خپل
      دین کې مسلمانانو ته کنځا ثواب بولئ.
      یو موحد سوي ایراني راته ویل چې، رافضیان او په تیره بیا قزلباش تر ټولو لجوج خلک دئ. نو ته خو په لجاجت اخته یې او نه غواړم له تا رزیل سره بحث وکړم.
      که نن شپه بیا ځان وهئ نو دا زنځیرونه ما ته راکړه چې، برابر دي کړم.
      لوپره د دغه رزیل لیکل سوي د جاسوسي اقرار نشر کړه.

  12. زه همیشه وایم چی وهابیانو د شیطان زامنو همیشه د مسلمان په ټکَولو کی د کافر څخه مرسته غوښتې ده ( په وړوکې کچه نمونه ئې خبیث رسول سیاف او د هغه خبیث مریدان دی البته د سعودی او عربی اماراتو حاکمان او ملایان ئې لوی بړوه ګان دی).

  13. باچا ساب!
    د لوپړ باړخوګان می ستا تر هغې لا ور پړسوَلی دی نو ښه به وی چی دواړه پخپلو غارو کی پاتی شئ البته باور دی وسه ستا د ماتی څخه خوند نه اخلم.

    • ته به څه یې د تا خبري به څه وي. یو بیکاره سوسیال خوره لجوج رافضي مداح یې او هغه څه بادوي کوم دی چې، معده اخراجوي.
      ما خو تاته وړاندي هم ویلي وو چې، ستا مثال د هغه بیغیرته او بې ننګه پهلوان ته ورته دي چې، راڅملوي نو خپل تنګ نیکر
      ملامتوئ. ته یوه لوده لجوج انسان یې، تا سره بحث عینی له خره سره بحث کولو معنی لرئ. ته ماته ډیر سست عنصره او بې غیرته کس ښکاري او داسې معلومیږي چې، ته هیڅ جوهر نلرئ.
      تا د لوپر په هکله لیکلي چې، موحد سوي، دا ټوپیر دي په اسلام او رافضیت کې: مونږ مسلمانان ایمان لرو چې، د توبه دروازي خلاصي دئ
      او د الله ج مرحمت ته امیدواره یو. کېدى سئ ستا همدا پیغور په لوپر کې ایماني ویده جزبه را ویښه کړئ. بس مداحي دی کوه، او صیغه میغه تړه خمس اخله او خپل دا بې غیرته ژوند ته دوام ورکوه.
      پرون دی بیا تکیه خانه یا حسینیه کې ځان ډبولئ؟
      قزلو بله دا چې، بواسیرو دوا مه پریږده چې، بیا دی خوله سپې را ولاړیږي.

  14. د شهید ګیله من وزیر د شهادت تر عنوان لاندی لهولعب او دشنام و تحقیر ځای نلری لطفا دا څه چي لیکی شخصی دوه پر دوه یی تر سره کړی دا به یی ځای نه وی یا اصحاب الادب و التربیه الاسلامیهّ!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب