دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پوځ د سوله ییزو مظاهره چیانو...

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان پوځ د سوله ییزو مظاهره چیانو پر وژلو تورن کړ

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰ مه) د وروستیو راپورونو له مخې، پرون په بنو کې پر سوله ییزو لاریونوالو د پاکستاني پوځیانو په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي ۴۰ تنو ته رسیدلی وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د دې وحشیانه عمل په اړه د پښتنو مشرانو د جرګه رابللې او ویلي یې دي چې په جرګه کې به په دې خبرې کېږي چې ایا پښتانه له پاکستان سره پاته کېږي او که نور هغه وخت راغلی چې له پاکستانه خپله لار بېله کړي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان، یا ایمنستي انترنشنل وايي، په بنو کې د پاکستان د پوځ له لوري پر سوله ییز لاریون د ډزو له کبله د یو شمېر لاریونوالو مرګ ژوبله د هغه حق سرغړونه ده چې د بشري حقونو نړیوال قانون او د پاکستان خپل اساسي قانون د سولې ییزې غونډې په اړه ورکړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د هغو کسانو خلاف چې د سولې ملاتړ کوي، د وسلې کارول غیرقانوني او د قانون نافذوونکو له لوري د وسلو د استعمال په اړه د ملګروملتو د لومړنیو اصولو خلاف عمل دی.

دې سازمان په بنو کې د چارواکو له لوري په داسي حساس وخت کې د موبایل او انترنیټي خدماتو بندول په بیړني حالت کې د ناسمو معلوماتو او په خلکو کې د بېرې د خپرېدو سبب بللی دی.

د پاکستان پوځ په بنو کې د پرونۍ پېښې، چې له کبله یې نامعلوم شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، ملامتي د پښتون ژغورنې غورځنګ په غاړه اچولې ده.

دا په داسی حال کې ده، چې لاریونوال او د لاریون تنظیموونکي وايي چې پوځ بې دلیله پر دوی ډزې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب