Homeخبرونهد ډونالډ ټرمپ وروستیو خبرو ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون

د ډونالډ ټرمپ وروستیو خبرو ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰مه) په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې د افغانستان په تړاو یې کړي.

ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي ، چې د ده د واکمنۍ پر مهال طالبانو په افغانستان کې یو امریکایي سرتېری هم نه دی وژلی او د دې کار جرئت یې نه درلود.

د ده په وینا، د ده پر ځای د اوسني ولسمشر جوبایډن له واکمنیدو سره هغه له افغانستان څخه ځواکونه په نامسوولانه او داسې ډول وویستل، چې د وتو پر مهال یې هم امریکایي سرتېري ووژل شول او طالبانو ته د څه باندې ۸۰ میلیارده ډالره پوځي تجهیزات پاتې شول.

مخکیني امریکايي ولسمشر، چې بیا ځلي ټاکنو ته هم نوماند دی او په نظر پوښتنو کې مخکښ ښکاري؛ طالبان د امریکایي وسلو او تجهیزاتو په پلورلو او چین ته د بګرام هوایي اډې د سپارلو ادعاوې هم کړې دي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دوی امریکایي وسلې او تجهیزات نه دي پلورلي.

طالب ویاند د ټرمپ نورو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دومره یې ویلي چې د دوحې تړون دوی له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتو لپاره کړی و.

 د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له را نږدې کېدو سره د افغانستان قضیه بیا د امریکایي سیاستوالو تر منځ په لویې ناندرۍ بدله شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...