پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاسلام اباد کې د طالبانو سفیر: د بنو پېښې په اړه مو...

اسلام اباد کې د طالبانو سفیر: د بنو پېښې په اړه مو د پاکستان اعتراض کابل ته لېږلی

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰مه) په پاکستان کې د افغانستان  د سفارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست سردار احمد شکېب وايي، د بنو د پېښې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پیغام یې کابل کې خپلو چارواکو ته لېږلی دی.

 شکېب له افغان خاورې د ترهګریز ګواښ په تړاو هر ډول ادعا ردوي او زیاتوي، د بنو پېښه له افغانستان سره هېڅ اړیکه نه لري.

 سردار احمد شکیب و ویل: بنو کې چې کومه پېښه رامنځته شوې وه، کومه حمله شوې وه، د هغه په تړاو د دوی اندېښنه وه چې ګویا دا د افغانستان له اړخه تنظیم شوی دی، د دې په اړه موږ د هغوی پیغام ترلاسه کړی، زموږ یو همکار هلته تللی و او پیغام مو خپل مرکز ته هم استولی دی.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ادعا کړې چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک او نورو ترهګرو ډلو حضور د سېمې د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ شمېرل کیږي.

په قطر کې د طالبانو د رژیم د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په اسلام آباد کې د دوی د سفارت د مرستیال احضاریدو ته په غبرګون کې ویلي، هر هېواد مکلف دی چې خپل امنیت خوندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب