دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهایران کې د افغان پانګوالو ۳ میلیارده ډالره پانګونه

ایران کې د افغان پانګوالو ۳ میلیارده ډالره پانګونه

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۳ مه) له افغانستان څخه د پانګې د وتو له راپورونو سره هم مهاله، د افغانستان – ایران د سوداګرۍ، صنایعو او کرنې ګډه خونه وایي، افغان سوداګرو ایران کې د درې میلیارده ډالرو پانګونه کړې ده.

د دغې ګډې خونې رییس ویلي، چې ایران کې ۵۰ سلنه ثبت شوي شرکتونه د افغانانو دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکي په افغانستان کې د امنیت ښه کېدو له ادعا سره له بهر مېشتو افغان پانګوالو هېواد ته د خپلې پانګې د لېږد غوښتنه لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري و ویل: « له ټولو سوداګرو او پانګوالو مو غوښتنه ده چې خپلې پانګې د هېواد دننه را ولېږدوي، خپل دین او رسالت د یو پیاوړي افغانسان د پرمختګ لپاره وکاروي.»

د صنایعو او کانونو خونه بیا په دې باور ده چې هېواد ته د افغان پانګوالو د شتمنیو لېږد د لوږې په کمښت کې مرسته کولای شي.

د صنایعو او کانونو خونې رییس، شیرباز کمین‌زاده وایي: « د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته چې څه د پاسه یو میلیون هېوادوال کډوال شول چې که دغو هر یو یې ۳۰ زره ډالر هم وړي وي، نو شاوخوا ۳۳زره میلیارده ډالر کیږي. زموږ یو میلیون هېوادوال کډوال شول.»

تر دې وړاندې د سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي و چې افغان سوداګرو ترکیې، متحده عربي اماراتو او پاکستان کې څه د پاسه ۱۵۰ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده.

څارونکي باور لري، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره امنیت ښه شوی، خو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره دا فرصت بیرته د طالبانو په افراطي قیوداتو او خلکو ته د ژوند د زمینو له سختولو سره په لا نورو ننګونو بدل شوی.

طالب چارواکي وخت په وخت ادعا کوي، چې بهرني پانګوال یې په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي، خو نور راپورونه ښيي چې یوه لویه برخه افغان پانګوال هم د دوی له لاسه خپلې پانګې له افغانستانه باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب