دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهشاهین: ملګري ملتونه دې زموږ پر مشرانو بندیزونه لیرې کړي

شاهین: ملګري ملتونه دې زموږ پر مشرانو بندیزونه لیرې کړي

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۳ مه) پر څه باندې ۶۰ طالب چارواکو د ملګرو ملتونو د بندیزونو له اعلان وروسته، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له امنیت شورا څخه د دغو بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي شاهین ویلي:«باید دغه شان ټول بندیزونه چې، نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل په مخ کې خنډ دي باید لېرې شي، چې یوه مثبت تعامل ته لار هواره شي.»

په دې نوملړ کې دا نومونه شامل دي: د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه درې مرستیالان( ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، ملا عبدالکبیر)، د طالبانو د کابینې غړي: د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د سرحدونو او قبایلو وزیر نورالله نوري، د ټرانسپورت او هوانوردۍ وزیر حمید الله اخوند، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د فواید عامې وزیر محمد عیسی ثاني، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني، د ښار جوړونې وزیر حمد الله نعماني، د برېښنا او اوبو وزیر عبدالطیف منصور، د معادن او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د مرکزي بانک رئیس نوراحمد آقا، د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني، د سراج الدین حقاني ورور یحیی حقاني، د کابل امنیه قومندان ولي جان حمزه، د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو رئیس رحمت الله کاکا زاده، د حقاني شبکې څو غړي: محمد طاهر حقاني، شمس الرحمان حقاني او محمد مسلم حقاني.

پر دې سربېره د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لوی رئیس ملا نور الدین ترابي، د سرې میاشتې لوی رئیس شهاب الدین دلاور، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد، د سوداګرۍ وزیر مرستیال قدرت الله جمال، د ملا هبت الله مالي مشاور جان محمد مدني، د چارو ادارې چارواکي سید غیاث الدین او عبدالولي صدیقي، د ملا هبت الله د فرمانونو د عملي کیدو د څار ادارې مشر شمس الدین شریعتي، د امر بالمعروف وزارت مرستیال احمد شهید خېل، د مالي تفتیش ادارې مرستیال عزالله حقاني، د مالیې وزارت مرستیال عبدالقادر حقاني، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سعدالدین سعید، د کابل ښاروالۍ مرستیال عصمت الله عاصم، د حوادثو ادارې مرستیال عباس آخوند، د هلمند قول اردو قومندان عبدالصمد اڅکزی، تهران کې د افغان سفارت طالب سکرتر محمد علیم نوراني، د کندهار د قبایلو رئیس محمد رسول ایوب، د لوړو زده کړو وزارت څو چارواکي:( ابراهیم عمري، عبدالباقي حقاني او فضل الله ربیع) د مسلکي زده کړو ادارې مرستیال نیک محمد، د کابل پوهنتون استاد عبدالقدوس مظهري، د ننګرهار والي حاجي ګل محمد، د لوګر والي ضیا الرحمان مدني، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم او د دغه وزارت څو چارواکي: عبدالجبار عمري او عبدالرحمان آقا شامل دي.

پر طالب چارواکو سربېره د دوی څو ملاتړي سوداګر چې د نشه یي توکیو په قاچاق تورن دي هم په دغه لیست کې شامل دي.

د دوی نومونه عبدالحسیب علیزایي، فیض الله نورزی او ملک نورزی یاد شوي.

2 COMMENTS

  1. تاسو د انسانبت سره جوړ نه یاست باید د ځناورو په څیر د ځنګل دپاره اجازه ورکړي. نه مو دین د اسلام سره سر خوري نه مو عقیده اسلامي ده او نه کومه انساني مفکوره لرئ. داسې خلکو ته انسان ویل د انسانیت توهین دی.

  2. دغو وحشیانو خو افغانستان او د اسلام مقدس دین د نړیوالو له نظره بد کړ. افغانستان یې د نړۍ تر ټولو وروسته پاته هېواد په حیث وروپېژاند، دوی فکر کوي چې تر څو وروسته پاته له نړۍ منزوي و اوسو ، هغومره به نړیوال ترې ډېر وډار شي .
    د دوی له نظره دیوبندي او حقاني مدرسې حقیقي اسلام دی ، نو ځکه بل هېڅ شی او خبر ورته ارزښت نه لري .
    له نړیوالو دا هیله کیږي ، چې د منځنیو پېړیو دا وحشیان له بندیزونو نه خلاص نه کړي او که امکان ولري په کابل او یا کوم بل ځای کې دوی ته یو ژوبڼ یا باغ وحش جوړ او هلته د وساتل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب